د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۱۹

اڅکزى: پاکستان بايد له افغان حکومت سره د افغان طالبانو مذاکرات پيل کړي


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزى وايي، د ملا محمدعمر په مشرۍ وسلوال طالبان نور بايد وسله وغورځوي او له نوي افغان حکومت سره مذاکرات وکړي، وايي پاکستان بايد د خپلو امنيتي او اقتصادي ګټو په خاطر هم نور په افغانستان کې لاسوهنه ونه کړي او افغان طالبان له افغان حکومت سره مذاکراتو ته اماده کړي او دا د پاکستان تر وس لاندې خبره ده.

محمودخان اڅکزى وايي، که افغانستان او پاکستان وغواړي، په لږ موده کې په سيمه کې امنيت راتلاى شي او دا هم ممکنه ده، چي د دغو دواړو وروڼو هېوادونو تر منځ ويزه هم ختمه شي، خو وايي که باور نه وي امنيت نه شي راتلاى او پر ډيورنډ کرښه کندې کيندل کېږي، يو ملت نه شي سره بېلولاى، دا کار پر يوه بل نور هم بېباوري زياتوي.

ښاغلي اڅکزي ويلي، چي نړيوال بايد له چين، پاکستان، ايران او د منځنۍ اسيا له هغو هېوادونو- چي له افغانستان سره ګډې پولې لري- ضمانت وغواړي، چي د خپلو هېوادونو د استقلال غوندې د افغانستان د استقلال او خپلواکۍ درناوى وکړي.

له محمود خان اڅکزي سره د ازادي راډيو تفصيلي مرکه دلته اورېدلاى شئ، چي په کوټه کې بارکوال مياخېل ورسره کړې ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:43:22 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG