د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

امریکا او هند د لشکرطیبه ډلې د له منځه وړلو ژمنه کړې


امریکا او هند د لشکرطیبه ډلې د له منځه وړلو ژمنه کړې ده.

دا خبره په هغه ګډه اعلامیه کې شوې چې امریکا ته د هند صدراعظم ناریندرمودي ترڅلور ورځني سفر وروسته خپره شوې ده.

په دغه ګډه اعلامیه کې راغلي چې متحده ایالات او هند ژمنه کړې چې د القاعده، لښکر طیبه او د هغوی د نورو متحدینو د له منځه وړلو لپاره به په ګډه کار کوي.

اعلامیه دغه راز پرپاکستان ټینګارکوي چې په ممبی کې د ۲۰۰۸ کال د برید عاملین محاکمې ته راولي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې په راپورکې راغلي چې د هند او امریکا په یوې وروستۍ ګډې اعلامیې کې د دواړو هېوادونو مشرانو بارک اوباما او ناریندر مودي د تروریستي ګواښونو له کبله اندیښنه ښودلې ده.

دغو دواړو مشرانو د تروریزم سره د مبارزې او د هغوی د ماتې په اړه د پرله پسې نړېوالو هڅو د دوام پراړتیا ټینګارکړی دی.

دغه اعلامیه امریکا ته د هند د صدراعظم ترڅلور ورځني سفر وروسته خپره شوې ده.

په دې اعلامیې کې دواړو هېوادونو ژمنه کړې چې د لشکرطیبه، جیش محمد ډي کمپنۍ، حقاني شبکې او القاعده ډلې د ماتولو لپاره به ګډه او جدي هڅه کوي.

ډي کمپنۍ هغه اصطلاح ده چې د هندي رسنیو له خوا یوې جنایې ډلې ته ورکړل شوې.

د دې ډلې مشر د داوود ابراهیم په نوم یو هندی کس دی چې ډهلي ادعا کوي په پاکستان کې اوسیږي، خواسلام آباد دا ادعا نه مني.

د امریکا او هند په ګډه اعلامیه کې دغه راز پرپاکستان ټینګار شوی چې د ممبی د برید عاملین محاکمه کړي.

هند ادعا کوي چې په ۲۰۰۸ کال کې پر ممبی د برید تر شا د لشکر طیبه لاس دی.

دا څرګندونې داسې مهال شوې چې د امریکا د خزانې وزارت د چهارشنبه په ورځ پر دوو پاکستان میشتو سازمانونو لشکر طیبه او حرکت المجاهدین بندیزونه ولګول او د هغوی د مشرانو شتمنۍ یې کنګل کړې.

په دغه اعلان کې ادعا شوې چې دغه شتمنۍ د لشکرطیبه د مالي تمویل لپاره کارول کیدې.

دغه راز د امریکا د خزانې وزارت حرکت المجاهدین یوه داسې تروریستي ډله بللې چې په هند، پاکستان او افغانستان کې فعالیت کوي او ددوی په وینا د افغانستان په ختیځ کې د تروریستانو د روزني کمپونه لري.

د دغه وزارت په څرګندونو کې راغلي چې حرکت المجاهدین په ۲۰۰۵ کال کې په کشمیرکې په یوه برید کې لږترلږه ۱۵ تنه ووژل او په ۲۰۰۷ کال کې په همدې سیمه کې د حرکت ال مجاهدین او هندي ځواکونو تر منځ نښتو کې نامعلوم شمیرهندي سرتیري ووژل شوه.

تر اوسه پوري د امریکا د خزاني وزارت ۲۷ انفرادي کسان او درې ادارې له لشکر طیبه سره په تړاو په نښه کړې دي.

XS
SM
MD
LG