د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

سرنوشت: له ستر فساد سره به څه کیږي؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ بیا هم د پغمان پیښې د پنځو تنو عاملانو د اعدام، له ادارې فساد سره د مبارزې او په امنیتي ارګانونو کې د اصلاحاتو د راوستو په اړه لیکنې او تبصرې کړې.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله لیکلي چې؛ د پغمان د پیښې پنځه تنه عاملین به نن اعدامیږي او په دې برخه کې به هیڅ ډول ځنډ رانشي.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي چې؛ د دغو جنایت کارانو اعدامول به د هیواد امنیت او ثبات ته ستره ګټه ورسوي او په کور دننه به د ټولو هغو لوټمارو او جنایتکارانو عملونه کم کړي؛ چې په بیلابیلو برخو کې يې ترسره کوي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې بیا د امنیتي ارګانونو په حواله لیکلي چې؛ په امنیتي ارګانونو کې د اصلاحاتو د راوستلو په خاطر هڅې پیل شوې.

وړاندې په مطلب کې راغلي چې؛ د ولسمشر وروستی فرمان به په کارونو کې سمون راولي او د دغه فرمان له مخې د پولیسو په چارو کې هم ښه والی راځي.

د ورځپاڼې په حواله، افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي په دې ورستیو کې د یوه فرمان په ورکولو سره د کورنیو چارو وزیر ته دنده سپارلې چې؛ په امنیتي ارګانونو او د کابل ښار په امنیتي حوزو کې مسلکي او وړ کسان په دندو وګماري.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼې هم د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په حواله لیکلي چې؛ په امنیتي ارګانونو کې د مسلکي کسانو د ګمارنې پروسه په کابل کې پیل او نورونو ولایتونو ته به یې هم وغځوي.

سرنوشت:

د سرنوشت ورځپاڼې د مقالي عنوان دی؛ "له ستر فساد سره به څه کیږي؟"

د مقالي لیکوال لیکي چې، په افغان ادارو کې د فساد په اړه ډير ویل کیږي او له شک پرته چې دافغانستان په ادارو کې فساد ډير دی؛ خو دستر فساد په اړه ډېر کم ویل کیږي اوپه تیرو ۱۳ کلونو کې له افغانستان سره شوې مرسته تر ۸۰ سلنه زیاته خپله بهرنیانو او په هغوی پورې تړلو ادارو لګولې ده؛ نو له همدې امله په فساد کې تر ډيره یادې ادارې او کسان ښکیل دي.

ملي ارمان:

په پای کې ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي چې له فساد سره مبارزه باید له لوړ پوړلو چارواکو پیل شي او که چیري افغان دولت غواړي په هیواد کې د سولې او ثبات زمینه برابره شي؛ نو د فساد د له منځه وړلو لپاره باید خپل اقدامات جدي کړي.

XS
SM
MD
LG