د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

"يو کانديد له چارواکو غواړي چې د رايو شمېرنې نتيجې دې پټې وساتي"


د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د دوو کانديدانو ترمنځ مذاکرې او د نهايي نتيجو پر اعلان زياتو لوېديځو ورځپاڼو تبصرې او ليکنې خپرې کړې دي.
نيويارک ټايمز:
د امريکا چاپ نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، د ولسمشرۍ انتخاباتو يو کانديد، له چارواکو غواړي چې؛ د رايو شمېرنې نتيجې دې پټې وساتي.
ورځپاڼه زياتوي، د عبدالله عبدالله مقاومت او دريځ څرګنده کړه؛ چې دى يوازې په هغه صورت کې د رايو له اعلان سره موافقه کوي؛ چې د ملي يووالي پر حکومت موافقه وشي.
په ليکنه کې دې موضوع ته هم اشاره شوې ده؛ چې تمه کېږي، بل کانديد اشرف غني احمدزى د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د دويم ځلي انتخاباتو د رايو تر بشپړ تفتيش وروسته د ګټونکي په توګه اعلان شي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې په دې ليکنه کې د هرات ولايت د کشک کهنه ولسوالۍ د اوسېدونکي سلطان احمد برخليک ته هم اشاره کړې ده؛ چې د جوزا د څلورويشتمې تر انتخاباتو وروسته وسله والو کسانو؛ د ده او څو نورو رايه ورکوونکو ګوتې پرې کړې.
د ليکنې په دوام راغلي، د سلطان احمد او د جون د څوارلسمې نېټې د انتخاباتو نورو ګډونوالو ته د وروستيو نتيجو په اعلان کې ځنډ؛ مايوسوونکى و.
نيويارک ټايمز زياتوي، دا چې ولې خلک د نهايي نتيجو اعلان غواړي؛ يو دليل لري، هغه دا چې دوى د همدې کال په جريان کې دوه ځلې له خطره ډک مسووليت ته اوږه ورکړه.
ليکنې پر بل ټکي هم تمرکز کړى؛ هغه دا چې د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو د اجرائيه ریيس پر پُست موافقه کړې؛ چې د پام وړ صلاحيتونه به لري او اجراات به يې د صدراعظم په څېر وي.
نيويارک ټايمز دغه راز د عبدالله عبدالله د ټيم د يوه غړي مسلم سادات خبرې هم رااخيستي؛ چې ويلي يې دي، د انتخاباتو نتيجې دوى ته مشروعيت نه لري؛ ځکه د رايو د تفتيش پروسې ونه کړاى شول سمې رايې له ناسمو هغو جلا کړي.
اې، بي، سي نيوز:
د اې، بي، سي نيوز خبري شبکې هم د افغانستان پر انتخاباتي بحران چې په ختمېدو دى؛ يو راپور خپور کړى دى. په يوه برخه کې يې راغلي، شپږ مياشتې پر دغو انتخاباتو تېرې شوې؛ د ټاکنو خپلواک کميسيون ويلي، چې د دويم ځلي انتخاباتو نتيجې به د يکشنبې په ورځ يعنې نن اعلانوي.
اې، بي، سي نيوز زياتوي، دواړو کانديدانو د ولسمشرۍ څوکۍ او نوي ايجاد شوي پُست د وېش پر سر خبرو ته ادامه ورکړه.
د ليکوال په باور، داسې ښکاري چې اشرف غني احمدزي د دويم ځلي انتخاباتو شا و خوا ۵۵ فيصده رايې ګټلي او دواړه کانديدان سلا شوي چې؛ نهايي نتيجې به له پامه غورځوي او په حکومت کې به قدرت سره وېشي.
اې، بي، سي نيوز دغه راز زياتوي؛ د دغو خبرو اترو د ناکامېدو په اړه اندېښنې موجودې وې، چې ښايي په افغانستان کې د تاوتريخوالي د پارولو سبب شي.
خو دغه خبري شبکه زياتوي، دواړو لوريو ژمنه کړې، چې خپل اختلافات به ختموي.

XS
SM
MD
LG