د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

نواز شریف: پاکستان تل د افغانانو د خیر او ښیګڼې په فکر کې دی


د پاکستان صدراعظم نواز شریف د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته وینا وکړه او په خپل هیواد کې امنیتي او اقتصادي ستونزو ته په اشارې یې له ګاونډي هیواد هند سره د کشمیر د لانجې په حل کې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه او د افغانستان په اړه یې وویل چې پاکستان تل د افغانانو د خیر او ښیګڼې په فکر کې دی.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د افغانستان په اړه وویل:

"افغانستان دا مهال د سیاسي او امنیتي انتقال په درشل کې دی. پاکستان د تل په څېر، د افغانانو د ښېګڼې په مقصد د هغوی په څنګ کې ولاړ دی.

زه د افغانستان خلکو ته مبارکي وایم چې؛ د انتخاباتو پروسه یې په بري سره ترسره کړه. نوي مشرتابه ته خپلې نیکې هیلې وړاندې کوم او د همکارۍ او مرستې وړاندیز ورته کوم.

موږ پوره باور لرو چې، دا تاریخي پروسې به د یوه قوي، متحد او با ثباته افغانستان اړتیا رامنځ ته کړي."

د پاکستان صدراعظم نواز شریف دغه راز هیله څرګنده کړه چې؛ په افغانستان کې د پخلاینې او سولې عملیه به هم په دې هېواد کې ثبات او سوکالي رامنځ ته کړي:

"موږ دغه راز هیله من یو چې؛ د افغانانو په مشرۍ د سولې او پخلاینې پروسه به پر مخ ولاړه شي او په دې هېواد کې د لا یووالي؛ ثبات او سوکالۍ سره به زیاته مرسته وکړي.

پاکستان له افغانستان سره د مساوي امنیت او سوکالۍ په روحیه؛ ژورو دوه اړخیزو اړیکو ساتلو ته ژمن دی. دواړه هیوادونه له ګډو چیلیجونو یا آزمیښتونو سره مخامخ دي او د زیاتې همکارۍ او تفاهم اړتیا یې رامنځ ته کړې ده.

په تیر، یو نیم کال کې مونږ په هوښیارۍ سره افغانستان ته د دوستۍ لاس وغځاوه؛ ترڅو سختې مسالې حل او په خپلو کې همکاري زیاته کړو؛ موږ په دې کار کې پرمخ تللي یو."

د پاکستان صدراعظم په شمالي وزیرستان او قبایلي سیمو کې د وسله والو پر ضد د خپل هیواد د پوځي عملیاتو په اړه هم خبرې وکړې او زیاته کړه چې، پاکستان د تروریزم د له منځه وړلو په مقصد په سیمه کې پراخ عملیات پیل کړي دي.

شریف د افغانستان لورې ته هم د ترویزم ضد عملیات مهم وبلل او ويې ویل:

"د مطلوبو نتیجو د ترلاسه کولو په مقصد د افغانستان په خاوره کې هم د تروریزم ضد بشپړ عملیات اړین دي."

XS
SM
MD
LG