د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

پېښور: د نيمه پوځيانو پر قومندان چاودنې، ٣ کسان ووژل، ١٣ ټپيان کړل


د خيبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په يوې حساسې سيمې کې موټر بم چاودنه شوې، چې د امنيتي ځواکونو په ګډون يې ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

د پېښور ښار امنيتي چارواکي وايي، چې د سه شنبې په ورځ سهار د ښار په حساسې سيمې صدر کې پر شير شاه سوري سړک د موټر بم چاودنه شوې، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ٣ کسان وژل شوي او د نيمه پوځيانو د ٢ سرتېرو په ګډون پکې ١٣ نور ټپيان شوي دي.

دوى وايي، چې د چاودنې هدف د پاکستان د نيمه پوځيانو يا FC ځواکونو د جګپوړي قومندان بريګيډير خالد جاويد کاروان و، چې له سيمې څخه د تېرو په حال کې و او په خبره يې چې هغه له چاودنې روغ وتى، خو په وژل شويو کې د يوه سرتېري په ګډون، يوه مېرمن هم شامله ده.

د پېښور د پوليسو مشر اعجاز خان د پېښې په ځاى کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې د پېښې ټپيان يې د پېښور ليډي ريډنګ او يوه نظامي روغتون ته لېږدولي، چې د ٣ روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي:

" د لومړنيو څېړنو او معلوماتو له مخې، تراوسه پورې په دې چاودنه کې د يوه سرتېري په ګډون لږ تر لږه ٣ کسان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي، چې روغتونونو ته مو لېږدولي او درملنه يې روانه ده. په ټپيانو کې د بريګيډير خالد جاويد ٢ ساتونکي هم شامل دي."

اعجاز خان زياتوي، چې په دې وروستيو کې په پېښور کې امنيتي وضعيت په نسبي ډول ښه شوى، خو ښايي دا تازه بريد په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو عکس العمل وي.

پوليسو او پوځيانو د پېښې سيمه محاصره کړې، چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي او همداراز يې د پېښور په يو شمېر حساسو سيمو کې ډېرى پوليس ځاى پرځاى کړي دي.

د پېښور ښار د بم غېر فعالولو د ادارې چارواکي وايي، چې په چاودنه کې نزدې ٤٥ کيلو بارودي مواد کارول شوي، په يوه موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو، چې له امله يې د پاکستاني نيمه پوځيانو د موټر په شمول لسګونو موټرونو او شاوخوا ودانيو ته سخت زيانونه اوښتي دي.

د پېښورصدر سيمه د ښار تر ټولو حساسه او خوندي سيمه ګڼل کېږي، چې شاوخوا يې د خيبر پښتونخوا د والي او مشر وزير د دفترونو په ګډون، د افغانستان قونسلګري، پېښور پريس کلب او يو شمېر نورې دولتي او نظامي ودانۍ پرتې دي.

په پېښور کې په دې وروستيو کې په داسې حال کې په هدفي وژنو او نورو ترورېستي پېښو کې څرګند ډېروالى ليدل کېږي، چې پاکستانيو ځواکون د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د مېشتوکورنيو او بهرنيو سخت دريځۀ وسله والو پر ضد پوځي عمليات پيل کړي او ادعا کوي، چې په دې عملياتو کې يې تر دې دمه تر ١٠٠٠ زيات وسله وال وژلي او د هغوى ګڼ شمېر مرکزونه يې له منځه وړي دي.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف، ددې هېواد ولسمشر او د عوامي نېشنل ګوند په ګډون، د پاکستان د ځينو نورو سياسي ګوندونو مشرانو په پېښور کې بمي چاودنه غندلې او له ايالتي حکومته يې غوښتي، چې امينتي تدابير لا کلک کړي.

د يادونې وړ ده، چې د پېښور کې د موټر بم چاودنې مسووليت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى، خو تر دې وړاندې ددې ډول ټولو بريدونو مسووليت د پاکستاني وسله والو طالبانو تحريک منلى دى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG