د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

"افغانستان بالاخره خپل جمهور رییس ومونده"


زیات شمېر لوېدیځو ورځپاڼو د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو ترمنځ د ملي وحدت حکومت د توافق او د انتخاباتو د نتیجو د اعلان په اړه مضمونونه او مقالې خپرې کړي دي.

فایننشل ټایمز:

بریتانیا چاپ، فایننشل ټایمز ورځپاڼې په دي اړه په یوه مضمون کې لیکلي؛ د افغانستان د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو ترمنځ د توافق د معاملې په لاسلیک سره؛ په دې هیواد کې شپږ میاشتنۍ لانجه ختمه شوه.

ورځپاڼه لیکي، د اجرائیوي رییس څوکۍ به د صدارت څوکۍ ته ورته وي او د وزیرانو شوری په راس کې به وي؛ جمهور رییس به په عین حال کې د کابینې مشري کوي.

فایننشل ټایمز لیکي، د دغې توافق نامې په لاسلیک سره له دیارلسو کالو وروسته د جمهور رییس کرزي ګوښه کیدو او اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ته د واک لیږد ته لار هواره شوه.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، د اشرف غني احمدزي ټیم ټینګار کوي چې؛ د ملي وحدت حکومت مقصد د قدرت د پنځوس پنځوس ویش نه دی؛ خو د عبدالله عبدالله ډلې ټینګار کړی چې؛ په راتلونکوي حکومت کې باید ګډون په مساوي ډول وي.

فایننشل ټایمز لیکي، د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو له لومړي دور څخه سیاسي بې ثباتۍ د دې هېواد اقتصاد ځپلی او ملي عایدات په سلو کې شاوخوا دیرش کم شوي دي.

ورځپاڼه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور د راتلونکې په اړه لیکي، د منتخب جمهور رییس اشرف غني احمدزي د کار په پیل کې به د ده لومړنی کار د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیک وي.

ټایمز:

انګلستان چاپ بلې ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې؛ "افغانستان بالاخره خپل جمهور رئیس ومونده" ترسرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یې راغلي:

د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي توافق د امریکا د بهرنیو چارود وزیر جان کري لپاره چې په افغانستان کي د ملي وحدت د حکومت د جوړولو لپاره یې هلې ځلې وکړې؛ یو بری ګڼل کیږي.

ټایمز د جمهوري ریاست د دوهم دور رایو د نتیجو په اړه لیکي؛ د عبدالله عبدالله یوه اصلي غوښتنه دا وه چې؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید نتیجې اعلان نه کړي او دا ځکه چې ده ادعا کوله په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، که څه هم چې سپینې ماڼۍ ویلي؛ په افغانستان کې ډیموکراټیکې پروسې ته درناوی لري؛ خو په افغانستان کې د پرمختګ یوازینۍ لار دا ده چې د دې هېواد حکومت باید د زیاتو رايو په نسبت د مذاکر په نتیجو تکیه وکړي.

ټایمز د مقالې په وروستیو کې لیکي؛ د امریکا متحده ایالاتو د انتخاباتي لانجې د حل لپاره زیات فشار واچاوه ترڅو په نتیجه کې يي د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شي او اشرف غني احمدزي هم دا خبره پټه نه ده ساتلې او ویلي یې دي چې، له واشنګټن سره به تړون لاسلیک کوي. د دغه تړون له مخې به متحده ایالات له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې خپل شاوخوا لس زره عسکر وساتي.

XS
SM
MD
LG