د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

د بهرنیو چارو وزارت له ملابرادر سره د مولوي فقیر محمد د تبادلې راپورونه رد کړل


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ملابرادر سره د پاکستاني طالبانو د مرستیال مولوي فقیر محمد د تبادلې په اړه د پاکستاني رسنیو راپورونه رد کړل.

د افغان او پاکستاني طالب مشرانو د تبادلې راپور په داسې حال کې خپریږي؛ چې له دې وړاندې د افغانستان او پاکستان له زندانونو د لوړپوړو طالب چارواکو خوشي کیدو مثبت او منفي غبرګونونه را پارولي دي.

پاکستاني رسنیو په وروستیو کې د پاکستاني طالبانو له مرستیال مولوي فقیر محمد سره د افغاني طالبانو د یوه مشر ملاعبدالغني برادر د تبادلې راپور ورکړ او ویل شوي چې، اشرف غني احمدزي د دې طالب چارواکو تبادلې ته لیوالتیا ښودلې ده.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني رسنیو دا راپور یوازي یو تبلیغ بولي او هغه ردوي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج د سې شنبې په ورځ آزادی راډيو ته وویل؛ چې د افغانستان او پاکستان حکومتونو د پاکستاني طالبانو د مرستیال مشر مولوي فقیر محمد او ملا برادر د تبادلې په اړه هیڅ ډول موافقه نه ده کړې.

"موږ تل د هغو طالبانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې؛ د پاکستان په زندانونو کې بندي دي. دوی کولای شي په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي. خو د بهرنیو چارو وزارت د ملا فقیر محمد د تبادلې راپورونه ردوي او موږ له پاکستان سره د اسیرانو د تبادلې کومه معاهده یا توافق نامه هم نه لرو."

د پاکستانی طالبانو مرستیال مولوي فقیر محمد نږدې دوه کاله مخکې په ننګرهار ولایت کې د افغانستان د ملي امنیت له خوا ونیول شو.

د افغانستان حکومت مخکي ویلي وو چې؛ مولوي فقیر محمد به هیڅ کله د پاکستان حکومت ته و نه سپاري.

که څه هم پاکستان له دې وړاندي ویلي وو چې؛ ملابرادر یې له بنده آزاد کړی دی، خو راپورونه وايي چې، هغه لا هم په زندان کې دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې د عالي شورا یو غړی محمد امین وقاد د فقیر محمد او ملا برادر تبادله په افغانستان کې د سولې د بهیر لپاره یو مثبت ګام بولي.

ښاغلي وقاد د سې شنبې په ورځ آزادی راډیو ته وویل؛ چې ملا برادر کولای شي په افغانستان کې وسله وال طالبان سولې ته وهڅوي.

"ملا برادر داسې یو څوک دی چې؛ ډیر معلومات او اعتبار لري. د دې دوو کسانو تبادله کوم منفي کار نه دی؛ بلکې ښه کار دی. دا به ښه وي، چې دواړه هیوادونه افغانستان او پاکستان په راتلونکي کې د سولې په ارتباط اړیکې ولري او نظرونه تبادله کړي."

که څه هم د سولې عالي شورا د افغانستان او پاکستان له زندانونو د طالب چارواکو له خوشي کیدو هرکلی کوي؛ خو دې کار یو لړ اندیښنې او تند غبرګونونه هم له ځان سره درلودل.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي له آزادي راډيو سره په خبرو کې د مولوي فقیر محمد د خوشي کیدو په اړه اندیښنه څرګندوي او وايي:

"مولوي فقیر محمد چې کلونه کلونه د پاکستاني طالبانو د تحریک مرستیال و او په مومند اجنسۍ کې یې فعالیت کاوه؛ لاسونه یې د سلګونه بې ګناه افغانانو په وینو سره دي. زه باور لرم چې د افغانستان دولت به دا کار ونه کړي.

له بلې خوا که ملا برادر تبادله کیږي؛ دا ښه خبره ده، هغه زموږ یو افغان دی. خو پاکستانیانو هغه ته دومره جزا ورکړې چې؛ نور نو د افغانستان خلکو ته د مرستې لپاره هیڅ توان نه لري."

دا په داسې حال کې ده چې، پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي چې؛ ملا فقیر محمد د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې په جګړو کې ښکیل دی.

په افغانستان کې دننه بیا دا باور دی چې؛ د افغاني طالبانو مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر د طالبانو په منځ کې ډير نفوذ لري او که خوشي شي؛ نو کولای شي نور وسله وال طالبان هم سولې ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG