د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۵۶

خبرونه

احمدزي: وسلوال دې د سولې له پروسې سره يوځاى شي

د افغانستان ولسشمر پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

اشرف غني احمد زي نن په ارګ کې د اختر تر لمانځه وروسته طالبانو ته د سولې بلنه ورکړه.

افغان ولسمشر د کابل بانک دوسیه هم یاده کړه چې تیره اونۍ بیا پرانیستل شوه او د اشرف غني له فرمان سره سم باید په شپږو اونیو کې د دې دوسیې د بیاڅیړنې کارونه بشپړ شي.

له کابل بانک څخه نژدې نهه سوه میلیونه ډالر په غیرقانوني ډول ایستل شوې دي او ویل کیږي چې بیرته بانک ته نه دې سپارل شوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

روغتیا وزارت: که خلک همکاري ونه‌کړي د کرونا درېیمه څپه لا خطرناکه کېدای شي

ارشیف، د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغان

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي که خلک همکاري ونه‌کړي د کرونا درېیمه څپه لا پسې خطرناکه کېدای شي.

د دغه وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح نن د کرونا د تازه پېښو او په وړاندې یې د اقداماتو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.

هغه د کرونا په قابو کولو کې د خلکو همکاري ډېر اړینه وبلله.

ښاغلی مجروح وايي: "له بېړني حالته لا نه‌یو وتلي. متأسفانه وضعیت به لا تر دې هم کړکېچن شي. له خلکو څخه مو غوښتنه دا ده چې وقایوي لارښوونو په اړه پام وکړي. لاس وینځلو، ماسک کارولو او ټولنیزې فاصلې په رعایت سره په ټولنه کې وساتي!"

ښاغلي مجروح وویل د همدې یوې وروستۍ اوونۍ ارقام ښيي د کرونا په مثبتو پېښو او مړینو کې زیاتوالی راغلی او ورسره د ناروغانو لپاره د بسترونو د زیاتولو او د اکسیجن د تولید اړتیاوې هم زیاتې شوي.

افغانستان کې دمګړۍ نږدې ۸۹ زره کسان په کرونا اخته دي او له دې ډلې نږدې درې نیم زره کسان مړه شوي.

پکتیا کې یو نوی جوړېدونکی روغتون په بمونو الوزول شوی

پکتیا کې په بمونو الوزول شوی نوی جوړېدونکی روغتون

په پکتیا کې یو نوی جوړېدونکی روغتون په بمونو نړول شوی دی.

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل رسنیو ته وویل چې دغه روغتون تېره شپه وسله‌والو طالبانو د دې ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې په بمونو الوزولی دی.

دی وایي، یاد روغتون د ۷۷ ملیونه افغانیو په لګښت جوړېده او چارې یې ۷۰ سلنه ترسره شوې وې.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د افغان چارواکو د دې څرګندونو او تور په اړه څه غبرګون نه‌دی ښوولی.

چین کې د ګازو د پایپ‌لاین چاودنې ۱۲ تنه وژلي او ۳۹ نور سخت ټپیان دي

ارشیف، د چین پولیس د یوې چاودنې په سیمه کې د څېړنو پر مهال

د چین په یوه هستوګنه سیمه کې نن د ګازو د پایپ‌لاین چاودنې ۱۲ تنه وژلي او ۳۹ تنه نور یې سخت ټپیان کړي.

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې له پېښې وروسته د هوبې ولایت په شیان ښار کې ۱۵۰ کسان په روغتون کې بستر شوي هم دي.

لا هم د ځینو خلکو د ژغورنې عملیات روان دي.

حکومتي چارواکو ویلي ټپيانو ته د مرستې رسولو هڅې روانې دي، خو د ګازو د پایپ د چاودنې د لامل په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

دا پېښه د چین په شمال ختیځ بندر کې د ۲۰۱۳ کال د بمي چاودنې په څېر وه چې له امله‌یې د ګازو د ځمکې لاندې نل چاودلی و او ۵۵ کسان‌یې وژلي وو.

د کابل ښار پرونۍ چاودنو کې د افغان فلم دوه کارکوونکې ووژل شوې

فاطمه محمدي او طبیه موسوي

افغان فلم خبر ورکوي چې د دې ادارې دوه ښځینه کارکوونکې د کابل په پرونۍ چاودنو کې وژل شوې دي.

د افغان فلم مشرې صحرا کریمي، نن (یکشنبه ، د جون ۱۳مه) په ټویټر کې لیکلي چې د کابل له چاودنو یوه ورځ وروسته، د دې ادارې د دوه کارکوونکو مړي په عدلي طب کې د هغوی د کورنیو له‌خوا وپېژندل شول.

هغې زیاته کړې طیبه موسوي او فاطمه محمدي، د پرونۍ چاودنې دوه قربانیانې دي چې تازه‌یې د افغان فلم د انیمېشن او د څېرې د ډيزاین په څانګه کې کار پیل کړی و.

اغلې کريمي زیاته کړه چې وژل شویو کارمندانو یې د افغان ماشومانو په یوې پروژې باندې کار کاوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا پرون په کابل ښار کې د سپرلیو دوه ټونس ډوله موټرو باندې د پرسونل ضد ماینونو چاودنې شوي چې له امله‌یې اووه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

تر دې دمه کومې ډلې یا کس د دې چاودنو مسؤلیت نه‌دی منلی.

په دې وروستیو کې، د کابل لوېدیځ سیمو کې ښاري موټرونه د ماین چاودنو هدف ګرځېدلي.

د جون په درېیمه په همدې ډول یوه بله چاودنه کې د اریانا تلویزیون د خبرونو وړاندې کوونکې مینا خیري، مور او خور یې هم ووژل شول.

د افغانستان دفاع وزارت: تېر یوه شپه ورځ ۱۸۱ وسله‌وال طالبان ووژل شول

ارشیف، د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې تېر یوه شپه ورځ ۱۸۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې وسله‌والو طالبانو ته په لغمان، پکتیا، میدان وردک، ارزګان، نیمروز، بادغیس، سرپل او هلمند کې دا مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په دوام کې راغلي چې ۱۰۲ طالب وسله‌وال ټپیان شوي هم دي.

طالبانو لا تر اوسه د دې اعلامیې په اړه څه نه‌دي ویلي.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې د دې یادونه نه‌ده شوې چې افغان پوځیانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې که څنګه.

په افغانستان کې د جګړې ښکېلې خواوې تل ادعاوې کوي چې مقابل لوري ته‌یې درانه تلفات اړولي، خو دا ډول ادعاوې ډېر کم د خپلواکو سرچینو له‌خوا تأییدېږي.

برښنا شرکت: د اکسيجن فابریکو او روغتونونو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره شوې

ارشیف، د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو ته لګول شوې د اکسیجنو ډبه

د افغانستان برښنا شرکت وايي، د کرونا ویروس درېیمې او شديدې څپې ته په پام‌یې د اکسيجن توليدي فابریکو او د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د درملنې روغتونونو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره کړې ده.

د دغه شرکت وياند سنګر نیازي نن ازادي راډيو ته وويل چې دوی د استوګنو سیمو د برېښنا یوه برخه هم داکسیجن توليدي فابریکو ته ځانګړې کړې ده.

مخکې تر دې د افغانستان عامې روغتيا وزارت او خلکو په دغه هېواد کې د کرونا ویروس درېيمې او شدیدې څپې ته په پام د اکسیجن د کمښت په اړه اندېښه ښودلې وه.

د افغانستان د بشر حقونو او د رسنيو د څار مؤسسې ويلي و چې د ګڼو ستونزو له دې ډلې د برېښنا د نشتوالي له امله د اکسیحن له ۳۰ توليدي فابریکو ۱۵يې تړل شوې دي.

د کرونا درېیمې څپې له امله ورځ تر بلې په افغانستان کې په کرونا د اخته خلکو او د مړو شمېر زیاتېږي. دمګړی ۸۸،۷۴۰ کسان مبتلا او ۳،۴۴۹ تنه مړه دي.

برښنا شرکت داسې وخت د 'کووېډ-۱۹' روغتونونو او د اکسیجن تولیدي فابریکو ته د ۲۴ ساعته برېښنا رسولو ژمنه کړې چې کابل او ځیني نور ښارونه په سالنګ کې د برېښنا د پایو د نړېدو په سبب له بې‌برقۍ سره مخ دي.

روسیې د برلین د فلمونو د فیسټیوال ګټونکي فلم د خپرولو ممانعت وکړ

د رومانیايي فلم جوړوونکي رادو جود (Bad Luck Banging Or Loony Porn) فلم

روسیې د برلین د فلمونو د فیسټیوال ګټونکي فلم د خپرولو ممانعت وکړ او د دې کار دلیل‌یې په دغه هېواد کې پر بربنډو فلمونو د لګېدلو محدودیتونو ماتول ګڼلي دي.

سږ کال د برلین د فلمونو د فیسټیوال د غوره فلم جایزه (Bad Luck Banging Or Loony Porn) فلم ګټلې ده.

رومانیايي فلم جوړوونکي رادو جود دا فلم جوړ کړی.

د دې طنز ګوټي فلم کیسه په دې څرخي چې د ښوونځي د یوې ښوونکې له‌خوا د کوروالي په تړاو د شخصي لارښوونو یوه وېډیو انټرنټ ته وځي. که څه هم د ښوونکې عزت له خطر سره مخ دی او د ښوونځي د شاګردانو کورنۍ پرې انتقادونه کوي، خو له دې ټولو فشارونو سربېره نه‌غواړي چې له معلمۍ لاس واخلي.

د برلین د فلمونو فیسټیوال دې فلم ته د طلايي اېږ/خرس اوارډ ورکړی او تلپاتی هنري اثر یې بللی دی.

ارمنستان په نګورنو قره‌باغ کې د ایښودل شویو ماینونو نقشه اذربایجان ته ورکړه

ارشیف، د نګورنو قره‌باغ، اذربایجان او ارمنستان نقشه

ارمنستان د اذربایجان له ډېرو غوښتنو وروسته د نړیوالو په منځګړیتوب په نګورنو قره‌باغ کې د ایښودل شویو ماینونو نقشه باکو ته وسپارله.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت پرون (شنبه) د دې خبرې د تأییدولو ترڅنګ وویل چې د نقشې په بدل کې یې ۱۵ ارمنیان چې په اذربایجان کې بندیان وو، خوشې کړي دي.

د ارمنستان له لوري اذربایجان ته په سپارل شوې نقشه کې د ۹۷ زره ایښودل شویو ماینونو ځایونه ښودل شوي دي.

د تېر کال د سپټمبر له ۲۷مې د نومبر تر ۱۰مې پورې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په جګړه کې اذري ځواکونو هغه سیمې بېرته ونیولې چې درې لسیزې پخوا ارمنستان نیولې وې.

پاکستان کې سلګونه کسان په کاناډا کې د یوې وژل شوې کورنۍ په ویر راټول شول

کاناډا کې د یوې پاکستاني کورنۍ د وژل کېدو د ویر په مراسمو کې د سلګونه کسانو ګډون

سلګونه کسانو پرون (شنبه) د هغې پاکستانۍ کورنۍ د ویر په مراسمو کې ګډون وکړ چې تېره یکشنبه په کاناډا کې په موټر ووهل شوه.

د راپورونو له مخې، د جون په شپږمه یوه ۲۰ کلن سړي په خپل پیک‌اپ موټر د کاناډا په لندن ښار کې د یوې پاکستاني‌الاصله کاناډايي کورنۍ ۴ غړي ووهل.

په دې پېښه کې سلمان افضل، مېرمن‌یې مدیحه سلمان، مور یې او یوه ۱۵ کلنه نجلۍ په داسې حال کې مړه شول چې له سړکه تېرېدل.

د کاناډا پولیسو د نتانیال والټمن په نوم یو کس تورن کړی او ویلي یې دي چې نوموړي د کرکې له مخې دا جرم کړی دی.

ټاکل شوې ده چې تورن سبا (دوشنبه) محکمې ته حاضر شي.

دې پاکستاني ټبره کورنۍ شاوخوا ۱۴ کاله پخوا کاناډا ته پناه وړې وه.

جو بایډن د جاپان صدراعظم ته د توکیو د المپیک سیالیو د ملاتړ ډاډ ورکړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د جاپان صدراعظم یوشیهاید سوګا

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جاپان له صدراعظم یوشیهاید سوګا سره په کتنه کې د توکیو د المپیک سیالیو د ملاتړ ډاډ ورکړ، خو په عین حال کې یې وویل، په‌کار ده چې د برخه‌والو د خوندیتوب لپاره روغتیايي تدابیر په پام کې ونیول شي.

د سپینې ماڼۍ له یوې خبرپاڼې سره سم، بایډن په بریتانیا کې د «جي-۷» ډلې د سرمشریزې په څنګ کې پرون د جاپان له صدراعظم سره په خبرو کې وویل، پر هغو امریکايي لوبغاړو ویاړي چې د توکیو د لوبو لپاره روزل شوي دي.

په ۲۰۲۰ م کال د توکیو المپیک لوبې په نړۍ کې د کرونا وبا د خپرېدو له کبله وځنډول شوې.

ټاکل شوې ده چې د جولای په ۲۳مه نېټه دا لوبې په توکیو کې له دې سره سره پیل شي چې ډېر خلک، ګڼې جاپانۍ کمپنۍ او طبي کارکوونکي یې مخالف دي.

د امریکا په درې ایالتونو کې ۲ تنه په ډزو وژل شوي او لږترلږه ۳۰ نور ژوبل دي

ارشیف، یو امریکايي پولیس

د امریکا په درې ایالتونو کې په ډزو ۲ تنه وژل شوي او لږترلږه ۳۰ نور ژوبل شوي دي.

دا پېښې په داسې حال کې شوي چې په متحده ایالاتو کې د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د بندیزونو د نرمېدو له کبله د خلکو سفرونه، راټولېدنې او راشه درشه ډېره شوې ده.

دا بریدونه وړمه شپه او پرون په تکزاس، ایلینویز او جورجیا ایالتونو کې وشول.

دا په روان کال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې ۱۷مه حمله ده چې پر خلکو کېږي.

بلخ کې د طالبانو د حملو زیاتوالی؛ افغان ځواکونه له زارع ولسوالۍ په شا شوي

بلخ کې یو افغان پوځي

د بلخ امنیه قوماندانۍ وایي، د دې ولایت پر زارع ولسوالۍ د طالبانو د حملو د زیاتوالي له امله افغان امنیتي ځواکونه او حکومتي چارواکي دې ته اړ شول چې پرون د دې ولسوالۍ او د امنیه قومندانۍ له ودانیو ووځي.

د بلخ امنیه قوماندان جنرال داوود تره‌خېل رسنیو ته وویل چې د زارع ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې، خو د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي ازادي راډیو ته وویل ولسوالۍ بلې سیمې ته لېږدول شوې ده.

ښاغلی رضايي زیاتوي: "د بلخ د پوځي شورا د پرېکړې او د خلکو د غوښتنې پر اساس او هم دا چې دغه ساحه محاصره شوې او امنیتي او دفاعي ځواکونه په یوه غیر فعال حالت کې وو، ولسوالي له هغه ځایه د کشنده او زارع ترمنځ د تاش لیکن کلي ته لېږدول شوې ده."

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې وسله‌والو یې زارع ولسوالۍ نیولې او دښمن ته‌یې پر تلفاتو سربېره د هغوی یو شمېر وسلې او مهمات هم نیولي دي.

د ملګرو ملتونو استازی: افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د نه‌منلو وړ دی

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د افغانستان او سیمې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ژان ارنولد لیدنه

د افغانستان او سیمې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ژان ارنولد په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د نه‌منلو وړ وباله.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي ارنولد پرون له حنیف اتمر سره د سولې د بهیر د چټکېدو پر اهمیت او پر یوه هر اړخیز او فوري اوربند ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې له مخې دواړو لورو د سیمه‌ییزې اجماع پیاوړتیا په افغانستان کې یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره مهمه وبلله.

له سره صلیب نړیوالې کمېټې سره د همکارۍ پر دوام د افغان حکومت ټینګار

د حمدالله محب، ایلوی فیلین او مل پلاوي لیدنه

د افغانستان حکومت یو ځل بیا د سره صلیب له نړیوالې کمېټې سره د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پرون د افغانستان لپاره د دې کمېټې له نوي مشر ایلوی فیلین او مل پلاوي سره په کتنه کې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د بشردوستانه فعالیتونو ستاینه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې له دې کمېټې سره به همکارۍ ته دوام ورکړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په وروستیو څه باندې څلورو لسیزو کې د بشري مرستو په برخه په تېره بیا په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو خواوو له‌خوا خپلو کورنیو ته د زندانیانو د لیکونو په رسولو کې مهم رول لوبولی دی.

میدان وردګ ولایت کې د عبدالوکیل خان د زده‌کړو انستتیوت اور اخیستی

د افغانستان په عمومي نقشه کې میدان وردګ ولایت

افغان چارواکي وایي، پرون د میدان وردګ ولایت په فاروق‌خېل سیمه کې د عبدالوکیل خان په نوم د زده‌کړو پر انستتیوت د هاوان مرمۍ ولګېدې او اور یې واخیست.

د ۲۰۳ تندر قول اردو د یوې خبرپاڼې له مخې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ډېره هڅه وکړه چې د روزنې د دغې مؤسسې ودانۍ له بشپړ سوځېدو وِژغوري.

د ځاني تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویل شوي او وسله‌وال طالبان د دې پېښې مسؤل بلل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

عبدالوکیل خان د افغانستان د کرنې د ودې لپاره د پام وړ خدمتونه ترسره کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG