د ماین پاکۍ د همږغۍ مرکز مسولین وایې، په افغانستان کې هره میاشت په اوسط ډول سل تنه د ماینونو او چاودیدونکو موادو د چاودنې له امله قرباني کیږي.
د یاد مرکز د څیړنو له مخې د افغانستان په کلیو او بانډو کې د دغو پیښو زیاتره قربانیان ماشومان دي.
دوي دغه راز اندیښه څرګندوي چې ښایې د افغانستان په ځینو سیمو کې له روانو جګړو سره د ماینونو او ناچاودو مهماتو له امله د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي.
په افغانستان کې په جګړوکې د ښکیلو خواوو د مخامخ جګړو ترڅنګ، ناچاودي مواد او ماینونه هغه څه دي چې خلکو ته ډیره مرګ ژوبله اړوي.
د افغانستان د ماین پاکۍ د چارو د همږغۍ مرکز د معلوماتو له مخې په افغانستان کې له پخوانیو او اوسنیو جګړوڅخه د پاته چاودیدونکو موادو او ماینونو د چاودنې له امله هره میاشت په اوسط ډول په هېواد کې سل تنه وژل کیږي.
د دغه مرکز رییس محمد صدیق راشد د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د دا ډول پيښو ډيری قربانیان ملکي وګړي او په ځانګړي توګه ماشومان دي:
″ماینونه او ناچاودي مهمات په میاشت کې سل تنه قربانیان لري، چې په خواشینۍ سره زیاتره یې ماشومان او د ناچاودو مهماتو د چاودنې له امله دي.″
ښاغلي راشد وویل، له دې سره په افغانستان کې د چاودیدونکو موادو او ماینونو د چاودنې له امله په ورځ کې یو یا دوه تنه قرباني کیږي چې دا شمېره د دوه زره او یو میلادي کال نه مخکې د ورځې پنځه ویشتو کسانو ته رسیده.
نوموړي وویل، چې له ۱۹۷۹ کال نه نیولې بیا تردوه زره او لومړي میلادي کال پورې په افغانستان کې د یاد مرکز له خوا د ماینونو او ناچاودو موادو اتیا فیصده ساحې پاکې شوي.
ده وویل، چې په دغه موده کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۷،۴ میلیونه ماینونه او چاودیدونکي مهمات له منځه وړل شوي دي خو لا هم یو شمېر یې پاته دي.
که څه هم ښاغلي راشد د ماینونو او چاودیدونکو موادو د چاودنې له امله د مړو او ټپيان مجموعي ارقام یاد نه کړل، خو دومره یې وویل، چې په تیرو څه باندې دریو لسیزو کې زرګونه کسان له همدې امله قرباني شوي.
ملګروملتونو هم په افغانستان کې د قربانیانو په اړه په خپل وروستي راپور کې ویلي وه چې؛ په افغانستان کې د جګړو د ښکیلو خواو ترمنځ د مخامخو جګړو نه وروسته، ماینونه او ناچاودي مواد د ملکي تلفاتو عمده لامل دی.
د افغانستان دفاع وزارت او ايساف ځواکونوهم د افغان او بهرنیو ځواکونو د تلفاتو یو عمده دلیل د سړک د غاړي ماینونه او چاودیدونکي مواد په ګوته کوي.
د ماین پاکۍ د همږغۍ د مرکز رییس محمد صدیق راشد ازادۍ راډیو ته وویل، اساسي ستونزه دا ده چې، لاهم د افغانستان په یو شمېرسیمو کې جګړه روانه ده او له همدې جګړو څخه د پاته ناچاودو موادو او ماینونو مساله د اندیښنې وړ ده:
″د جګړې ښکیلي خواوې ډير دروند مسولیت لري، دوي ښه پوهیږي چې کله یو ځای پوځي عملیات وشي، هلته ناچاودې مهمات پاته کیږي چې ځينې یې چوي او ځينې یې نه چوي.
هغه چې نه چوي، هغه ډيرخطرناکه وي. خو دوي دومره هم نه کوي چې د دغو سیمو په اړه د منظمو معلوماتو سیسټم ولري یا لږ تر لږه هغه د ماین پاکۍ له موسسو سره شریک کړي.″
ده وویل، د وروستیو معلوماتو له مخې له هغو سیمو نه چې بهرني سرتیري وتلي او یا هم پوځي تعلیمي سیمې دي، د ناچاودو مهماتو له امله د ۱۱۴ قربانیو راپورونه ورته رسیدلي دي.
ښاغلي راشد همدا راز وویل، چې ښايې په افغانستان کې د روانو جګړو له دوام سره د قربانیانو په شمیر کې هم زیاتوالۍ راشي او د دغو جګړو په سیمو کې د دوي فعالیتونه هم ټکني شوي دي.
د ماین پاکۍ یادي ادارې د افغانستان له نوي حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې د ماین پاکولو او چاودیدونکو موادو له منځه وړلو ته جدي پاملرنه وکړي.