د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۳۲

نړۍ

روحاني: د ایران پوهنتونونه دې نور بهرني زده کوونکي او استادان دي جذب کړي

د ایران جمهور رییس حسن روحاني د خپل هیواد له پوهنتونونو وغوښتل چې؛ نور بهرني زده کوونکي او استادان دي جذب کړي.

روحاني په انګلیسي ژبې د یوه پوهنتون د جوړېدو؛ د ایران د اکاډمیک ژوند او په نړیواله ټولنه کې د دې هېواد د لا مطرح کېدو وړاندیز وکړ.

د ایران جمهور رییس دا څرګندونې د هېواد د تعلیمي کال د پیل په وینا کې وکړې؛ چې تیره شپه د ملي ټلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شوه.

روحاني د محافظه کارو هغه بیره رد کړه؛ چې وایي، له بهرنۍ نړۍ سره د زیات تماس په نتیجه کې به جاسوسۍ ته لار خلاصه شي.

که څه هم چې د تهران پوهنتون د بهرنیو څیړنو په څانګه کې په انګلیسي ژبې تدریس کیږي؛ خو په اسلامي جمهوریت کې د انګلیسي ژبې هیڅ پوهنتون نشته.

حسن روحاني چې د سکاټلند له پوهنتون څخه یې ډاکټري تر لاسه کړي؛ پر ایران یې غږ وکړ چې؛ له نړۍ سره دې نه یوازې د سیاست په ډګر کې بلکه د اقتصاد، ساینس او ټکنالوژۍ په برخو کې راشه درشه ټینګه کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په ایران کې سلګونو ښوونکو له تدریسه لاس اخیستی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په ایران کې سلګونو ښوونکو د خپلو غوښتنو د نه پوره کېدو په غبرګون له تدریسه لاس اخیستی.

د دوی تر ټولو مهمه غوښتنه د پوهنتونو د استادانو له درجو سره د ښوونځیو د معلمینو د درجو اتیا سلنه برابرتیا او له برحاله معلمینو سره د متقاعدو د معاشونو یو برابرول دي.

د ایران د ښوونکو د اتحادیې د ویاند محمد حبیبي په وینا، د دوی اعتراض په څه باندې ۲۰۰ ښارونو کې روان دی.

د ښوونکو دا اعتراض بې ساری بلل کېږي ځکه ښوونکو یا انلاین یا حضوري توګه باندې غونډې پيل کړي او ټولګیو ته نه ورځي.

د ایران حکومت د ښوونکو د اعتراض په اړه لا غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې ایراني رژیم اعتراض کوونکي ځپلي چې تر ټولو وروستۍ بېلګه یې د خوزستان د معترضو بزګرانو ځپل وو چې د اوبو د بندېدو په غبرګون لاریون ته وتلي وو.

بلوچستان کې بمي چاودنې لږ تر لږه څلور پاکستاني سرتیري وژلي

آرشیف

د پاکستان د بلوچستان ایالت په ډېره بګټي کې بمي چاودنې لږ تر لږه څلور کسان وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي دي.

دا چاودنه د جنورۍ په ۲۸مه نېټه، د کوټې نه ۳۶۰ کیلومټره لېرې ختیځ لورته شوې ده. وژل شوي کسان امنیتي ځواکونه دي.

د چارواکو په وینا، د ډیره بګټي په موندراني سیمه کې د امن ځواک د یو ځايي قوماندان نواب الدین پر کرنیزو ځمکو جوړ سولر سسټم باندې لومړی ډزې وشوې او چې کله هلته امنیتي ځواکونه ورسېدل نو پر هغوی باندې د ماین یوه چاودنه هم وشوه.

چارواکو په ژوبلو کې د درېيو کسانو حالت د اندېښنې وړ ښودلی دی او هغوی یې د پنجاب شېخ زېد روغتون ته رسولي دي.

تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت نه دی منلی.

د ډیره بګټي چاودنه په داسې وخت کې شوې ده چې د دې نه یوازې دوې ورځې وړاندې د بلوچستان په تربت کې د بلوڅ بېلتونپالو وسله والې ډلې له لوري د امنیتي سرتیرو پر یوه امنيتي پوسته برید شوی وو چې په کې د حکومت په وینا ۱۰ امنیتي سرتیري وژل شوي وو.

دغه پېښه کې یو وسله وال هم وژل شوی و او درې نور نیول شوي وو.

پر اوکراین د روسيي احتمالي برید؛ امریکا اروپا ته سرتیري لیږي

آرشیف- ځینې امریکايي سرتیري

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن وایي، متحدایالاتونه به ډېر ژر یو شمېر امریکایي پوځیان اروپا ته واستوي.

د ښاغلي بایډن په باور د اوکراین له پولي سره د ګڼو روسي ځواکونو له ځای پرځای کېدو سره لا هم دا وېره شته چې دا ځواکونه پر اوکراین د یرغل لپاره راغونډ شوي وي.

ولسمشر بایډن پرون له فلادلفیا څخه واشنګټن ته تر ستنېدو وروسته په هوایي ډګر کې وویل: "په لنډ وخت کې به یو شمېر امریکایي سرتیري ختیځې اروپا او د ناټو غړیو هېوادو ته ولېږم."

د ښاغلي بایډن په باور د دې پوځیانو شمېر به ډېر نه وي چې اروپا ته یې لېږي.

د امریکا دفاع وزارت د تېرې اوونۍ په پيل کې نژدې اته زره پنځه سوه سرتیرې تیارسی کړي وو چې اروپا ته یې ممکن واستوي.

د لویدیځ ډپلوماټان: د ایران د اټمي تړون په اړه خبرې وروستي شوي

ویانا کې د ایران پر اټمي تړون خبرې

د لویدیځ ډپلوماټان وایي، د ایران د اټمي تړون د ژغورلو خبرې وروستي پړاو ته نژدې شوي دي.

ډپلوماټانو په لنډو دا خبره د ایران او د نړۍ د سترو ځواکمنو ترمنځ له یوې اوونۍ خبرو وروسته، وکړه.

د جرمني، بریتانیا او فرانسې ډپلوماټان د روسیې او چین له ډپلوماټانو سره له تیر پسرلي راپه دې خوا د اترېش په پلازمېنه ویانا کې هڅې کوي چې واشنګټن او تهران د دوه زره پنځلسم کال اټمي تړون ته سره نژدې کړي.

د اروپایي ټولنې استازې انریک مورا وویل، د خبرو برخه وال د سلامشورې لپاره خپلو هېوادونو ته تللي دي او دا اوونۍ به بېرته د خبرو میز ته سره کیني.

د جرمني، بریتانیا او فرانسې ډپلوماټانو په ګډ بیان کې ویلي دي چې خبرې وروستي پړاو ته رسیدلي دي او اوس یوازې سیاسي پریکړې ته اړتیا ده.

یو لیک څه باندې ۵۰ کاله وروسته له پولنډه لېتوانیا ته ورسېد

د پولنډ او لیتوانیا بیرغونه

یو لیک څه باندې پنځوس کاله وروسته له پولنډ څخه لیتوانیا ته ورسېد.

دا لیک د ۱۹۷۰ کال په مارچ کې له پولنډ څخه د اېوا په نوم ۱۲ کلنې نجلۍ په لیتوانیا کې خپلې قلمي همکارې ته استولی و.

اېوا په دې لیک کې شکایت کړی چې اوس-اوس د دوی کلي ته بسونه نه راځي او دا باید د سانتي ګراد په منفي ۲۳ درجې سړو کې په پښو ښار ته ولاړه شي.

لیتوانیایۍ مېرمنې ګینو ویفا چې اوس له شپېتو کلونو زیات عمر لري، دا لیک پرون د جنوري په ۲۸مه ترلاسه کړ.

هغې ویلي چې اېوا یې ډېره لږه په یاد ده ځکه وروسته له دې چې له هغې څخه یې د خپل لیک ځواب ترلاسه نه کړ، نو دې هم هغې ته د لیکونو استول بند کړل.

ګینو ویفا وايي، لومړی یې فکر وکړ چې څوک ټوکې ورسره کوي ځکه دې ته له امکانه لېرې ښکارېدل چې د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د یوه لیک رسېدل به ۵۱ کاله او ۹ میاشتې وخت ونیسي.

د امریکا ادعا ته د زلنسکي غبرګون: روسیې سره کړکېچ نه دی زیات شوی

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي یو ځل بیا د امریکا هغه اټکل چې وايي، د روسیې له خوا د اوکراین اشغال حتمي دی، رد کړ.

ښاغلی زلنسکي پرون (د سلواغې په اتمه) په پلازمېنه کییف کې خبریالانو ته د څرګندونو پر مهال وویل، له روسیې سره په کړکېچ کې زیاتوالی نه دی راغلی او زیاته یې کړه چې اوکراین ته اصلي ګواښ له دننه څخه بې ثباتي ده.

د اوکراین ولسمشر وویل، په بهر کې داسې یو تصور شته چې دلته جګړه روانه ده، په داسې حال کې چې د ده په وینا دا تصور ناسم دی.

ښاغلي زلنسکي همدا راز یادونه وکړه، که څه هم دی د کړکېچ د زیاتېدو احتمال نه ردوي، خو له روسیې سره د جګړې پيل روښانه نه دی.

زلنسکي وویل، دی فکر نه کوي چې وضعیت به د پخوا پرتله اوس ډېر کړکېچن وي.

پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په اړه اندېښنې هغه مهال زیاتې شوې چې د اوکراین سرحد ته نژدې شااوخوا یولک روسي پوځيان ځای پرځای شول.

د بشري حقونو د څار سازمان: تهران دې نرګس محمدي سمدستي خوشې کړي

د بشري حقونو د مخکښې مدافع نرګس محمدي

د بشري حقونو د څار سازمان په ایران کې د بشري حقونو د مخکښې مدافع نرګس محمدي په برخه کې د محکمې حکم غندلی او پر تهران یې غږ کړی چې نوموړې دې سمدستي او بې قید او شرطه خوشې کړي.

په دې سازمان کې د ایران د برخې څېړونکې تارا سپهري فر په یوه بیان کې چې پرون خپور شو وویل، د نرګس محمدي ظالمانه نیول او له هغې څخه تحقیق، هغه هم یوازې یو کال وروسته له دې چې دا د یوه مخکیني حکم پر اساس له زندانه خوشې شوې وه او اوس هغې ته د حبس یو بل غیرعادلانه حکم دا ټول د دې لپاره کېږي چې نوموړې په هر قیمت خاموشۍ ته مجبوره کړي.

د نرګس مېړه تقي رحماني د بشري حقونو د څار سازمان ته ویلي چې محکمې د ده مېرمن د یوې غونډې د جوړولو او د ملي امنیت پرضد د سازش په تور په ۶ کاله حبس او د ملي امنیت پرضد د اقدام او د عامه نظم د ګډوډولو په تور په دوه کاله حبس او ۷۴ دُرو محکومه کړې ده.

د محکمې د حکم له مخې مېرمن محمدي همدا راز د دوو کلونو لپاره د سیاسي ګوندونو غړیتوب نه شي ترلاسه کولای او پر ټولنیزو او ډیجیټل پلاټفورمونو د فعالیت اجازه نه لري.

د نوبل د سولې د جایزې ایرانۍ ګټونکې شیرین عبادي د نرګس محمدي په اړه د محکمې حکم غیرعادلانه بللی او غندلی یې دی.

نرګس د ۲۰۲۱ کال په نوامبر میاشت کې وروسته له هغه ونیول شوه چې د ۲۰۱۹ کال د اعتراضونو پرمهال د ایران د امنیتي ځواکونو په لاس د یوه وژل شوي سړي لپاره په یاد غونډه کې یې ګډون وکړ.

امریکا یو ځل بیا روسیې ته وویل چې خپل پوځیان د اوکراین له پولې وباسي

د روسیې-اوکراین پوله

د امریکا متحدو ایالاتونو یو وار بیا له روسیې غوښتنه وکړه چې د اوکراین له سرحده خپل پوځیان وباسي.

دا غوښتنه داسې مهال وشوه چې وېره کېږي مسکو ښايي د جګړې نه کولو له ډاډ ورکولو سره- سره پر اوکراین یرغل ته ځان چمتو کړي.

د مسکو لپاره د امریکا سفیر جان سالیوال نن جمعه وویل، چې واشنګټن اوس دې ته انتظار دی چې له روسیې د اوکراین د بحران د ډیپلوماتیک حل لپاره د لیکلو پېشنهادونو ځواب ترلاسه کړي.

ده هیله وښوده چې له دې سره به د امریکايي او روسي ډیپلوماتانو ترمنځ کتنې ته زمینه برابره شي.

د مسکو لپاره د امریکا سفیر د روان کړکېچ د حل لپاره ډیپلوماسي یوازنۍ لار بللې خو خبرداری یې ورکړی، دا کار هغه وخت کېدی شي که روسیه د اوکراین پولې ته څېرمه خپل پوځي استحکامات لېرې کړي.

وروسته له هغې چې روسیې خپل څه باندې یولک پوځیان د اوکراین پولې ته څېرمه پر ځای کړل، ګڼو غربي چارواکو خبرداری ورکړ چې روسیه پر اوکراین پوځي اقدام ته ځان چمتو کوي، خو مسکو دا تور رد کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د نرګس محمدي لپاره تازه اعلان شوې سزا وغندله

د ایران یوه محکمه

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ایران د بشري حقونو د یوې مخکښې مدافع لپاره تازه اعلان شوې سزا وغندله.

دغه سازمان له تهرانه د نرګس محمدي د ژر او له قید او شرط پرته خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د بشري حقونو د څار په نړیوال سازمان کې د ایران د برخې څېړونکې تارا سپهري­فر د مېرمن محمدي بیا نیول کېدو او محاکمې ته په اشاره نن په یوه اعلامیه کې ویلي:" ایراني چارواکي د بشري حقونو د دې مدافع د بند د ناعادلانه حکم په اضافه کولو سره، په هره بڼه چې وې د هغې د ځپلو او غلې کولو هڅه کوي."

د نرګس محمدي مېړه، تقي رحماني د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ته ویلي چې په ایران کې یوې محکمې د هغه مېرمنه د ملي امنیت پر خلاف د خلکو ټولونې په تور په ۶ کلونو بند او د عامه نظم د اخلال او د ملي امنیت خلاف د اقدام په تور په دوو کلونو بند او ۷۴ دُرو وهلو محکومه کړې ده.

بلېنکن له بلاروسه غوښتي چې سیاسي بندیانو، له قید و شرط پرته خوشې کړي

انتوني بلېنکن

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن د بلاروس حکومته د سیاسي بندیانو، له قید و شرط پرته خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

دغه کسان د دې لپاره بندیان شوي چې د زورواکي الکساندر لوکاشینکو پر خلاف یې په ډله ییزو اعتراضونو کې برخه اخیستې ده.

بلېنکن په هغه اعلامیه کې چې پرون خپره شوې ویلي، د ۲۰۲۰کال د اګست میاشتې د ولسمشرۍ له درغلیو ډکو ټاکنو پر مهال په بلاروس کې تر ۱۰۰۰ زیات سیاسي کسان په بند کې دي او د بلاروس په لسګونو زره نورو بې ګناه وګړو هم په بند کې وخت تېر کړی دی.

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د ۲۰۲۰کال له اګست میاشتې راهیسې امریکا له خپلو شریکانو او همکارانو سره په همغږۍ د لوکاشینکو د جابر رژیم پر چارواکو او ملاتړو پنځه پړاوه بندیزونه لګولي دي.

په بلاروس کې د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو په تړاو چې په نتیجه کې یې لوکاشینکو ځان ګټونکی اعلان کړ، د بلاروس ګڼو وګړو په ډله ییزو اعتراضونو کې د ګډون له کبله محاکمه شوي دي.

ځینې غربي حکومتونه وايي، په هغو ټاکنو کې درغلي شوې، خو د بلاروس چارواکي دا تور نه مني.

د بلوچستان په کېچ سیمه کې ۱۰ پوځیان د وسله والو په بريد کې وژل شوي 

ارشیف؛ بلوچستان

د پاکستان پوځ وايي چې د بلوچستان په کېچ سیمه کې د دوی پر يوه امنيتي پوسته د وسله والو په بريد کې۱۰ سرتېري وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې ای اس پي ار پرون په يو بيان کې ويلي چې دا بريد د سې شنبې او چهارشنبې په منځنۍ شپه وشو چې د ډزو په تبادله کې يو وسله وال هم ووژل شو او يوشمېر نور ژوبل شول.

بيان زياتوي چې امنيتي ځواکونو د وسله والو پرضد د لټون عمليات پيل کړي او تر دې دمه يې درې وسله وال نيولي دي.

بل خوا د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ناقانونه ګرځول شوې ډلې "بلوچستان لبرېشن فرنټ" په يو خپور کړي بيان کې د دې بريد مسؤلیت منلی او د ۱۷ امنيتي سرتېرو د وژلو ادعا يې کړې ده.

د تاجکستان او قرغزستان سرحدي سیمو کې په اوربند هوکړه وشوه

د تاجکستان او قرغزستان چارواکي

د تاجکستان او قرغزستان چارواکو په سرحدي سیمو کې تر یوې جګړې وروسته پر اوربند موافقه وکړه.

د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې ویلي، په نښتو کې لږ تر لږه دوه ملکیان وژل شوي، د امنیتي ځواکونو د ۶ غړو په ګډون ۱۰ کسان ټپیان شوي.

بل خوا د قرغزستان روغتیا وزارت ویلي چې لږ تر لږه ۱۲ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د قرغزستان د اضطراري حالاتو وزارت ویلي چې د قرغزستان ۲۴۰۰ وګړي د شخړې له ساحې ایستل شوي دي.

د پنجشنبې ورځې نښتې له تېر کال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو سخت تاوتریخوالی و.

تېر کال هم په ورته نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي وو.

دواړو خواوو پر یو بل تور ولګاوه چې پولې ته غځېدلې لارې یې بندې کړي او ډزې یې پیل کړې دي.

روسیه: د امنیتي اندېښنو په اړه مو د امریکا "مثبت ځواب" نه دی ترلاسه کړی

اوکرایني ځواکونو سره د امریکا مرسته

روسیه وايي، د اوکراین پر سر د خپلو امنیتي اندېښنو په اړه یې د امریکا له لوري "مثبت ځواب" نه دی ترلاسه کړی.

خو وايي چې په یو شمیر مسئلو د خبرو د دوام امکان شته.

لکه څنګه چې تمه کېده، متحده ایالاتو او ناټو د چهارشنبې په ورځ په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په مخ د دروازو د تړلو لپاره د مسکو غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې په ختیځه اروپا کې د متحدو ځواکونو او پوځي تجهیزاتو په اړه خبرې نه کوي.

مسکو ته په یوه لیک کې متحده ایالاتو هغه څه تشریح کړل چې د اوکراین کړکیچ د حل لپاره "جدي ډیپلوماتیکه لاره" بولي.

اوس تمرکز پر دې دی چې ولسمشر پوتین به د امریکا وړاندیز ته څه ډول ځواب ووايي.

بلېنکن: که روسیه پر اوکراین  یرغل وکړي له سختو عواقبو سره به مخ شي

اوکرایني او امریکایي سرتېري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، که روسیه پر اوکراین د یرغل لاره غوره وګڼي نو له سختو عواقبو سره به مخامخ شي.

ښاغلي بلېنکن دا څرګندونې پرون له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

بلېنکن پر مسکو غږ وکړ چې له اوکراین او لوېدیځ سره د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماسۍ ته مخه کړي.

نوموړي وویل:" موږ په خورا اګاهانه ډول عمل کوو. او هر لازم اقدام به وکړو څو مسکو ته دا روښانه کړو چې دوه لارې لري: یا د ډيپلوماسۍ او ډیالوګ لاره چې اختلافونه له سوله ییزې لارې حل شي او یا د یرغل لار چې په دې صورت کې به له سختو عواقبو سره به مخامخ شي."

بلېنکن دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې واشنګټن د روسیې د تېرې میاشتې د اولتیماتومونو په ځواب کې خپل رسمي لیکلی دریځ اعلان کړ.

ښاغلي بلېنکن وویل، واشنګټن لاهم نه پوهېږي چې د اوکراین په اړه او د اروپا د امنیتي جوړښت د بدلون په برخه کې به د کریملېن وروستۍ پرېکړه څه وي.

د مسکو غوښتنه دا ده چې ناټو دې د اوکراین او ګرجستان په څېر د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو ته غړیتوب نه ورکوي او د اروپا له ختیځه دې خپل ځواکونه او وسلې د ختیځې اروپا هغو سیمو ته په شا کړي چې په ۱۹۹۹ کال کې د ناټو له پراختیا مخکې ځای پرځای شوي وو.

روسیې ته د لوېدیځ خبرداری؛ د بالتیک سمندرګي د ګاز نل لیکه په نښه کوو

د بالتیک سمندرګي ته نږدې نظامي تمرینات

جرمني او متحدایالاتو خبرداری ورکړی چې که روسیه اوکراین اشغال کړي نو دوی به د بالتیک سمندرګي په تل کې د روسیې د ګاز نل لیکه په نښه کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بایربوک پرون د سلواغې په اوومه پارلمان ته په وینا کې وویل چې حکومت له لوېدیځو متحدانو سره په ګډه د بندیزونو پر یوه لویه او هر اړخیزه کڅوړه کار کوي چې د نارد سټریم دوه په نوم د ګاز دا نل لیکه هم په کې شامله ده.

هغې ژمنه وکړه چې که روسیه پر اوکراین برید وکړي نو له سختو عواقبو سره به مخامخ شي.

د نارډ سټریم دوه نل لیکې چې ۱۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري او د روسیې ګاز به تر جرمني پورې رسوي، فعالېدو ته چمتو ده خو قانوني مراحل یې پاتې دي.

دا پروژه جرمني ته د روسيې د ګاز صادرات دوه ځلې زیاتوي خو نه د اوکراین له دودیزې لارې بلکې د بالتیک سمندرګي له لارې.

بل خوا په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې ویکتوریا نولانډ پرون خبریالانو ته وویل چې که روسیه پر اوکراین حمله وکړي نو د دې نل لیکې چارې به پرمخ ولاړې نه شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG