د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

"له ۱۳ کالو وروسته بیا هم په افغانستان کې جګړه دوام لري"


نړېوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو د وتلو او د افغانستان د راتلونکي په اړه مطالب خپاره کړي دي.

وال سټریټ ژورنال:

امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې؛ "له دیارلسو کالو وروسته بیا هم په افغانستان کې جګړه دوام لري" تر سرلیک لاندې یو تحلیلي مضمون خپور کړی او د پیل په کرښو کې یې راغلي:

په افغانستان کې جنګیدونکي امریکایي عسکر د افغانستان د جګړې پای ته رسیدل ویني او د روان عیسوي کال د ډسمبر تر ۳۱مې د دوی اکثریت کسان له دې هېواده وځي. خو په خواشینۍ سره، د افغانانو او ګاونډیانو لپاره چې د ځواکونو وتلو ورباندې اغیز کړی؛ دا جګړه به تر یوې ناڅرګندې مودې لپاره دوام وکړي.

وال سټریټ ژورنال لیکي، طالبان د افغان دولت پر ضد د جګړې د ختمولو کومه اراده نه لري؛ د ورځپاڼې په باور، طالبان به ولې جګړه بندوي، دوی د جګړې په ځینو ډګرونو کې د بري په حال کې دي؛ بهرنیو ځواکونو کډې بار کړي او د افغان امنیتي ځواکونو د توان په زیاتیدو سره سره؛ بیا هم دا ځواکونه ډیر کار په مخکې لري.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه زیاتوي؛ که څه هم چې طالبان د ایتلافي ځواکونو د ضرباتو له امله کمزوري شوي؛ خو بیا هم د یوه قوي دښمن په توګه پاته دي او په دي وروستیو میاشتو کې یې زیاتې حملې وکړې.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم چې د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړي؛ خو په پاکستان کې د طالبانو او د هغوی د ملګرو حقاني شبکې امن ځایونه په خپل حال پاته دي.

وال سټریټ ژورنال وړاندې لیکي؛ افغانستان له متحده ایالاتو سره د سپټمبر په دېرشمه امنیتي تړون لاسلیک کړ چې؛ له مخې به یې له ۲۰۱۴م کال وروسته شاوخوا لس زره امریکایي عسکر په دې هېواد کې پاته شي.

دا به د افغانانو روحیه لوړه وساتي او د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته به دوام ورکړي او دغه راز به دې هیواد ته پوځي او ملکي مرستې دوام وکړي؛ خو د امریکایي ځواکونو دا لږ پوځي حضور او هغه هم د نه جګړې ماموریت به په افغانستان کې د ستر ثبات سبب نه شي.

ورځاڼه لیکي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د جنوبي آسیا د هیوادونو ترمنځ ممکن تاوتریخوالی او شخړي هم زیاتې شي او که چېرې د هند او پاکستان اړیکې نورې هم خرابې شي؛ د لشکر طیبه په ګډون د هند ضد پاکستانۍ جهادي ډلې چې دا مهال په افغانستان کې جنګیږي؛ د بهرنیوځواکونو د وتلو په صورت کي ممکن خپل زیات پام د هند پرهدفونو حملو ته واړوي.

که د وسله والو حملې د هند لورې ته متوجه شي؛ په هغه صورت کې به د هند نوی ملت پال هندو صدراعظم نریندرا مودي هم د پخواني صدراعظم پر خلاف؛ لاس تر زنې کینني.

وال سټریټ ژورنال لیکي، د افغانستان لپاره د خوشبینۍ دوې نقطې هم د یادونې وړ دي. یو دا چې په افغانستان کې د عراق پر خلاف فرقه یي او نژادي توپیر پراخ نه دی او خلک مذهبي اختلافات نه لري. دوهمه مساله دا ده چې، طالبان په خپلو کې سخت ویشل شوي او کمزوري دي او د عراق د اسلامي دولت د وسله والو پر څیر یې زیاتې سیمې په واک کې نه دي.

واشنګټن سکویر نیوز:

واشنګټن سکویر نیوز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې؛ د افغانستان په اړه د نیویارک پوهنتون د نړیوالې همکارۍ د څانګې د رییس او د افغانستان او پاکستان په چارو کې د امریکا د خاص استازي د پخواني جګ پوړې سلاکار بارنیت روبین د اکتوبر د شپږمې وینا په اړه چې د افغانستان د راتلونکي تر سرلیک لاندې یې وکړه؛ څرګندونې کړي دي.

ورځپاڼې د ښاغلي روبین د وینا؛ یوه برخه راخیستې چې وایي؛ د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رییس دنده دا نه ده چې؛ په افغانستان کې بدلونونه راولي او یا یو نوی افغانستان جوړ کړي.

ترټولو مهمه دنده یې دا ده چې په دې هېواد کې ثبات ټینګ کړي؛ د ملي وحدت حکومت لپاره کافي مالي مرستې ورکړې و د افغانستان د ملاتړ په مقصد د سیمې د هېوادونو یو ایتلاف باید جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG