د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې د کانونو د امنیت ټينګولو لپاره لازم اقدامات په پام کې نیول شوي دي.
دا خبرې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د کانونو او پټرولیم وزیر محمد اکبر بارکزي د ملي امنیت شورا غونډې ته په خپلو تازه خبرو کې د کانونو د امنیت په اړه اندیښنه وښوده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې؛ د کانونو د امنیت ټينګولو لپاره کافي امکانات او پرسونل په واک لري.
د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډيو ته وویل، چې د کانونو د امنیت په برخه کې پولیس هرډول ګواښونو ته ځواب ورکوونکي دي.
نوموړي وویل چې؛ پوره چمتو دي چې د کانونو امنیت تامین کړي:
″موږ د ځواکونو، پرسونل او امکانانو په برخه کې هیڅ ډول ستونزه نه لرو، که چېري د کانونو د امنیت د خونديتوب لپاره کومه اندیښنه موجوده وي او د ځواکونو له کمښت سره مخ وي بیا هم ورته چمتو یو، موږ د عامه ساتنې د پرسونل په برخه کې له هیڅ ډول کمبود سره مخ نه یو.″
دا خبرې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د دوشنبې په ورځ د ملي امنیت شورا په غونډه کې د کانونو وزیرپه غوښتنه امنیتي ادارو ته دنده وسپارل شوه چې د شمال د تېلو د حوزې، د لوګرد مس عینک او د هرات د سلما بند د امنیت د خوندي کولو لپاره تدابیر ونیسي.
د ملي امنیت په شورا کې همداراز پرېکړه وشوه چې باید د مس عینک د امنیتي قطعې سرتېري چې نورو سیمو ته خدمتي استول شوي بېرته خپلې قطعې ته ستانه شي.
خو د اقتصادي چارو یو شمېرکارپوهان وايي چې؛ د کانونو په سیمه کې د یو شمېر زورواکانو موجودیت د دې سبب کېږي چې د کانونو امنیت خراب شي.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد اکبر وایي، چې راتلونکي حکومت ته پکاردی چې د کانونو د استخراج په برخه کې منظم پروګرامونه ولري او د زورواکانو د فعالیتونو مخه ونیسي:
″راتلونکي حکومت ته په کار دی چې ښه ستراتیژي ولري او په شفافیت سره پروګرامونه برابر کړي او د زورواکانو له ګمارلو مخنیوی وکړي.″
په لوګرکې د مس عینک پروژه چې د استخراج تړون يي چېنايي شرکت ته ورکړل شوی دا مهال له امنیتي ننګونو سره مخ ده.
دغه راز په لویدیځ هرات کې د اوبو او برېښنا ستر بند سلما په شاوخوا سیمو کې د نا امنیو پيښې زیاتې شوي.
دغه بند چې د هند په مالي مرسته جوړ شوی د هېواد په کچه یوترټولو سترو پروژو څخه شمېرل کېږي.
څیړونکي وایي، که چېرې نوی افغان حکومت د کانونو په استخراج کې د بهرنیو پانګونه راجلب او د پروژو امنیت یې ټینګ کړي، هېواد به له اقتصادي پلوه تر ډیره په خپلو پښو و دریږي.
راپور: ناجیه ساپۍ