د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

په اوکرایین کې د اداري فساد ضد قانون لا نه دی توشیح شوی


د اداري فساد پرضد د اوکراين د تېرکال له لاريونونو راهيسي په اداري فساد کې د ککړو چارواکو پرخلاف قانون لا نه دی توشیح شوی.

فعالانو په اداري فساد تورن چارواکي نيسي او په کثافت دانيو کې يې اچوي.

د فعالانو دغه چلند په ټولنيزو رسنيو کې د کثافت دانيو د شرط په نامه ياديږي.

په اوکراين کې ګڼ شمېرفعالانو په اداري فساد کې د ککړو کسانو پرضد په کمپاين کې چارې په خپل لاس کې اخيستي او د پخواني حکومت چارواکو ته په خپله سزا ورکوي. د دوی دغه فعاليتونه د د کثافت دانيو شرط په نامه یاديږي.

فعالان په زياته شمېره پر پخواني چارواکو هجوم ور وړي، نيسي يې او کثافت دانيو ته يې اچوي.

د دې لپاره چې خپل مخالفت څرګند کړي، دوی ځينې پخواني چارواکې وهي.

دغه فعالان د دې خلکوځکه پرخلاف دي چې وايي د پخواني رژيم غړي اوسېدلي دي، په اداري فساد او د اوکراين په ختيځ کې د جلاغوښتونکو په ملاتړ تورن دي.

روانه اوونۍ د دوی وروستی هدف نيسټر شوفريچ Nestor Shufrych وو. شوفريچ د ګوشه شوي ولسمشر، ويکټور يانوکوويچ Victor Yanukovychد سياسي ډلې وکيل دی. ده په جګړه ځپلې ختيځ کې د اوکراين پوځي عمليات غندلي دي.

دی د سپتمبر په دېرشمه د اکتوبر د ۲۶مې د پارلماني ټاکنو په مناسبت د يوې خبري غونډې لپاره د تورې بحيرې ښار اوډېسه ته ورسېدی.

خو شوفريچ د يوشمېر لاريون کوونکو له خوا د يوې سيمه يېزې اداري ودانۍ مخې ته ووهل شو، پر مخ يې وینې را ماتې شوې او کالي يې ورباندې څيري کړل شول.

له دې مخکې چې لاريون کوونکي دی په کثافت دانۍ کې واچوي، دی د خپل موټرخوا ته په ځغاسته شو او پوليسو هم ورسره مرسته ونه کړه.

د داسې پېښولړۍ د سپتمبر په سرکې پيل شوه کله چې د اوکراين پارلمان د اداري فساد پرضد او د نوي حکومته په اداري فساد کې د ککړو کسانو د ايستلو د قانون لپاره رايې ورکړې.

فعالانو پرټولنيزو رسنيو خپل کمپاين ته د کثافت دانۍ شرط نوم ورکړی دی.

دا نوم د انټرنيټي کمپاين د يخو اوبو سطل شرط څخه اخيستل شوی دی چې د عصبي حجرو ناروغانو ته د بسپنې ټولولو لپاره جوړ شوی وو.

د کثافت دانۍ شرط کمپاين په اوکراين کې د دوامداره اداري فساد پر خلاف د زياتېدونکي غصې نښانه ده.

په داسې پېښو کې د سپتمبر په ۱۶مه د ويرهوونا رادا Verhovna Radaګوند مرستيال ويتالي ژوراوسکي Vitaly Zhuravsky د پارلمان د ودانۍ مخې ته په کثافت دانۍ کې واچول شو. ده د ياد شوي قانون د تصويب پر ضد رايه ورکړې وه.

دغه قانون آخر تصويب شو او اوس بايد د ولسمشر پيترو پوروشنکو لاسليک ورباندي وشي.

XS
SM
MD
LG