د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

په افغانستان کې ویروونکي اعدامونه


نړېوالو چاپي رسنیو په خپلو ننیو ګڼو کې په افغانستان کې د وروستي اعدامونو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز په خپله وروستۍ ګڼه کې یو مطلب خپور کړی؛ چې نوم یې دی؛ "په افغانستان کې ویروونکي اعدامونه."

د دغه مطلب په یوه برخه کې لیکل شوي؛ هغه کسان چې په کابل کې اعدام شول، پرته له شکه په جنایت یې لاس پوري کړی و؛ کړنې یې د بخښنې وړ نه وې او باید سزا یې لیدلې وای؛ خو د ورځپاڼې په خبره په داسې حال کې چې ولسمشر په خپله پر عدلي سیسټم اعتراض لري؛ څه ډول کیدای شي، چې ریښتونی عدالت ټینګ شي.

ورځپاڼه زیاتوي د ولسمشر احمدزي لپاره به ښایې دا ستونزمنه وه چې؛ د دغو مجرمینو د اعدام حکم چې پخواني ولسمشر لاسلیک کړی و؛ بېرته راوګرځوي، ځکه دې کار د ورځپاڼي په باور سیاسي تاوان درلود او ښایي د خلکو له اعتراضونو سره هم مخامخ شوی وای.

نیویارک ټایمز لیکي، د ولسمشر اشرف غني احمدزي دفتر له پرله پسې اړیکو سره - سره ونه غوښتل چې؛ په دې اړه توضیحات ورکړي؛ خو د افغانستان د ښځو چارو وزارت د دې اقدام هرکلی وکړ او وايي، دا اعدام د هغو کسانو لپاره چې جنایت ترسره کوي؛ یو درس و.

ورځپاڼه زیاتوي، یو بل ټکی هم د یادولو وړ دی؛ هغه دا چې، د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې چارواکو دغه اعدامونه وغندل؛ خو متحده ایالاتو دا کار ونه کړ.

فارن پالیسي:

فارن پالیسي نشریې بیا د افغانستان د لومړۍ میرمني په نوم یو مطلب خپور کړی او لیکي، افغانستان په خپل تاریخ کې یو نوی فصل پیل کړی دی.

د ملي وحدت حکومت جوړ شو، له امریکا او ناټو سره امنیتي او دفاعي تړونونه لاسلیک شول او نوي ولسمشر د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان په پله ګام ایښی دی او د لوړي په مراسمو کې یې د خپلې میرمني د خدمتونو یادونه وکړه.

د فارن پالیسي په دغه مطلب کې راغلي چې؛ افغانستان یوه کلیوالي، مرد سالاره، سنتي او مذهبي ټولنه لري او په دغه هیواد کې د لیکوال په خبره سلسله مراتب تل له پورته څخه تر کښته پوري وي.

نشریه لیکي، په داسې یوه ټولنه کې د هیواد لومړۍ میرمن معرفي کیږي چې؛ ښځې په کلونو کلونو آزادي نه په کې لري او دا شعار چې ښځه یا د کور ده یا د ګور؛ ډیر اوریدل کیږي.

فارن پالیسي زیاتوي، افغانستان نن یو داسې قانون لري چې؛ د ښځو پر دفاع او خوندیتوب متمرکز دی. نن تر درې میلیونه ډیرې نجونې ښونځیو ته ځي؛ ښځې په رسمي او غیر رسمي پستونو کې کار کوي او په دې ډول په قدرت کې ورګډي شوي دي او اوس هم یوه فعاله لومړۍ میرمن معرفي شوه.

نشریه لیکي، لا هم په افغانستان کې د نارینه وو واکمني نه ده ختمه شوې او جنسیتي مساوات نه دي رامنځته شوي.

لیکوال دا هم وايي، دا چې نن په دغه هیواد کې ښځو ته ډیره پاملرنه کیږي، ښایې په افغانستان کې د نړیوالې ټولني د حضور له کبله وي.

د لیکوال په باور، افغانې میرمنې یوه داسې سیسټم ته اړتیا لري چې؛ هر وخت د هغوی حقونه خوندي کړي او په سیاسي مسایلو او مهمو پریکړو کې د هغوی پر رول د تایید ټاپه ولګوي.

لیکوال وايي، په هغه صورت کې به په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له حضور پرته هم ښځي په دغه هېواد کې خپل ځای ولري.

فارن پالیسي زیاتوي، کله ناکله تاریخ ته بیرته ورګرځیدل؛ خلکو ته درس ورکوي او که د افغانستان ډیرې نژدې دورې یعنې تر۲۰۰۱ کال دمخه تاریخ ته رجوع وکړو؛ ګورو چې د افغانو میرمنو ژوند ډیر بدل شوی دی.

XS
SM
MD
LG