د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۲۳

ولې د انتخاباتو وروستۍ پروسه دومره بدنامه شوه؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ بیا هم له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کېدو او د ولسمشر حامد کرزي د ورستیو څرګندونو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي چې؛ پرون ولسمشر کرزي دولتي مامورینو ته د خدای پامانۍ وینا وکړه او راتلونکي حکومت ته یې ټينګار وکړ چې؛ له لوېدیځ سره دې اړېکې وپالي، خو پام دې کوي چې، هغوی یوازې خپلې ګټې پالي.

د مقالي لیکوال لیکي، زموږ نوی حکومت په تېر ولسمشر باید په دې ښه فکر وکړي؛ چې ولې د انتخاباتو وروستۍ پروسه دومره بدنامه شوه؟ د پردې تر شا کوم لاسونه وو چې بحران ته يې لمن وهله او هدف يې څه وو؟

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې د ولسمشر حامد کرزي له قوله لیکي؛ چې امریکا د سولې په راوستو کې دوه مخې لوبه کوي.

په مطلب کې وړاندې ویل شوي؛ ولسمشر حامد کرزي د خپل حکومت په وروستۍ وینا کې؛ په هېواد کې د سولې راتګ په امریکا او پاکستان پورې تړلی وباله او ويې ویل، که دغه دوه هیوادونه وغواړي؛ نو په افغانستان کې به جګړه پای ته رسیږي.

محور:

محور ورځپاڼې لیکلي چې، ولسمشر کرزي له واکه د خدای پامانۍ په وخت نوي ولسمشر ته یو شمیر مهم مسایل په ګوته کړل؛ خو په ټوله کې د افغانستان په تاریخ کې په لومړي وار په سوله یيز ډول له یوه ولسمشره بل ولسمشر ته د واک لېږد د اوسني حکومت تر ټولو لویه لاسته راوړنه حسابېدلی شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې هم د ولسمشر کرزي د تیرې ورځې خبرو ته په اشارې لیکلي؛ چې امریکا کولای شي پر پاکستان زور راوړي؛ چې د افغانستان پر ضد له ناوړې تګلارې لاس په سر شي؛ خو دا چې ولې پرې فشار نه زیاتوي؟دا سترې پوښتنې دي.

د مقالي لیکوال وړاندي لیکي، نوی حکومت باید د پاکستان په اړه له احتیاطه کار واخلي او د پاکستان په مکارۍ دوکه نه شي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي چې؛ د ولسمشر له لوړې یوه اونۍ وروسته به امنيتي سند لاسلیک شي.

د ورځپاڼي لیکوال لیکي، ښاغلي عبدالله د ټاکنو د دوهم پړاو د پايلو له اعلانېدو وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې له "سي. اېن. اېن" ټلویزون ته ویلي چې؛ د لوړې له مراسمو وروسته په یوه اونۍ کې به له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک شي.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا د مشرانو جرګې د یو شمیر غړیو په حواله لیکي چې؛ له امریکا سره د تړون په لاسلیک کې دې باید له بیړې کار وانخیستل شي.

د مشرانو جرګي غړي بیا د افغانستان له نوي حکومته هم غوښتي چې؛ له امریکا سره د امنیتي سند په لاسلیک کولو کې د افغانستان اړتیاوې په پام کې ونیول شي.

چمتو کوونکې: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG