د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۲۸

کوټه: د انتحاري حمله کوونکي په ګډون غبرګو چاودنو پنځه تنه وژلي


پرون په کوټه کې دوې چاودنې شوې، چې د پوليسو په وينا يوه په کې ځان وژونکې حمله وه او په نتيجه کې يې د دوو ښځو په شمول پينځه تنه وژل شوي او شاوخوا دېرش تنه پکې ټپيان شوي دي.

وژل شوي او ټپيان اکثر هزاره توکمه شيعه مسلمانان دي. د چاودنو مسووليت کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى.

د شنبې په ورځ په کوټه کې د څو ساعتونو په فاصله يو په بل پسې دوو چاودنو لسګونو کورنيو ته تر لوى اختر يوه ورځ مخکې لا بدمرغۍ راوړې.

لومړې چاودنه د کوټې ښار لوېديځ لور ته پر سپني سړک د يوه پوليس مشر موټر ته نيژدې وشوه، خو پوليس مشر ته پکې کوم زيان ونه رسېد. د پوليسو په وينا ناڅرګندو کسانو د سړک له غاړې په ولاړ موټر کې- چې له مېوو ډک وو- چاودېدونکي مواد ځاى پر ځاى شوي وو، چې د پښتون اباد سيمې د يوه پوليس افسر د موټر له ور رسېدو سره يې چاودنه وکړه او د يوه ماشوم په شمول يې اووه تنه ټپيان کړل.

دويمه چاودنه ماخوستن د اتو بجو په شاوخوا کې بيا هم د کوټې ښار لوېديځ لور ته په هزاره ټاون نومي ځاى کې پر (علي اباد) څلورلاره باندې په داسې وخت کې وشوه، چې ګڼ شمېر نارينه، ښځې او ماشومان د اختر په سوداوو بوخت وو.

د کوټې د پوليسو مشر عبدالرزاق چېمه رسنيو ته وويل، چې يوه تن په ځان پسې چاودېدونکي مواد تړلي وو او په دې بازار کې يې ځان ته انفجار ورکړى دى، چې وايي په نتيجه کې يې د دوو مېرمنو په ګډون پينځه تنه و وژل شول او شل تنه پکې ټپيان شول.

د بلوچستان د اطلاعاتو ايالتي وزير عبدالرحيم زيارتوال د پرونيو دواړو چاودنو په اړه ازادي راډيو ته وويل، چې امنيتي ادارو د اختر په مناسبت ټينګ امنيت هم نيولى، خو وايي د ځانوژونکي مخه نيول ګران کار دى:

"کوټې ښار ته موږ ډېر لوى امن ورکړى وو او د هزاره وو چې کوم مرګونه وو له تېر يوه کاله مو بېخي په ټپه درولي وو، نو موږ د امنيت په چارو کې يوه ورځ هم غفلت او کوتاهي نه ده کړې او د ځانوژونکي بريد مخنيوى خو نو ګران کار دى، موږ به پر مخ هڅه کوو، چې بيرته په کوټه کې امنيت ټينګ کړو او دا کومې پېښې چې شوې دي، د هغو پلټنه به کوو."

په چاودنه کې ټپي کسان سمدستي بولان او د ښار نظامي روغتون ته راوړل شول، چې په هغوى کې هم د څلورو حالت نازک ګڼل کېږي. پوليس وايي، په ځانوژونکي بريد کې له اوو تر اتو کيلوګرامو پورې چاودېدونکي مواد کارول شوي دي او د ځانوژونکي سر د چاودنې له ځايه په لږ فاصلې سره پر يوه بام سلامت موندل شوى، چې وايي عمر يې شاوخوا اتلس کاله مالومېږي.

کله چې په چاودنه کې د وژل شويو او ټپيانو خپل خپلوان بولان روغتون ته را ورسېدل، نو قهرجن احتجاج يې پيل کړ، د روغتون مخته غزېدلى بروري سړک يې د موټرو پر مخ وتاړه او ټايرونه يې پکې وسوځول. د شيعه مسلمانانو بېلابېلو اتحاديو د دې ځانوژونکي بريد په خلاف درې ورځنى ماتم اعلان کړى دى.

په بېګاني ځانوژونکي بريد کې وژل شوي او ټپيان ټول له هزاره قوم سره تړاو لرونکي شيعه مسلمانان دي. په ٢٠١٢م کال کې هم په همدې هزاره ټاون کې په يوه خونړي ځانوژونکي بريد کې شاوخوا اته تنه وژل شوي وو، چې تر هغه وروسته دې سيمې ته پر ورغليو لاره تل کلک امنيت نيول شوى وو، خو پروني ځانوژونکي بريد د دې سيمې اوسېدونکي يو ځل بيا له اندېښنو سره مخامخ کړل. د ښاروالۍ په ټاکنو کې بريالى شوى د دې سيمې يو کونسلر محمدرضا وايي:

"نن چې ماښام وخت کومه چاودنه وشوه، دا وخت دلته ډېره ګڼه ګوڼه وي، مارکيټونه دوکانونه دي خلک د اختر په سوداوو بوخت وو او د مېوو او سبزيو زياتې رېړۍ ولاړې دي، د ناقص امنيت په خاطر دا چاودنه وشوه، دلته د ملېشه ځواکونو امنيتي پوستې هم جوړې دي، بيا هم څنګه ځانوژونکى د خلکو تر ګڼې ګوڼې راورسېد، پوښتنه خو دا ده."

د پرونۍ دواړو چاودنو مسووليت کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى، خو تر دې وړاندې د هغو ټولو بمي چاودنو او ځانوژونکيو بريدونو مسووليت د لښکرجنګوي په نامه وسلوالې ډلې منلى، چې پر شيعه مسلمانانو شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې په تېره سپتمبر مياشت کې هم په کوټه کې دوې چاودنې شوې وې، چې لومړۍ د سپتمبر پر ديارلسمه نېټه د کوټې پر سرياب سړک شوې وه او د يوه ملېشه سرتېري په شمول درې تنه وژل شوي او څلرويشت نور ټپيان شوي وو او دويمه د سپتمبر پر يوويشتمه نېټه په جناح ټاون نومي ځاى کې شوې وه، چې د يوې مېرمنې په ګډون ديارلس تنه پکې ټپيان شوي وو.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG