د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

اشرف غني: د افغانستان ستر ملت له موږ څخه خدمت غواړي نه باداري


د افغانستان منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزی
د افغانستان منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزی

د افغانستان منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزی وايي، د افغانستان خلک یو پیاوړي حکومت ته اړتیا لري او د ملي یووالی حکومت دا پیاوړتیا تضمینولی شي.

د افغانستان منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ورستیو نتایجو له اعلان وروسته په خپله لومړۍ وینا کې وویل؛ د افغانستان خلک یو پیاوړی حکومت غواړي.

ښاغلي احمدزي چې وینا یې د خلکو له شور او ولولو سره مله وه؛ وویل، د ده او عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیمونه چې ټاکل شوي؛ په حکومت کې شامل وي، ولس ته د خدمت دنده لري. اشرف غني زیاته کړه چې، راتلونکی دولت به د سولې او د خلکو د هوساینې یوه وسیله وي.

” زما او د ښاغلي عبدالله چې ټاکل شوي د حکومت د ټیم غړي اوسي؛ لوی ویاړ دا دی چې د ملت خادمان واوسو. د افغانستان ستر ملت له موږ څخه خدمت غواړي نه باداري. دولت د افغانستان د لوی ملت د سولې، ثبات او هوساینې وسیله ده، نه د خلکو پر سینو او ځیګرونو قدرت.“

اشرف غني احمدزي چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ به د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه لوړه پرځای کړي؛ د ستونزو د هواري لپاره یې د سیاسي لارو چارو په موندلو ټینګار وکړ او ویې ویل سیاسي مسالې، د هواري سیاسي لارې غواړي.

ښاغلي احمدزي چې د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال یې په افغانستان کې سولې ته د رسیدو ژمنه کړې؛ په خپله دې وینا کې یې هم ټینګار وکړ چې؛ په افغانستان کې سوله راتلونکې ده.

”سوله زموږ غوښتنه ده او انشاءالله راځي. موږ له وینو ستړي یوو. زه او ډاکترصیب عبدالله ژمن یوو، هغه وعدې چې خلکو ته مو ورکړي؛ عملي کوو یې.“

د افغانستان منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي؛ چې د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو لپاره چمتوالی روان دی. افغان چارواکي وايي، ښاغلی احمدزی به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه پرځای کړي.

XS
SM
MD
LG