د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۴۷

خبرونه

د امریکا بې پیلوته الوتکې په شمالي وزیرستان کې ۵ وسله وال وژلي

پاکستاني چارواکي وايي په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو په یوه ودانۍ د بې پیلوټه الوتکو په برید کې پنځه مشکوک وسله وال وژل شوي. دوی وايي، په دوی کې د ازبک وسلوالو یو قومندان هم شامل دی. په دې برید کې درې تنه نور ټپیان شوې هم دي.

پاکستاني امنیتي چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي؛ یوې بې پیلوټه امریکايي الوتکې د وزیرستان په شوال سیمه کې د وسله والو د رزونې په مرکز دوه توغندي ویشتي دي.

استخباراتي چارواکو ویلي، پنځه واړه وژل شوي وسلوال ازبکان وو او د درې تنو ټپیانو هویت لا څرګند نه دی.

پاکستاني ځواکونو د امریکا د پرلپسې غوښتنو وروسته په وزیر ستان کې د وسلوالو خلاف عملیات پیل کړي او ادعا کوي چې په دې عملیاتو کې یې تر زرو زیات وسلوال تر اوسه له منځه وړي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ناروې: طالبانو ته مشخصې غوښتنې وړاندې کوو او ګورو چې منل کېږي که نه؟

په ناروې کې د طالبانو او بهرنیو استازو ترمنځ خبرې

ناروې وایي، طالبانو ته به مشخصې غوښتنې وړاندې کړي او وبه ګوري چې ایا طالبان یې عملي کوي، که نه؟

دا خبره په بهرنیو چارو کې د ناروې د دولت وزیرې ینریک تون نن د ناروې خبري اژانس اNTB ته کړې او ویلي دې چې دا د یوې بې پایه پروسې پیل نه دی.

نوموړي دغه څرګندونې نن مخکې له دې چې د ناروې د پلاوي په ترکیب کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ له پلاوي سره خبرې ترسره کړي، وکړې.

د ناروې د خبري اژانس د راپور له مخې له طالبانو بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او اقلیتونو حقونو ته درناوی چې زده کړې او روغتیایي خدمتونو، دکار کولو او ازاد تګ راتګ ته د لاسرسي غوښتنې شاملې دي.

په دغو غوښتنو کې دا غوښتنه هم شامله ده چې بشري مرستې به مستقیماً افغانانو ته رسول کېږي.

د ناروې د پلازمېنې اوسلو په دغه درې ورځنۍ غونډه کې چې نن یې وروستۍ ورځ ده، د طالبانو پلاوي، د لوېدیځو هېوادونو استازیو او د ښځو په ګډون د افغاني ټولنې مختلفو قشرونه ګډون کړی دی.

د ٢٠٢٢کال د لامبو وهنې نړیوالې سیالۍ یو ځل بیا وځنډول شوې

ارشیف؛ د لامبو وهنې سیالۍ

د ٢٠٢٢کال د لامبو وهنې نړیوالې سیالۍ یو ځل بیا وځنډول شوې.

ټاکل شوې وه د لامبو وهنې نړیوالې سیالۍ د روان د ۲۰۲۲کال په مې میاشت کې د جاپان په فوکویوکا ښار کې ترسره شي، خو د المپیک نړیوالې کمیټۍ اعلان کړی چې د کرونا ویروس له امله د رامنځته شویو محدودیتونو په پار دغه سیالۍ راتلونکي میلادي کال ته ځنډوي.

د المپیک نړیوالې کمیټی دغه پریکړه د جاپان د ورزشي ادارو د مسؤلینو په لارښونه کړې.

ټاکل شوې چې د لامبو وهنې نړیوالې سیالۍ د ۲۰۲۳کال د جولای په میاشت کې د جاپان په فوکویوکا ښار کې ترسره شي.

د لامبو وهنې نړیوالیو سیالیو اصلي نېټه ۲۰۲۱ کال و خو هغه مهال هم د کرونا ویروس د ډېر خپریدو ویرې ۲۰۲۲ میلادي کال ته ځنډول شوې وې.

په خوست کې 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' لسګونو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړه

خوست کې د نغدو پیسو وېش

د جنوري په ۲۵مه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لويې کمېشنری UNHCR له خوا په خوست کې پر نږدې درې سوه غریبو کورنیو باندې د ژمنیو توکو د رانیولو په خاطر نغدي مرستې ووېشل شوې.

د مسوولانو په وینا، یادې کورنۍ د سپېرې او تڼیو ولسوالیو همدارنګه د مرکز اړوند سیمو څخه انتخاب شوې او هرې کورنۍ ته ۲۶۵ امریکايي ډالر په نغدي ډول ورکول شول.

د خوست په ولایت مقام کې 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' همکار محمدایوب اندیال د یادو مرستو په باب ازادي راډیو ته وویل، په راتلونکې کې به هم په ورته توګه بې وزلو کورنیو باندې نغدي مرستې ووېشل شي.

نوموړي زیاته کړه: "په خوست ولایت کې د 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' په مالي ملاتړ ډېرو اړمنو کورنیو ته د ژمنیو توکو په خاطر مرسته ویشل کېږي چې هرې کورنۍ ته به ۲۶۵ ډالر ورکړل شي، د مرستو دا لړۍ به نورو کورنیو ته هم وغځیږي، په دې سره به هغه اړمنې کورنۍ چې په روان ژمي کې د سختو مشکلاتو سره مخامخ دي، د دوی ستونزې به تر یو څه سرحده راکمې کړای شي. "

هغو ښځو او نارینه وو چې د 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' له خوا يې نغدي مرستې ترلاسه کړې، خوښي څرګندوله او غوښتنه يې کوله چې دوی سره دې ورته نورې مرستې هم وشي.

په دې وروستیو کې د مرستو په وېش کې د شفافیت پر بهیر نیوکې کېږي او ویل کېږي چې مرستې اصلي مستحقینو ته نه رسیږي.

د خوست د اقتصاد رئیس شهزاده پیر وايي، ولایتي اداره شفافیت ته ژمنه ده او د همدې په خاطر يې یو لس کسیزه هیات ګمارلی دی.

همداراز د کاروان خیریه بنسټ له خوا د بهر مېشتو خوستوالو په مالي ملاتړ پر سلو بې وزلو او غریبو کورنیو باندې د خوراکي توکو بستې ووېشل شوې.

د کاروان د خیریه بنسټ مشر بادشاه ولي کاروان په هره بسته کې د ۶۲۵۰ افغانیو په ارزښت د پوښاک او خوراک توکي په کې دي او له دې مخکې هم یاد بنسټ د سلو نورو کورنیو سره ورته مرسته کړې وه.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو را وروسته په دغه هېواد کې لوږه، بې کاري او اقتصادي ستونزي ډیرې شوي او نړیوالې ټولنې هم دې ناوړه وضعیت ته په کتو له افغانانو سره بشري مرستې پیل کړي، خو د شویو مرستو اندازه لږه بلل شوې ده.

یو پاکستانی خبریال حسین شاه لاهور ښار کې په ډزو ووژل شو

ارشیف،

یو پاکستانی خبریال حسین شاه چې له یوه سیمه ییز ټلوېزیون سره یې کار کاوه تېره شپه د پاکستان په لاهور ښار کې په ډزو ووژل شو.

پولیسو وویل، دوه وسله وال چې پر یوه موټر سایکل سپاره و، پر حسین شاه د لاهور پرېس کلب ته نژدې ډزې وکړې او د پېښې له ځایه وتښتېدل.

د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي صفدر رضا کاظمي وویل، په دې اړه چې نوموړی د چا له خوا وژل شوی؟ څېړنه کوي.

تراوسه چا یا کومې ډلې د هغه د وژلو مسولیت نه دی اخیستی.

د حسین شاه له وژل کېدو وروسته یو شمېر قهر وړو خبریالانو په لاهور کې لاریون وکړ، د هغه وژل یې وغندل او د عاملانو د نیولو غوښتنه یې وکړه.

د پاکستان د خبریالانو ټولنې په ټول هېواد کې د مظاهرو غوښتنه کړې ده.

په پاکستان کې خبریالان له ډېرې مودې راهیسې په حملو کې په نښه شوي.

دا هېواد د خبریالانو د خوندیتوب د نړیوالې کمېټې او د نړیوال معافیت انډېکس له خوا په نړۍ کې نهم هېواد بلل شوی چې په کې په منظم ډول خبریالان وژل کېږي او قاتلان یې ازاد ګرځي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم وروستۍ لوبه له هالنډ سره روانه ده

افغان کرکټ لوبډله

د کرکټ د نړیوالو سیالیو په ترڅ کې نن سې شنبه(د سلواغې ۵مه) د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم وروستۍ لوبه له هالنډ سره روانه ده.

دغه لوبه چې د قطر د پلازمېنې دوحې په لوبغالي کې د افغانستان له خوا په بیټنګ سره پیل شوې، تر اوسه یې په نهو اورونو کې کې ۲۲ منډې کړي او هېڅ یو لوبغاړی نه دی سوځیدلی.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک، د لوبو دغه لړۍ چې ټیمونه مستقیماً د کرکټ نړیوال جام لوبو ته لاره مومي، مهمه بولي: "تر اوسه افغانستان د نړیوال جام سیالیو په جدول کې شپږم مقام ته پورته شوی او په ټوله کې افغانستان تراوسه پنځه لوبې یې ترسره کړي دي چې تر دې وروسته به نورې لوبې هم ولري."

ښاغلي هوتک هیله وښوده چې نننۍ لوبه به هم ښه نتیجه ولري.

افغانستان له دې مخکې په نړیوالو سوپرلیګ سیالیو کې د هالنډ له ټیم سره دوه لوبې ترسره کړې وې چې لومړۍ یې د ۳۶ منډو او دوهمه یې د ۴۸ منډو په توپیر له دې ټیم څخه ګټلې وې.

سبا چهارشنبه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت غږیږي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سبا چهارشنبې (د سلواغې ۶مه) د افغانستان د روان وضعیت په اړه غونډه وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا غونډه به د افغانستان پر وخت د ماښام ۷نیمې بجې پیل شي. رسنۍ هم کولی شي چې دغه غونډه په ژوندۍ بڼه تعقیب کړي.

یوناما ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز او د ناروې د بهرنیو چارو وزیره انیکین هویتفیلډ به هم د امنیت شورا دې غونډې ته معلومات وړاندې کړي.

ناروې چې د افغانستان په اړه د یکشنبې له ورځې راهیسې د درې ورځنۍ غونډې کوربه دی، په اوس وخت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي مشري په غاړه لري.

دې غونډې ته د طالبانو د حکومت یوپلاوی، د لویدیځو هېوادونو استازي او د ښځو په ګډون د افغاني ټولنې مختلف قشرونه وربلل شوي دي.

د کلیو او کرنې د پراختیا موسسه: لغمان کې د بېرو ۳لکه ونې کینول کیږي

د افغانستان په نقشه کې د لغمان ولایت

د کلیو او کرنې د پراختیا موسسې په لغمان ولایت کې خپل فعالیت له سره پیل کړ.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مستعین عمري نن سې شنبه (د سلواغې ۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې د یادې موسسې د فعالیت په پیل سره به په لغمان ولایت کې د بېرو درې لکه ونې کېنول شي.

د ښاغلي عمري په خبره، د کلیو او کرنې د پراختیا موسسه به سږکال د 'WFP' موسسې په مرسته به لغمان ولایت کې د بېرو د ونو شته ځنګلونه هم بیاورغوي.

د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د دغو ځنګلونو په بیارغېدو سره به ۵۲۲ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د بېرو ونې د اقلیمي ګټو ترڅنګ، اقتصادي ګټې هم لري او د شاتو مچیو د روزلو لپاره مناسبې بلل شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د انارو صادرات راکم شوي

ارشیف، د کندهار انار

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه بهر ته د انارو صادراتو د را کمېدو خبر ورکوي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل رییس عبدالباقي نن سې شنبه (د سلواغې ۵مه) ازادي راډیو ته وویل، د روان لمریز کال په ۹ میاشتو کې یوازې ۶۹۸ ټنه انار بهر ته صادر شوي، په داسې حال کې چې تېرکال دا اندازه ۳۴ زره و ۴۰۸ ټنه وه.

د ښاغلي باقي په وینا، د ټرانزیټي لارو د تړل کېدو او دغه شان د هوایي دهلیز له لارې د صادراتو بندېدل د دې لامل شوه چې د کندهار ولایت ډېر انار له منځه لاړ شي چې بڼوالو ته یې لوی اقتصادي زیانونه اړولي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې د دغه چارواکي په خبره، د اقتصادي ستونزو له امله سږکال د کندهار انارو کورنی بازار هم سوړ وو.

ښاغلی باقي وایي، تېر کال دوی دوبۍ، هند، پاکستان او ایران ته انار صادر کړي و، خو سږ کال یوازې هند او پاکستان ته صادر شوي دي.

بایډن: امریکا او اروپا اوکراین کې د روسیې پر وړاندې موافقې ته رسیدلي

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، متحده ایالاتونه او اروپایي متحدان یې د اوکراین پولې ته نژدې د روسیې د "پوځي ګواښ" پر وړاندې بشپړې موافقې ته رسیدلي دي.

بایډن دا څرګندونې پرون له اروپایي متحدانو سره تر ویډیویي غونډې وروسته خبریالانو ته وکړې.

د بریتانیا صدر اعظم بورېس جانسن هم د امریکا، ایټالیا، پولنډ، فرانسې، جرمني او دغه راز اروپایي شورا، اروپایي کمېسیون او ناټو له چارواکو سره تر لیدو کتو وروسته ورته څرګندونې کړي دي.

دغو لویدیځو هېوادونو هوکړه کړې چې که پر اوکراین د روسیې د یرغل امکانات ډېریږي، دوی به غچ اخیستونکې لارې چارې سنجوي چې دې اقداماتو کې د بندیزونو یوه مجموعه هم شامله ده.

له دې وړاندې د ناټو غړو هېوادونو ویلي چې ختیځه اروپا کې یې ځواکونه د تیار سی حالت کې دي.

ریچارد نیفیو د هغو مرکچیانو له ډلې ووت چې ایران سره اټمي تړون ارزوي

ریچارد نیفیو

د تهران لپاره د امریکا یو لوړپوړی استازی د هغو مرکچیانو له ډلې ووت چې له ایران سره اټمي تړون ارزوي.

ریچارد نیفیو داسې حال کې له دې ډلې ووځي چې د دغه تړون بیا ژوندي کېدو ته هڅې ګړندۍ شوي، خو مرکچیان یې د نظر اختلاف لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د ازادې اروپا/ازادي راډیو ته ویلي چې ریچارد له دې وروسته د ایران لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیال نه دی.

دغه وزارت د خپل دې اقدام لامل څرګند نه کړ، خو والسټریټ ژورنال ویلي، ریچارد نیفیو له نورو امریکایي مرکچیانو سره د ایران د اټمي تړون په اړه د نظر اختلاف درلود.

د ایران او د نړۍ د سترو قدرتونو، چین، فرانسې، بریتانیا، روسیې او جرمني ترمنځ د اترېش په پلازمېنه ویانا کې د ایران د اټمي تړون د بیا فعالولو په اړه خبرې روانې دي، خو د پام وړ پرمختګ نه تر سترګو کیږي.

یونېسف: اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

د کابل اندراګاندي روغتون

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې صندوق، یونېسف یوه چارواکي د کابل په اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو او روغتیا پالانو وضعیت ډېر د اندېښنې وړباله.

د دې ادارې د ارتباطاتو مسول پراوران مهات چې له دغه روغتونه یې کتنه کړې د یونېسف پر ټویټر پاڼه په یوه ویډیویې پیغام کې له ټولو لورو وغوښتل چې په افغانستان کې پر خوار ځواکۍ او نورو ناروغیو د اخته ماشومانو د ملاتړ لپاره زیاتې مرستې وکړي.

دی وايي: "یونېسف اټکل کوي چې له عاجل اقدام پرته به روان کال له یو میلیون زیات ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي. د دې لپاره موږ، یونېسف له خپلو هېوادونو، شریکانو او نورو مرستندویانو غواړو چې افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ له هڅو سره یوځای شي. دوی مرستې ته اړتیا لري. دوې دغې مرستې ته اوس اړتیا لري."

ښاغلي مهات زیاته کړه، ده ولیدل چې د اندارګاندي په روغتون کې روغتیاپالان تر ډېره فشار لاندې وو او میندې خپلو خوارځواکو او پر نورو ناروغیو اخته ماشومانو ته ډېرې اندېښمنې وې.

د ماشومانو د ملاتړ یوې بلې ادارې سیف دې چلډرن تېره اوونۍ په یوه راپور کې ورته خبرداری ورکړ او ویې ویل چې که له افغانستان سره زیاتې مرستې ونه شي نو په دې هېواد کې به شااوخوا ۱۴ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ شي.

براون افغانستان سره د مرستو لپاره د یو کمپاین په پیلېدو کې مرسته کړې

د بریتانیا پخوانی صدراعظم ګورډن براون

د بریتانیا پخواني صدراعظم ګورډن براون له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د یو کمپاین په پیلېدو کې مرسته کړې چې پر اساس یې د بریتانیا حکومت هڅوي چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره د بسپنې راټولولو یو بېړنۍ نړیوال کنفرانس را وبولي.

د مارنینګ سټار ورځپاڼې د راپور له مخې ښاغلي براون خبرداری ورکړی چې په راتلونکو میاشتو کې به پنځه میلیونه ماشومان او څلور میلیونه لویان په افغانستان کې د خطرناکې سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ شي او د دې هېواد ۲۳ میلیونه وګړي هم له قحطۍ سره.

په دغه کمپاین کې له خلکو غوښتنه شوې چې د افغانانو د ژوند ژغورلو د اقدام لپاره خپل غږ اوچت کړي.

ښاغلي بروان د نړۍ له ۴۰ هېوادونو چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ایتلاف کې شامل و، غوښتي چې د هغو څه باندې څلور میلیارډه ډالرو مرستې د تامین مساله یقیني کړي چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې له قحطۍ څخه د میلیونونو افغانانو د ژغورلو لپاره غوښتي دي.

د بریتانیا پخواني صدراعظم ټینګار کړی چې هېوادونو ته اوس په کار ده چې له سولې سره مرسته وکړي.

د تېرکال د اګسټ له ۱۵مې راهیسې چې طالبانو کابل نیولی او نړیوال ځواکونه له افغانستانه وتلي، دا هېواد که له یوې خوا نسبتاً امن شوی خو په میلیونونو وګړي یې له سختو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخامخ دي.

د کابل هوايي ډګر په اړه ترکیه او قطر طالبانو سره مقدماتي هوکړې ته رسیدلي

د کابل هوايي ډګر

ترکیه او قطر د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د کابل د نړیوال هوایي ډګر د امنیت په اړه یوې مقدماتي هوکړې ته رسیدلي دي.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې دا خبره ډپلوماټیکو سرچینو چې له طالبانو سره په خبرو کې ښکېل دي، کړې ده.

د دغو سرچینو په حواله ویل شوي چې انقره او دوحه د کابل د نړیوال هوایي ډګر د امنیتي چوکاټ په اړه موافقې ته رسیدلي، خو د مالي تمویل په ګډون پر یو لړ نورو مسالو خبرې لا روانې دي.

یوې ډپلوماټیکې سرچینې د خپل هویت پټ ساتلو په شرط په انقره کې رسنیو ته ویلي چې له طالبانو تمه ده دا ده چې د کابل د هوایي ډګر شااوخوا او د هغوی چې دننه امنیتي چارې به سمبالوي، امنیت یقیني کړي. هغه موضوع چې ویل کېدل طالبانو ورسره مخالفت کاوه.

د راپور له مخې د قطر دولتي خبري اژانس ویلي، د طالبانو د حکومت یوپلاوی به راتلونکې اوونۍ دوحې ته لاړ شي چې د کابل د هوایي ډګر د فعالیت او د چارو د تنظیم په اړه یې له قطر او ترکیې سره خبري بشپړې کړي.

د طالبانو د حکومت چارواکو د دغه نوي پرمختګ په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې ویلي و چې د کابل په ګډون د افغانستان د پنځو هوایي ډګرونو د فعالولو په اړه له قطر او ترکیې سره په خبرو بوخت دي.

طالبان: نن مازدېګر د کابل – جلال اباد لویه لار تړل کېږي

د کابل - جلال اباد لویه لار د ماهیپر سیمه

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت نن مازدېګر د کابل – جلال اباد د لویې لارې د بندېدو خبر ورکوي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن سې شنبه (د سلواغې ۵مه) به دغه لاره په سروبي سیمه کې د غرونو په بیړنو څوکو کې د کار کولو له امله د مازدېګر له څلورو بجو د ټرافیکو پرمخ وتړل شي.

د ټولګټو وزارت له ټولو مسافرو غوښتنه کوي چې پر دغه لاره دې تر بلې خبرتیا پورې له سفر کولو ډډه وکړي.

ایران: امریکا سره په دې شرط خبرو ته تیار یم چې ښه موافقه ترلاسه شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان

ایران وایي، د ۲۰۱۵م زیږدیز کال اټمي موافقې د را ژوندي کولو لپاره د امریکا له متحدو ایالاتونو سره مخامخ خبرو ته په دې شرط تیار دی چې یوه ښه موافقه ترلاسه شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان پرون دوشنبې (د سلواغې ۴مه) په تهران کې په یوه خبري غونډه کې هغه راپورونه چې وایي، حکومت یې د اروپا په منځګړیتوب له امریکا سره خبرو ته اماده شوی، رد کړل.

عبداللهیان زیاته کړه: "که د خبرو په جریان کې دې مرحلې ته ورسېږو چې یوې ښې او له لوړو تضمینونو سره یوې موافقې ته د رسېدو لپاره اړتیاوې چې په یوه سطحه له امریکایانو سره خبرې وکړو، د بندیزونو د لېرې کولو لپاره د خبرو په کاري چوکاټ کې به دا مساله له پامه ونه غورځوو."

د ایران او د نړۍ د سترو قدرتونو، چین، فرانسې، بریتانیا، روسیې او جرمني ترمنځ د اتریش په پلازمېنه ویانا کې روانې خبرې د تیر کال په جون میاشتې کې پیل شوې وي، خو وروسته له هغې چې په دې کال کې تُندلاری ابراهیم ریسي د ولسمشرۍ انتخابات وګټل، په ټپه دریدلې وې.

واشنګټن په دغو خبرو کې په غیر مستقم ډول ګډون کړی خو ویل کېږي چې ایراني او امریکایي مرکچیانو د اروپایانو په منځګړیتوب خبرې مخ ته وړې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG