د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

د هېواد په یوشمېر زندانونو کې سلګونو بندیانو د نه خوړلو اعتصاب کړی


د جوزجان ولایت د یوه زندان بندي چې خوله یې ګنډلې
د جوزجان ولایت د یوه زندان بندي چې خوله یې ګنډلې

سلګونه زندانیانو چې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې یې د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب پيل کړی؛ ګواښ کوي، چې که د دوی غوښتنې ونه منل شي؛ نو خپل اعتصاب ته به دوام ورکړي.

یو شمیر دغو زندانیانو د جمعې په ورځ آزادی راډیو ته وویل؛ چې څو کلونو یې په زندان کې تیر کړي او تر اوسه یې د کومي محکمې له خوا سرنوشت نه دی ټاکل شوی.

دوی دغه راز وویل، چې لسګونه زندانیانو خپلې شونډي ګنډلي دي.

د کابل د پلچرخي او د بادغیس د محبس دوو زندانیانو آزادي راډیو ته په دې اړه وویل:

"۱- زما نوم عبدالله دی، د پلچرخي له زندانه ستاسو سره په تماس کې یم. درې څلور ورځي کیږي چې؛ سلګونه بندیانو دغلته د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب پيل کړی دی. غوښتنه مو دا ده چې، سلګونه زندانیان د جزا د تخفیف له فرمانه محروم شوي او کلونه کلونه بې سرنوشته پراته دي.

۲- زه غلام رسول. د بادغیس ولایت له محبس څخه مې تماس نیولی دی. دوه درې کلونه کیږي چې، بندیان په زندان کې دي، خو فرمان ورته نه دی راغلي. کله چې فرمان راشي، نو څارنوالان او مشران یې د پيسو لپاره لاندي کړي."

دوی همدا راز شکایت کوي چې؛ د زندانیانو د عفوې یا د مجازاتو د راکمیدو په تړاو د جمهوري ریاست فرمان په عادلانه توګه پر ټولو زندانیانو نه دی عملي شوی.

دغه اعتصاب د کابل د پلچرخي زندان په ګډون؛ د جوزجان، بادغیس، ننګرهار، خوست او هلمند ولایتونو په زندانونو کې پيل شوی دی.

خو د کورنیو چارو وزارت د محابسو ریاست وایي؛ په دې اړه کار پيل شوی او د زندانیانو اعتصاب هم اوس پای ته رسیدلی دی.

د دغه ریاست امنیتي مرستیال جنرال محمد عارف آزادي راډیو ته وویل؛ چې په وروستیو څو ورځو کې د عدلي او قضایي ارګانونو د فعالیت په نتیجه کې یو شمیر زندانیان خوشي شوي او په راتلونکو ورځو کې به د جمهوري ریاست د عفوې او مجازاتو د کمولو دوه شپيتم شمېر فرمان پر یو شمېر نور زندانیانو هم تطبیق شي.

"دغه راپورونه زه هم تاییدوم. خو اوس ستونزه له منځه تللې. پرون ماښام ماته راپور راغی چې؛ د بادغیس په زندان کې وروستی اعتصاب هم پای ته ورسیدی. کار جریان لري، کله چې فرمان تطبیق شي، زیاتره یې تخفیف اخلي او یو تعداد یې هم خوشي کیږي."

ښاغلي عارف د هیواد په څو زندانونو کې په یوه وخت د زندانیانو له خوا د اعتصاب د پیل د لامل په اړه وویل؛ چې ښایي دوی د افغانستان له نوي حکومت څخه دا غوښتنه ولري؛ چې د زندانیانو وضعیت ته لا ډيره پاملرنه وکړي.

خو په افغانستان کې د معافیت فرهنګ او له محاکمې پرته د زندانیانو د خوشې کیدو مسالې د خلکو او بشري حقونو اندیښنې راپارولي او دوی وایي چې؛ د زندانیانو د خوشې کیدو او مجازاتو د کمیدو پریکړه یوازې باید د عدلي او قضایي ارګانونو له خوا وشي نه د جمهوري ریاست د فرمانونو له مخې.

XS
SM
MD
LG