د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

"وسله وال په خيبر پښتونخوا کې په وروستيو ترورېستي بريدونو خپل شتون ثابتوي"


د پاکستان د سياسي او دفاعي چارو يو شمېر څارونکي د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د نيمه پوځيانو پر قومندان بمي چاودنې ته په کتو وايي؛ چې که څه هم په قبايلي سيمو کې د وسله والو پرضد عمليات روان دي؛ خو دوى اوس هم د دې وړتيا لري؛ چې پر قبايلي سيمو سربېره په ښاري سيمو کې امنيتي ځواکونه او نور هدفونه په نښه کړي.

دوى دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي چې؛ د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، وسله والو پاکستاني طالبانو د سه شنبې په ورځ د پېښور ښار د صدر پر شېر شاه سوري سړک د پاکستان د نيمه پوځي ځواکونو پر قومندان د موټر بم چاودنې مسووليت منلى او دا يې د خپلو وژل شويو ملګرو غچ بللى.

په دې چاودنې کې د يوې مېرمنې او يوه پاکستاني سرتېري په ګډون لږ تر لږه ٤ کسان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان شوي وو.

د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې دا بمي چاودنه په داسې حال کې شوې؛ چې په دې وروستيو کې د دې ښار امنيتي وضعيت په نسبي ډول ښه شوى او چارواکي وايي، چې ښايي دا تازه بريد په شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو غبرګون وي.

د پاکستان د سياسي او دفاعي چارو ځينې کارپوهان هم په دې باور دي؛ چې د خيبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په ګډون د دې ايالت يو شمېر سيمو کې وروستي ترورېستي بريدونه د وزيرستان د پوځي عملياتو عکس العمل دى او وسله وال غواړي له دې لارې خپل شتون ثابت کړي.

د پوځي او دفاعي چارو کارپوه متقاعد "بريګيډير سيد نذير مومند" له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل؛ چې وسله والو دا وښود چې دوی اوس هم شتون لري:

"عام طور باندې زموږه ميډيا او نور چې کوم سرکاري ادارې دي؛ هغوى دا خبره په ډېر يقين سره کوله، چې ضرب عضب اپرېشن په ډېر زيات کامياب دى او بل د هغې چې کوم اثر او وروسته څپېړه وه؛ هغه ډېره کمزورې شوې ده او وسله وال هغسې وار نه شي کولاى.

نو راته ښکاري، چې د هغې په ځواب کې دوى خپل ځان ښودلو دپاره او بل په خلکو کې دا خبره بيا منځ ته راوستلو دپاره، چې موږ په ځاى موجود يو او داسې کاروايانې کولاى شو؛ د هغې لپاره يې يو داسې هدف د ښار په مېنځ کې په حساسې سيمې کې وټاکه.

نو ښکاري داسې چې نوې صف بندي کېږي او د صف بندۍ دپاره نوې لارې ټاکلې کېږي او نوي طريقې او ټارګټ د هغې لپاره حاصلېږي."

مومند زياتوي، چې وسله وال طالبان ښايي په راتلونکي کې دا ډول بريدونه لا ډېر او په يو نه يو ډول حکومت او پوځ ته ستونزې رامنځته کړي.

په پېښور کې د پاکستانيو ځواکونو پر لوړ رتبه افسر دا بريد په داسې حال کې شوې؛ چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د مېشتو وسله والو پرضد د پاکستانيو ځواکونو عمليات؛ چې د جون په ١٥مه نېټه پيل شوي؛ دوام لري.

پاکستانى پوځ ادعا کوي، چې تر دې دمه يې په دې عملياتو کې په سيمه کې مېشتو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې؛ د کورنيو او بهرنيو وسله والو په ګډون يې تر ١٠٠٠ ډېر وسله وال وژلي او د هغوى ګڼ شمېر مرکزونه يې له منځه وړي دي.

خو سيد نذير مومند بيا وايي، چې په شمالي وزيرستان کې د پوځ د ادعاوو په اړه څه ويل تر وخت مخکې ده او د دې عملياتو حقيقت به هله جوت شي؛ چې په سيمه کې عمليات پاى ته ورسېږي او بې کوره شوي خلک خپلو سيمو ته ستانه شي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG