د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۰۲

افغانستان

محبي: د هغوکسانو دوسیې به وڅېړل شي چې له کابل بانکه پوروړي دي

د کابل بانک د قضیې د تصفیې د ادارې مشرعبدالحمید محبي وایې، چې د ولسمشرد فرمان په اساس باید ډیر ژر د هغو کسانو دوسیې وڅېړل شي چې له کابل بانکه پوروړي دي.

ښاغلي محبې چې نن یې له ازادۍ راډیو سره مرکه کړې ویلي، چې دغه اداره په ټاکلي وخت خپل اسناد د هېواد د عدلیې او قضاییې ادارو په واک کې ورکوي چې د ولسمشرد فرمان له مخې د کابل بانک قضیه وڅیړل شي.

د ښاغلي محبي په وینا د کابل بانک ۶۶۰ میلیونه ډالرپورپه خلکو باندې پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشراشرف غني احمدزي تیره ورځ یو لس ماده یې فرمان صادرکړاو له عدلي او قضایي ارګانونو یې وغوښتل، چې په یوه نیمه میاشت کې د کابل بانک قضیې ته رسیده ګي وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا افغانانو ته د فولبرایټ بورسیې لغوه کړې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ تحصیلي کال لپاره افغانانو ته د فولبرایټ بورسیې لغوه کړي.

امریکایي رسنیو د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې جمعه ناوخته هغو ۱۴۰ افغان محصلینو ته چې څو میاشتې یې د بورسیو کار ځنډيدلی و، د دې پروسې د درېدو ایمیل کړی دی.

دا افغان محصلین له څو سوو کسانو چې د فولبرایټ لپاره یې له افغانستانه غوښتنلیکونه او د ازموینو څو اوږده او سخته پړاوونه تېر کړي وو، ان د سیمي فاینل پړاو ته رسیدلي و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایمیل کې راغلي: "د لویو خنډونو له امله چې د تجربو د خوندي تبادلې په برخه کې زموږ مخه نیسي د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کال په مخه د افغانستان لپاره د فولبرایټ پروګرام مخته نه ځي."

دم ګړۍ شااوخوا سل تنه افغانان په امریکا کې د فولبرایټ بورسیو په مټ درسونه وايي.

امریکا د هر تحصیلي کال لپاره افغانانو او نورو هېوادونو ځوانانو ته د فولبرایټ بورسیې ورکوي اکثر یې د ماسټرۍ او دوکتورا دورو لپاره وي.

د پاکستاني صدراعظم د ملي امنیت سلاکار کابل ته تللی

د پاکستاني صدراعظم د ملي امنیت سلاکار معید یوسف

د پاکستاني صدراعظم د ملي امنیت سلاکار معید یوسف له یوه‌ پلاوي سره کابل ته تللی.

د طالبانو د حکومت یوه چارواکي ازادي راډیو ته د ښاغلي معید سفر تایید کړ او ویې ویل، هغه به په بېلابېلو موضوعاتو له حکومتي چارواکو سره خبرې وکړي.

ښاغلي یوسف پاکستاني رسنیو سره خبرو کې کابل ته د خپل سفر د هدف په اړه ویلي و، طالب چارواکو سره به په ډېورنډ کرښه د اغزن تار د غځولو، سیاسي او اقتصادي اړیکو او د بشري مرستو په دوام خبرې وکړي.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې کابل ته د معید‌ی وسف سفر لغوه شو.

کابل ته د هغه له سفر وړاندې لاریون هم وشو او لاریون کوونکو له طالبانو غوښتل چې معید یوسف ته په هوايي ډګر د ښکته کېدو اجازه ور نه کړي.

خو وروسته طالبانو د دې لاریون څو مخکښ مشران ونیول او زنداني یې کړل.

جوزجان کې ۲۵۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په جوزجان ولايت کې ۲۵۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.

د طالبانو د کليو او پراختيا وزارت په يوه خبرپانه کې چې د جمعې په ورځ ناوخته يې خپره کړې ويلي، ياده پروژه د'اکټېد' او'يونېسف' ادارو په مالي همکارۍ د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې پلې شوې.

په خبر پاڼه کې ويل شوي چې په يادې پروژې شااوخوا ۲ ميلیونه افغانۍ لګښت راغلی.

دا په داسې حال کې ده چې اکټېډ او يونېسف له دې وړاندې په ياد ولايت کې شااوخوا ۴۰۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو زمینه برابره کړې او د وزارت د‌ معلوماتو له مخې، په روان کال کې به هم يادې ادارې لس زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبو زمينه برابره کړي.

له جوزجان ولايت نه د څښاکو اوبو د کمښت راپورونونه تل ورکړل شوي او دليل يې هم دغه ولايت کې د نفتي مواد څاګانې په ګوته شوي.

له بلې خوا بيا د يادې ستونزې د حل لپاره په تېر حکومت هم په ځلونو د اقدام خبره وشوه، خو پايله یې روښانه نه وه.

طالبان: کندز کې پر ۵۱۵ جريبه ځمکه ميوه لرونکي بڼونه جوړ شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په کندز ولایت له تېرو پنځو مياشتو راهيسې شااوخوا پر ۵۱۵ جريبه ځمکه ميوه لرونکي بڼونه جوړ شوي دي.

د طالبانو د کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت بېګاه ناوخته په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې د کرنې سرپرست وزير دغه ولايت ته په خپل رسمي سفر کې له ياد ولايت څخه په تېرو ۵ مياشتو کې د حکومت خزانې ته د شااوخوا ۹۰ ميليونه افغانۍ د عوايد د ورتک خبره هم کړې.

په خبرپاڼه کې د وزير په حواله ويل شوي چې ياد ولايت کې د ځمکو له غاصبينو سره د چټکې مبارزې په ترڅ کې شااوخوا ۵۰۰۰ جريبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې او د حکومت په واک کې راغلې.

د کرنې وزير په داسې کې په کندز ولايت کې د کرنې برخه کې د‌ پرمختګ خبره کوي چې له ياد ولايته په تېره کې د خپاره شوېو راپورونو پر بنسټ کروندګر اصلاح شوېو تخمونو او لازمې ماشينرۍ ته د نه لاسرسي په صورت کې له سختې ستونزې سره مخ دي.

معید یوسف: د افغانستان سرحدي سیمو کې منظمې ترهګرې ډلې فعالیت کوي

د ډیورنډ کرښه

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف ادعا کړې چې افغان خاوره لا هم د دوی په ضد کارول کېږي.

یوسف پرون د پاکستان د ملي شورا د بهرنۍ کمېټې په یوه غونډه کې دا تور پورې کړی.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان په سرحدي سیمو کې منظمې ترهګرې ډلې فعالیت کوي او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان دولت جنګ ځپلي افغانستان ته د طالبانو د بیا راتګ په اړه بشپړ خوښ نه دی.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي بیا د یوسف د څرګندونو په غبرګون ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان خاوره د هېچا په ضد نه کارول کېږي او د پاکستان دا اندېښنې د کورنیو ستونزې پایلې دي.

د افغان خبریالانو په اړه له طالبانو د رینا امیري غوښتنه

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي طالبان دې هغسې چې بهرنیو ژورنالېستانو سره ښه چلېږي افغان خبریالانو سره هم مخکې لاړ شي.

اغلې امیري په دې اړه څو ساعته مخکې ټويټ کړی دی.

هغې زیاته کړې چې افغان خبریالانو پر وړاندې د طالبانو دا چلند به وښيي چې هغوی افغانانو ته له حساب ورکونې نه ډاریږي.

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د افغانستان ازادې رسنۍ د تېرو شلو کلونو یوه ښه لاسته راوړنه بللې ده او ټینګار یې کړی چې هغوی باید له کومې ویرې پرته ازادانه فعالیت وکړي.

رینا امیري دا ټويټ د هغو غبرګونو په دوام کړی چې د طالبانو له خوا تېره اوونۍ د یوه ډله افغان خبریالانو د غونډې مخه ونیول شوه.

مایکل کېټېنګ: د افغانستان هېرول به افغان ملت په سوالګرو بدل کړي

آرشیف-کابل کې یو شمېر مېرمنې

د افغانستان لپاره د بریتانیا پخواني مرستیال استازي مایکل کېټېنګ خبرداری ورکړ، که نړیوال افغانستان هېر کړي نتیجه به یې ډېره بده وي.

اسوشیټېډ پرېس اژانس د مایکل کېټنېګ هغه خبرې رااخیستې دي چې د بریتانیا سکای نیوز ته یې کړي.

دی وایي: "زما په فکر د افغانستان د خلکو پرېښودل او خوشې کول به دا ملت په سوالګرو بدل کړي چې دا نه د خپله افغانانو په ګټه دی، نه د سیمې او نه هم د نړیوالې ټولنې. دا به نه یوازې په بشري برخه کې بلکې په امنیتي برخه کې هم بدې پایلې ولري."

ښاغلي کېټېنګ زیاته کړه، افغانانو ته شا اړول به د لا زیاتو مهاجرتونو سبب شي او د مخدرو موادو کاروبار به دغه هېواد کې زیات شي. د ده په باور داسې لارې چارې باید ولټول شي چې د افغانستان اقتصادي څرخ ورسره وګرځي.

د خوړو نړیوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ د روان کال په ترڅ کې د افغانستان لپاره د دوه اعشاریه شپږ میلیارډه دالرو غوښتنه وکړه چې دا له اټکل سره سم یوه کس ته د ورځې یوازې دیرش سنټه رسیږي.

امریکايي قاضي: بایډن دې د افغانستان د کنګلو پیسو په اړه پرېکړه وکړي

آرشیف

د امریکا یوې محکمې د ولسمشر جو بایډن ادارې ته دوه اوونۍ نور مهلت ورکړی چې د افغانستان د کنګل شوېو بانکي شتمنیو په اړه پرېکړه وکړي.

د راپورونو له مخې د نیویارک د منهاټن د محکمې قاضي سارا نیتبورن د امریکا د عدلیې وزارت ته د فبروري تر ۱۱مې پورې وخت ورکړی، څو د افغانستان د دې شتمنیو په برخه کې خپلې سپارښتنې ور وسپاري.

تمه وه چې د امریکا حکومت د افغانستان د دې شتمنۍ په اړه خپلې سپارښتنې پرون (د سلواغې په اتمه نېټه) سپارلې وای.

د افغانستان بانک دا مالي شتمني د زمري په ۲۴مه نېټه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم د نیویارک په فدرال بانک کې کنګل شوې.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې مېرمن نیتبورن د دې پیسو اندازه ۷ میلیارډه ډالره ښودلې ځکه د نوموړې په وینا پر متحدو ایالاتونو د ۲۰۰۱م زیږدیز کال د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې د پېښې د یو شمېر قربانیانو کورنیو د تاوان غوښتنه کړې،

په داسې حال کې چې د دې شتمنۍ اصلي ارزښت ۹،۵ میلیارد ډالر اټکل شوی.

ایراني مظاهره چیانو له پولې هاخوا د افغان سوداګرو موټرونه زیانمن کړل

د افغانستان او ایران ګډه پوله

په نیمروز کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې پرون له ایران سره په ګډ سرحد کې ایراني معترضانو د لاریون پر مهال له پولې هاخوا د افغان سوداګرو موټر زیانمن کړل.

په نیمروز کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست سرپرست رییس مفتي حبیب الله الهام ازادي راډیو ته وویل، د ایران له سیستان بلوچستان ایالت څخه یو شمېر معترضان چې د هلمند له اوبو یې د اوبه خور د برخې د زیاتېدو غوښتنه کوله د لاریون پر مهال د ایران په زابل سیمه کې د افغان سوداګرو د ټرکونو (لاریو) پر تم ځای برید وکړ او د څو لاریو شیشې یې ماتې کړې.

ښاغلي الهام په دې اړه نور جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل چې دا موضوع به د دواړو هېوادونو د چارواکو له خوا حل شي.

په همدې حال کې یو شمېر موټر چلوونکو چې لارۍ یې د لاریون پر مهال زیانمنې شوې دي د ایران له حکومته د تاوان غوښتنه وکړه.

د هلمند د سیند اوبه تل د افغانستان او ایران ترمنځ لانجمنه مساله وه، خو پخوانیو حکومتونو له ایران سره د یو تړون په اساس دا موضوع حل کړې وه مګر په افغانستان کې د حکومتونو له کمزوري کېدو او د وچکالیو له زیاتېدو وروسته په دې برخه کې لانجې پرځای پاتې دي.

هند وايي، افغانستان ته یې ۳،۶ ټنه روغتیايي مرستې او درمل استولي

ارشیف، د هند مرسته

هند وايي، افغانستان ته یې په تېرو څو اونیو کې ۳،۶ ټنه روغتیايي مرستې او همدا راز د کووېډ-۱۹ ناروغۍ ضد واکسین پنځه لکه ډوزه استولي دي.

نوې ډېلي همدا راز وايي چې افغانستان ته د هغو غنمو د استولو پر چاره هم کار روان دی چې مخکې یې له افغانانو سره ژمنه کړې وه.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون یوې خبري غونډې ته وویل، هند د غلې، د کرونا ضد واکسین او ضروري درملو په ګډون د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته ژمن دی.

هند ډېر پخوا د پاکستان له لارې افغانستان ته د پنځوس زره ټنه غنمو او درملو د استولو ژمنه کړې وه.

ویل کېږي چې نوي ډېلي او اسلام آباد، افغانستان ته د دې مرستې د استولو د څرنګوالي په اړه وروستۍ پرېکړې ته نژدې شوي دي.

 د سلګونو ایرانیانو  لاریون؛ طالبان دې د کمال خان بند اوبه را خوشې کړې

د کمال خان بند

راپورونه وايي په ایران کې د نیمروز ولایت پولې ته څېرمه په سلګونو ایرانیانو په یوه مظاهره کې له افغانستانه د کمال خان بند د اوبو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

د دې مظاهرې پر مهال د ابرېشم تجارتي لار هم د هر ډول ترافیکو پرمخ تړل شوې وه چې د ایران او افغانستان ترمنځ غزېدلې ده.

دغو مظاهره چیانو ویلي، دغه لار تر هغو نه پرانېزي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له کمال خان بنده اوبه ورخوشې کړي نه وي.

کمال خان بند د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت پرمهال تر رغونې وروسته پرانیستل شو چې ورسره ایران ته د بهېدونکو اوبو مخه ونیول شوه.

ښاغلي غني ویلي وو، تر هغو چا ته اوبه نه خوشې کېږي چې د اوبو په بدل کې یې افغانستان ته پیسې نه وي ورکړي.

ده ویلي که ایران غواړي چې د افغانستان له اوبو استفاده وکړي، یا دې پیسې یا هم تېل افغانستان ته ورکړي.

د جدي پر ۲۸‌مه، د ایران دولتي رسنۍ صدا وسیما په کابل کې د ایران د سفارت د مرستیال حسن مرتضوي له قوله راپور ورکړ چې طالبانو د کمال خان بند اوبه ایران ته خوشې کړي، خو طالبانو دا موضوع رد کړله.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۲۳ ملیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري

بې وزله کورنۍ او ژمۍ

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي په افغانستان کې ۲۳ ملیونه وګړي، د روان ژمي پر مهال عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان د افغانستان څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي چې تر ټولو د زیانګالو کسانو تر تثبیت وروسته، د خوړو نړیوال پروګرام د نورو همکارو سازمانونو په مرسته خوراکي توکي وېشي.

وروسته له هغې چې طالبانو د اګست په نیمايي کې پر کابل هم ولکه ټینګه کړه، د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بشري بحران د پراخېدو خبرداری ورکړ.

ملګري ملتونه: افغانستان کې اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی

داخلي بې ځایه شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په افغانستان کې اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د دغه سازمان د اسیا پسفیک څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي، وضعیت ډراماتیک دی، خلک دندې نه لري، د روان بحران، د بهرنیو پرمختیايي مرستو د کموالي له کبله اقتصاد سقوط شوی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په افغانستان کې د دوی استازي د افغانانو فوري بشري اړتیاوې درک کوي او خپلې مرستې کوي.

وروسته له هغې چې طالبانو د اګست په نیمايي کې پر کابل هم ولکه ټینګه کړه، د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بشري بحران د پراخېدو خبرداری ورکړ.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتونکو په ډله کې د افغانانو شمېر زیات شوی 

ارشیف; قطري الوتکه

تازه شمېرې ښيي چې په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتونکو په ډله کې د افغانانو شمېر زیات شوی دی.

د جرمني خبري اژانس په حواله، یوازې په نوامبر میاشت کې د اروپايي ټولنې او نورو اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې ۷۱زره ۴۰۰ درخواستونه ثبت شوي چې د اکتوبر میاشتې په نسبت ۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د اروپايي ټولنې چارواکو نن جمعه ویلي چې دا په ۲۰۱۶کال کې د کډوالو تر بحران وروسته د پناه غوښتونکو دویم لوړ شمېر دی.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتونکو ادارې، په حواله، په ثبت شویو درخواستونو کې ۱۳۰۰۰ یې د افغان وګړو دي چې ورپسې د سوریې د وګړو شمېر زیات دی.

په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه د خلکو د مهاجرت اندازه زیاته شوې ده.

له هغې راهیسې له افغانستانه د خلکو د راایستلو یا تخلیې په عملیاتو کې په لسګونو زره افغانانو چې له نړیوالو ځواکونو او غربي حکومتونو سره یې کار کړی و، وایستل شول.

د قطر یوه لوړ-پوړي چارواکي پرون رویټرز خبري اژانس ته وویل چې دغه هېوادونه له افغانستان د خلکو د راایستلو لپاره بېرته الوتنې پیلوي.

د هلمند په ګرشک کې د هاوان مرمۍ چاودنې ۱ ماشوم وژلی او ۲ نور یې ټپیان کړي 

ارشیف؛ په مهترلام کې چاودنې ماشومان ټپبان کړي

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د هاوان د یوې زړې مرمۍ چاودنې، یو ماشوم وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ راشد هلمندي ازادۍ رادیو ته وویل پېښه هغه مهال وشوه چې یوه ماشوم د ګرشک ولسوالۍ په سربند سیمه کې د هاوان له ناچاودې مرمۍ سره لوبې کولې.

هلمندی وایي:" پېښه په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. متاسفانه دولس- دولس نیمې بجې شااوخوا د ګرشک ولسوالۍ په سربند سیمه کې ماشومانو د هاوان یوه زړه مرمۍ موندلې وه، رااخیستې یې وه او په ډبرو یې ټکولې وه نو چاودېدلې ده."

په افغانستان کې د ناچاودو مهماتو د چاودنې په پېښو کې د انساني تلفاتو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.

د مرغومي په ۲۰مه د ننګرهار ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې د هاوان د زړې مرمۍ په چاودنه کې د ۶ ماشومان په ګډون ۷ کسان او په سبا یې په همدې ولسوالۍ کې په ورته پېښه کې دوه مېرمنې ووژل شوې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG