د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۰۹

افغانستان

اشرف غني احمدزي له یوشمېر قومي مشرانو او استازو سره وکتل

د افغانستان جمهور رییس اشرف غني احمدزي د هیواد د بیلا بیلو سیمو له خلکو سره د کتنو په لړ کې پرون ماسپښین د ترکمنانو د قومونو له مشرانو؛ د افغانستان د مرکزي سیمو د خلکو له استازو او د ستانکزیو د قومي شورا له غړیو سره وکتل.

جمهوري ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي؛ ښاغلي احمدزي له ترکمن مشرانو سره په کتنه کې له هغوی مننه وکړه چې؛ د جمهوري ریاست په دواړو دورونو کې یې پراخ ګډون کړی دی.

د افغانستان جمهور رییس د مرکزي ولایتونو له استازو سره په کتنه کې د غزني ولایت د امنیتي وضعې په اړه خبرې وکړې. د سیمو استازو جمهور رییس ته د دولتي او خصوصي پوهنتونو د پراختیا؛ ښه حکومت او د اداري فساد پر ضد مبارزې په برخو کې معلومات ورکړل.

ښاغلي احمدزي د ستانکزیو د قومې شورا له غړیو سره په کتنه کې په ټول افغانستان کې د امنیت په ښه کیدو او د ښې او سالمې حکومتدارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کونړ کې د ۲ وسله والو په ډزو کې ۴ طالبان او یو ملکي وګړی وژل شوی

د افغانستان په نقشه کې د کونړ ولایت

په کونړ کې د دوو وسله والو کسانو په ډزو کې څلور طالبان او یو ملکي وګړی وژل شوی او ۹ تنه نور ټپیان شوي چې طالبان او عام وګړي په کې دي.

دا پیښه نن "چهارشنبه" په نرنګ ولسوالۍ کې شوې ده او د اسعداباد روغتون ازادي راډیو ته تایید کړې چې دوی ته همدومره مړي او ټپیان ور وړل شوي دي.

په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نجیب الله حنیف ازادي راډیو ته وویل، بریدګرو "په دې نیت" په یوه موټر ډزې کړي چې ګواکې د هغوی شخصي دښمنان په کې ناست دي.

د ده په خبره، موټر کې ۱۳ کسان ناست و چې طالبان او ولسي وګړي وو.

حنیف وايي، یو بریدګر یې په ټپی حالت کې نیولی او د بل د نیولو هڅې روانې دي.

د سیمې خلکو هم ازادۍ راډيو ته ویلي چې پیښه د شخصي دښمنۍ له کبله شوې، خو خپلواکو سرچینو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

چارواکي د کندهار مسوولینو ته: دې ولایت کې پانګه وال پانګونې ته وهڅوئ

د کندهار ښار یوه څنډه

د سوداګرۍ او پانګونې خونې په کندهار کې د خونې له مسوولینو غوښتي چې پانګه وال وهڅوي څو په دې ولایت کې پانګونه وکړي.

په هغه خبرپاڼه کې چې تېر ماښام د دې خونې له خوا خپره شوې ده، راغلي دي چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند دا غوښتنه د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي د رئیس د معرفي کولو پر مهال وکړه.

ښاغلي مومند د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه د جنوبي حوزې او ان د سیمې په اقتصادي وده کې مهم او ګټوره وبلله او وېې ویل چې د سوداګرو ستونزې باید حل شي چې د هغوی لپاره په دې ولایت کې د سوداګریزې راکړې ورکړې زمینه برابره شي.

د صادراتو او وارداتو ستونزې، له بانکو د پیسو اخیستل او د ویزو اخیستل هغه ستونزې وې چې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسوولینو او کندهاري پانګه والو او سوداګرو له خوا ورته اشاره وشوه او د حل غوښتنه یې وشوه.

خبرپاڼه وايي، د ناستې په پای کې د ښاغلي مومند له خوا د کندهار سوداګرو او پانګه والو ته ډاډ ورکړل شو چې ستونزې به یې ژر حل شي.

طالبان: کنګلې پیسې د نظامیانو لپاره نه، افغانانو لپاره ازادې کړئ

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخُند

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخُند نن په لومړنۍ یو ورځنۍ اقتصادي غونډه کې له نړیوالې ټولنې او امریکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړي.

نوموړي په دې ناسته کې وویل چې کنګل شوې پیسې د نظامیانو لپاره نه، بلکې د افغانانو لپاره ازادې کړئ.

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا غوښتنه وکړه چې له افغانانو سره دې بشري مرستې وشي.

ملا محمد حسن اخند دغه شان وویل چې که اقتصادي پروګرامونه په افغانستان کې په سم ډول عملي شي، دا هېواد له اقتصادي اړخه په ځان بسیا کېدلای شي.

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم دې ناستې ته وویل چې د اقتصادي ستونزو حل د طالبانو د حکومت لومړیتوب دی او د اقتصادي ودې لپاره به د هېواد په کرنې، کانونو او بانکونو تمرکز وکړي.

نوموړي پانګه والو ته ډاډ ورکړ چې په سوداګریزو چارو کې به یې سیاسي مداخلې نه کېږي او کولی شي په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د کارګرانو سازمان: نیم میلیون افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي

ارشیف، جوزجان کې ځینې کارګران

د کارګرانو نړیوال سازمان ILO وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له نیم میلیون زیاتو افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو اړوند دا سازمان ټولو وګړو ته د معیاري او مناسب کار د برابرولو لپاره هڅه کوي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د خبر له مخې ILO په یو راپور کې چې نن خپور شو ویلي، دې بحران د افغانستان اقتصاد له پښو غورځولی او د کار مارکېټ یې زیانمن کړی دی.

راپور زیاتوي چې روان وضعیت په تېره د ښځو او هغو خلکو لپاره سخت دی چې په کروندو، دولتي ادارو او د عامه خدماتو او رغنیزو چارو په برخو کې یې کار کاوه ځکه دې خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او ډېرو یې خپلې تنخواه ګانې هم نه دي اخیستي.

د راپور له مخې په افغانستان کې ډېر شرکتونه په معلق حالت کې دي ځکه زرګونه افغانان هره ورځ له هېواده وځي.

د ILO د اټکل له مخې ښايي تر جون میاشتې پورې په افغانستان کې د ۷ لکو او نهو لکو ترمنځ دندې له لاسه ولاړې شي ځکه چې د کار فرصتونه له منځه تللي دي.

بدخشان کې واورو ښوئیدنې ۳ کسان وژلي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په بدخشان ولایت کې برفکوچ درې کسان وژلي دي.

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون شپه د راغستان ولسوالۍ په خمبیل او پطیر سیمو کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په پېښه کې پنځه نور کسان هم ټپیان شوي دي.

ښاغلی احمدي وايي چې د سیمې د اوسېدونکو او د طالبانو امنیتي ځواکونو د هڅو په نتیجه کې یو شمېر کسان چې تر واورو لاندې ټپیان شوي وو، هم ژغورل شوي او د ولسوالۍ کلینیک ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

باشلې: امنیت شورا دې افغانستان کې د بشري حقونو سرغړوونکو سره حساب وکړي

د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنره میشل باشلې

د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنره د دې سازمان له امنیت شورا غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو له سرغړوونکو- په تېره له هغو کسانو سره چې د ښځو او ماشومانو حقوق تر پښو لاندې کوي، حساب کتاب وکړي.

میشل باشلې Michelle Bachelet دا څرګندونې پرون سې شنبه (د مرغومي ۲۸مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغې ځانګړې غونډې ته وکړې چې د ناروې په بلنه د ښځو پر وړاندې د تشدد په اړه د بحث لپاره جوړه شوې وه.

هغې یادونه وکړه چې د ښځو او نجونو بنسټیزو حقونو ته نه پاملرنې، د افغانستان اقتصاد ته سخت زیان اړولی، په داسې حال کې چې دا هېواد له یوه بې ساري بشري بحران سره لاس ګرېوان دی.

مېرمن باشلې زیاته کړه چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بشري حقونو فعالانې، ژورنالېستانې، مدافع وکیلانې او قاضیانې له پرله پسې ګواښونو وروسته یا له هېواده وتلو ته اړې شوي دي او یا پټې ګرځي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لویې کمېشنرې له امنیت شورا وغوښتل چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د سمون د دفتر یا یوناما په تشکیل کې د بشري حقونو یوه ځواکمنه څانګه رامنځته کړي.

تر ۱۹ کلونو کم عمره افغان کرکټ لوبغاړو پاپوا نیوګیني ته ماته ورکړه

د افغانستان یو کرکټ لوبغاړی

تر نولس کلونو کم عمره افغان کرکټ لوبغاړو په نړیوال جام کې پرون سې شنبه (د مرغومي ۲۸مه) ناوخته پاپوا نیوګیني لوبډلې ته د یو سل او پنځه دیرش منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک د دې لوبې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان نولس کلنو څخه کم عمره لوبډلې د نړیوال جام سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې پاپو نیوګیني لوبډلې ته ستر توپیر ماتې ورکړه او انشاالله په را روانو لوبو کې به هم د افغانستان لپاره د پام وړ لاسته راړونې ولري تر دې وروسته له پاکستان او زیمبابوې سره خپلې لوبې ترسره کوي."

افغان لوبډله به سبا له پاکستان سره او د شنبې په ورځ له زیمبابوې سره مسابقه وکړي.

د یو ورځنیو لوبو دا نړیوال جام په ویسټ انډیز کې د جنوري په ۱۴مه پیل شو چې د فبروري تر پنځمې دوام کوي.

طالبان:مرستندویه موسسې دې د بادغیس له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي

بادغیس کې د زلزلې له امله یو کار ویجاړ شوی

طالبانو له مرستندویه موسسو وغوښتل چې د بادغیس له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي. په ورته وخت کې طالبان وایي چې دوی هم له دې کسانو سره مرستې کړي دي.

په بادغیس کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي باز محمد سروري ازادي راډیو ته وویل: "د شهیدانو له کورنیو سره پنځوس زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه او کوم کسان چې ټپیان شوي دي له هغوی سره پنځه ویشت زره افغانۍ مرسته وشوه."

په بادغیس کې د د دوشنبې په ماسپښین دوه ځله زلزله وشوه چې د ملګرو ملتونو په وینا تر اوسه شپږ ویشت کسان د دې زلزلې له امله مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې دې زلزلې په بادغیس کې تر زرو ډېر کورونه ویجاړ کړي یا یوه برخه تخریب کړي دي.

باختر اژانس: معید یوسف به راتلونکې چهارشنبه کابل ته راشي

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف

باختر اژانس د پاکستان د سفارت په وینا خبر ورکوي چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار به راتلونکې اوونۍ چهارشنبې کابل ته سفر وکړي.

ټاکل شوې وه چې د معید یوسف په مشرۍ پلاوی پرون کابل ته تللی وای، خو دا سفر وځنډېده. د باختر اژانس په وینا د هوا د خرابوالي له کبله دا سفر ځنډیدلی دی.

پاکستاني چارواکي وایي چې د دوی پلاوی به د طالبانو له چارواکو سره د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اقتصادي، تجارتي او سرحدي موضوعاتو خبرې وکړي.

د اګسټ له پنځلسمې را وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، معید یوسف یو ځل مخکې هم کابل ته سفر کړی و.

په بادغیس کې زلزلې؛ ملګري ملتونه وایي ۲۶ کسان وژل شوي

په بادغیس کې زلزلې

ملګري ملتونه په بادغیس کې د دوو زلزلو د قربانیانو شمیر۲۶ ښیي او وایي، زلزله ځپلي خوراکي موادو او سرپناه ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې دغو زلزلو په درېیو کلو کې شااوخوا اته سوه کورونه ویجاړ کړي او د لومړنیو راپورونو له مخې زیانمن شوي خلک، خوراکي موادو، سرپناه، غیرخوراکي موادو په تېره د ګرمولو وسایلو ته عاجله اړتیا لري.

په بیان کې ویل شوي چې په سیمه کې له خټو او خښتو جوړ په سلګونو کورونه چې زلزلې ویجاړ کړي، له مخکې وروستیو سختو ورښتونو ډېر زیانمن کړي و.

په عین حال کې طالب چارواکو ویلي چې ژغورونکو په هغو کسانو پسې د لټون هڅې پیل کړي چې کېدای شي د نړېدلو کورونو ترخاورو خښتو لاندې تراوسه ژوندي پاتې وي.

دغو زلزلو تر ټولو ډېر زیانونو د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې خلکو ته رسولي دي.

د امریکا د جیولوژۍ د سروې مرکز د یوې زلزلې چې پرون سهار وختي شوې، د قدرت اندازه د ریښتر په کچه ۵،۳ او د بلې یوې چې څوساعته وروسته شوې، ۴،۹ ثبت کړې ده.

یوې زلزلې د بادغیس د مرکز قلعه نو ختیځ په ۴۱ کیلومترۍ او بلې په جنوب ختېځ پنځوس کیلومترۍ کې سیمې لړزولي دي.

طالبان:هرات کې یو موټر چلوونکی وژل شوی خو درمل پلورونکی 'سهواً' لګېدلی

د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت

په هرات کې د طالبانو د حکومت یو چارواکی د یوه موټر چلونکي چې د هغه په وینا د درېدو امر ته یې پاملرنه نه وه کړې او غوښتل یې خپل موټر پر طالب ساتونکو ور ولي، د وژلو خبرې ورکوي.

په هرات کې د طالبانو د استخباراتو د ادارې ویاند ثابت هروي ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې چې تېر ماښام د هرات په جبرییل سیمه کې رامنځته شوه، د طالب ساتونکو په ډزو یو درمل پلورونکی هم سهواً وژل شوی دی.

هروي زیاته کړه: "مجاهدین د تلاشۍ پر ځای کې ولاړ و چې یو سراچه ډوله موټر راځي او له تلاشۍ سره نه دریږي. ډریور یې ان غوښتل چې پر خپل موټر مجاهدین له لارې لېرې کړي. مجاهدین پر هغه ډزې کوي، د سراچه موټر چلونکي وژل کېږي او په هغو مرمیو کې چې په یوه درمل پلورنځي لګېږي، په خواشینۍ سره په داخل کې یې یو درمل پلورنکی هم وژل کېږي."

ښاغلي هروي د وژل شوېو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې تېره اوونۍ د کابل په لویدیځ کې هم ورته یوه پېښه رامنځته شوې وه.

د زینب په نوم د دې پېښې د قرباني خور فاطمه ویلي، که څه هم اوښي د طالبانو امر پر ځای کړی او له تلاشۍ سره یې موټر درولی و، خو وروسته چې حرکت کې طالبان پرې ډزې کوي او خور یې وژله کېږي.

خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې د دغۍ کورنۍ دغه ادعا رد کړې ده.

ژغورونکي هڅې کوي چې بادغیس کې زلزله ځپلي وباسي

ارشیف، شوې زلزله

ژغورونکو په بادغیس کې په هغو کسانو پسې د لټون هڅې پیل کړي چې کیدای شي په دې ولایت کې د وروستیو زلزلو له امله تراوسه ژوندي پاتې وي.

پرون ترکمنستان پولې ته نژدې په دې غرني ولایت کې د دوو زلزلو له امله د لږ تر لږه ۲۶ کسانو د مړه کیدو او په سلګونو کورونو د ویجاړیدو راپورونه ورکړل شول.

د امریکا د جیولوژۍ د سروې مرکز د یوې زلزلې چې پرون سهار وختي شوې، د قدرت اندازه د ریښترپه کچه ۵،۳ او د بلې یوې چې څو ساعته وروسته شوې، ۴،۹ ثبت کړې ده.

یوې زلزلې د بادغیس د مرکز قلعه نو ختیځ په ۴۱ کیلومترۍ او بلې په جنوب ختیځ پنځوس کیلومترۍ کې سیمې لړزولي دي.

د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه رسیدلي دي.

د بادغیس لپاره د طالبانو د والي ویاند باز محمد سروري په یوه بیان کې ویلي چې زلزلې د اوو سوو نه تر زرو پورې کورونه ویجاړ کړي دي. د هغه په وینا ښایي د مړو شمېر زیات شي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وویل، ژغورنکي د نړیدلو کورونو تر خاور خښتو لاندې احتمالي ژوندي پاتې شوي کسان لټوي.

چارواکو ویلي، یو شمېر کسانو د خپلو کورونو د چتونو د راپریوتو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په بادغیس کې چې د افغانستان له بې وزلو او وروسته پاتې ولایتونو ګڼل کیږي، له دې مخکې هم څو زلزلې شوي چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

افغان سوداګر: ۵ میاشتو کې ۵۸ زره او ۹۳۲ جلده قره قل پوستکي صادر شوي

د قره قل پوستکي

د افغانستان د قره قل پوستکي اداره وايي، په تېرو پنځو میاشتو کې یې ۵۸ زره و ۹۳۲ جلده قره قل پوستکي له هېواده بهر صادر کړي دي.

د افغانستان د قره قل پوستکي ادارې مدیر محمد عارف نن سې شنبه (د مرغومي ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل، یاده اندازه د قره قل پوستکي د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د ایران له لارې فنلنډ ته صادر شوي دي.

ښاغلی عارف وايي چې په افغانستان کې د مالي کال له پیل راهیسې دوی یو لک و څلور زره جلده د قره قل پوستکي روسیي او د منځنی اسیا هېوادونو ته صادر کړي دي.

د نوموړي په خبره د قره قل اداره هڅه کوي چې په راتلونکي کال کې نورو هېوادونو ته هم قره قل پوستکي صادر کړي.

صرافان: د ۵ میاشتو په تیرېدو لاهم زموږ بانکي ستونزې نه دي حل شوي

بانک ته ولاړ خلک

د افغانستان د صرافانو ټولنه وایي، د پنځو میاشتو په تیرېدو سره لا هم د صرافانو بانکي ستونزې نه دي حل شوي.

د افغانستان د صرافانو ټولنې مرستیال حاجي دادګل نن سې شنبه (د مرغومي ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د پخوا پرتله په افغانستان کې پولي معاملې یو څه ښې شوي، خو لا هم صرافان نه شي کولای چې له بانکه ډېرې پیسې واخلي.

ښاغلی دادګل وایي، اوس مهال هغه صرافان چې انفرادي حسابونه لري، کولی شي په اوونۍ کې۴۰۰ ډالر او یا ۳۰ زره افغانۍ له بانکه واخلي او دغه شان د صرافۍ شرکتونه کولی شي په اوونۍ کې د خپل ډالري حساب پنځه سلنه او له افغاني حساب هم پنځه سلنه پیسې راوباسي.

د نوموړي په خبره دوی څو ځلي یاده ستونزه له افغانستان بانک سره شریکه کړې او د یاد بانک چارواکو یي په نژدې راتلونکي کې د حل ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته د بانکونو او شهزاده سرای فعالیت د څه مودې لپاره ځڼډیدلی و.

د روغتیا سازمان: هیله لرو افغانستان کې د پولیو د ناروغۍ ټغر ټول شي

ارشیف، یوه ماشوم ته د پولیو واکسین کیږي.

د روغتیا د نړیوال سازمان چارواکي هیله من دي چې سږکال به په افغانستان کې د کم عمره ماشومانو لپاره د پولیو واکسین د څو کمپاینونو په ترسره کولو سره د دغې ناروغۍ ټغر له دې هېواده ټول کړي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یونېسف ویلي چې د پولیو پر ضد د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د واکسین د کمپاین په ترڅ کې به چې پرون دوشنبې پیل شوی او څلور ورځې دوام کوي، په دې هېواد کې له پنځو کلونو کم عمره نهه میلیونه او نهه سوه زره ماشومان واکسین شي.

د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان استازې ډاپینګ لاو ویلي، دا به د دوی لپاره یو ښه فرصت وي چې له افغانستانه د پولیو ناروغۍ ورکه کړي.

هغه ویلي چې روان کال پنځه د واکسین کمپاینونه پلان شوي او دوی هیله من دي چې د وروستي کمپاین په ترسره کولو سره به په دې هېواد کې پولیو صفر ته ورسوي.

د افغانستان لپاره د یونیسف استازې الیس اکونګا وویل، دا اداره دې ژمنه ده چې ټول ماشومان د پولیو او نورو د مخنیوي وړ ناروغیو پر وړاندې واکسین کړي.هغې ویلي چې روان کال به هڅې زیاتې کړي، څو د پولیو ناروغي د تل لپاره ورکه کړي.

تېر کال په افغانستان کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوي دي. یوه په غزني او درې په کندز ولایتونو کې. افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه چې تراوسه په کې پولیو خپره ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG