د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

د مالیي وزارت د مالي ستونزو په اړه د واشنګټن پسټ ورځپاڼې وروستی راپور رد کړ


د افغانستان د مالیي وزارت د افغانستان د مالي ستونزوپه اړه د واشنګټن پسټ ورځپاڼې وروستی راپور رد کړ.

واشنګټن پست ویلي چې د افغانستان د مالیې وزارت به د بودجې د کمښت له امله د سپتمبر د میاشتې تنخواګانې هم په ډیرې سختۍ برابرې کړې.

خو د مالیې وزارت ډاډ ورکوي چې د روان کال ترپایه پورې د ټولو کارکوونکو تنخواګانې ورکولی شي او په راتلونکې کې یي هم د ستونزې اواری ته تدابیر نیولي دي.

کارپوهان وایي، که د لګښتونو او عوایدو ترمنځ انډول موجود وای، د مالیې وزارت به له دغو اندیښنو سره نه و مخ شوی.

د مالیې وزارت سره له دې چې د هېواد د بودجوي ستونزو په اړه د واشنګټن پست راپور ردوي ډاډ څرګندوي چې د روان میلادي کال ترپایه پورې به د حکومت د ټولو کارکوونکو تنخواګانې په عادي ډول ورکړي.

د دې وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني د پنجشنبې په ورځ ازادۍ رادیوته وویل، په دې وروستیو کې د مالیې وزارت له یو لړمالي ستونزو سره مخ شوی خو دا ستونزې موقتي دي او په لږه موده کې به اوارې شي:

″موږ په ډاډ سره ویلی شو، چې د روان کال ترپاې پورې د معاشونو په برخه کې کومه ستونزه نه وینو اوراتلونکې کال کې هم منابع لرو او دا ستونزې به حل شي او هغه څه چې واشنګټن پست لیکلي، حقیقت نه لري.″

ښاغلي جیلاني وویل، د روانې ستونزې د حل لپاره یي له نړېوالې ټولنې پنځه سوه اوه دیرش میلیونه ډالره غوښتي او تر یوې میاشتې پورې به افغانستان ته ورکړل شي.

د دې ترڅنګ جیلاني خبرداری ورکوي چې، که د انتخاباتو لانجه نوره هم اوږده شي، د حکومت د کارکوونکو پرتنخواګانو به منفي اثر وکړي.

په دې وروستیو کې د واشنګټن ورځپاڼې د مالیي وزارت د یوه چارواکي له قوله لیکلي چې، د افغانستان د مالیې وزارت له مالي ستونزو سره مخ شوی دی.

واشنګټن پسټ د مالیې وزارت د خزاینو د ريیس محمداقا د معلوماتو په اساس ویلي چې؛ د مالیې وزارت د سپتمبرپه میاشت کې د پنځه لکو کارکوونکو تنخواګانې په سختی سره برابرې کړي دي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې؛ افغان حکومت د مالي بحران حساسې مرحلې ته رسیدلی دی.

په عین وخت کې د اقتصادي چارو ځیني پوهان، افغان حکومت تورنوي چې د عوایدو منابعو ته یې لازمه پاملرنه نه ده کړې.

د کارپوهان له جملې، د کابل پوهنتون استاد تاج محمد اکبرله راتلونکي حکومته هیله کوي چې اقتصادي پراختیا ته زیاته توجه وکړي:

″د عوایدو او مصارفاتو ترمنځ باید یو انډول رامنځته شي، دلته که عواید کمیدل خو تجملي مصارف ورسره نه کمیدل، د بودجې کسر باید د همدې لارې له منځه یوړل شي.

اوسني حکومت اعتبار بایللی، عمر یي هم پای ته رسیدلی، له راتلونکي حکومته هیله کوو چې د قانون سره اقتصادي چارو ته ډیره پاملرنه وکړي.″

د ماليي وزارت په مالي برخه کې د روانو ستونزوعمده لامل انتخاباتي ستونزې ګڼي او وایي چې دغو ستونزو د هېواد پنځه ویشت فیصده عواید کم کړي دي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG