د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

عبدالله: د افغانستان د وېشلو اندیښنې بې ځایه دي


د افغانستان د راتلونکي حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله وویل، دا اندیښنه باید نه وي موجوده چې دوه ټیمونه د هېواد د ویش لپاره یوځای شوي.

ښاغلي عبدالله د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې وویل چې؛ دوی د خلکو د یووالي او د هېواد د ثبات لپاره د ملي وحدت حکومت جوړوي.

نوموړي نوي منتخب ولسمشراشرف غني احمدزي ته مبارکي ورکړه او د ولسمشرکرزي له کړنو یې ستاینه وکړه.

په افغانستان کې د ملي یووالي د رامنځته کیدونکي حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله وویل، د ملي یووالي د حکومت په رامنځته کیدو سره به د خلکو اندیښنې او ستونزې ختمې شي.

ښاغلي عبدالله وویل، د ملي یووالي حکومت رامنځته کیدل د سولې، امنیت او دایمي ثبات د ټینګښت په لوري یولوی ګام دی.

د افغانستان د نوي حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې یوې غونډې ته وویل، چې د ملي ګټو او یووالي په خاطرسره یولاس شوي نه دا چې افغانستان سره وویشي:

″دا تشویش باید خلکو سره نه وي چې اوس دوه ټیمونه سره یوځای شوي او افغانستان سره ویشي.

موږ د افغانستان د وحدت لپاره سره یوځای شوي اوس به یو ټیم وي د ملي یووالي ټيم به وي ژمن به وي.

زه پوره باورلرم چې دواړه ټیمونه به په ډېرښه نیت انشالله د افغانستان خلکو ته د خدمت په خاطر موږ ډېر ښه همکاران و اوسیږو.″

ښاغلي عبدالله وویل امنیت، سراسري سوله، د قانون حاکمیت، له فساد سره مبارزه، بشراو د ښځو حقونو ته درناوی، له دیني ارزښتونوساتنه او له نړېوالې ټولنې سره د اړیکو ښه والی د ملي یووالي حکومت له پروګرامونو څخه دي.

نوموړي همداراز د واک د ویش په سرهرډول معامه رد کړه.

ښاغلي عبدالله د دې ترڅنګ چې نوي منتخب ولسمشراشرف غني احمدزي ته یې مبارکي ورکړه د ولسمشرحامدکرزي له لاسته راوړنو او کړنو هم ستاینه وکړه.

عبدالله عبدالله د ولسمشرکرزي په واکمني کې د اپوزیسیون مشرو، خو دا لومړی ځل و چې د ده له کارونو یې ستاینه وکړه.

نوموړي وویل، د نوي منتخب ولسمشر د لوړې او د اجرایوي رییس له معرفي وروسته به په ګډه کار پیل کړي:

″څو ورځې وروسته د لوړې مراسم ترسره کیږي. د افغانستان نوی ولسمشرخلکو ته معرفي کیږي.

اجرایوي ریاست او د وزیرانو شورا چې نوي رامنځته کیږي دا به افغانانو ته پيژندل کیږي. کار به پيلوو. د یوې او دوه ورځو کار به نه وي.″

ښاغلي عبدالله په داسې حال کې د ملي یووالي او دایمي سولې او ثبات د راوستو خبره وکړه چې؛ ځیني عام افغانان اوس هم اندیښنه لري چې ګواکې دوه ټیمونه د هېواد د ویشلو په هدف سره يوځای شوي دي.

خلک د ملي یووالي له حکومت غواړي چې په خپلو ژمنو ولاړ و اوسي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG