د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

"د رایو د تفتیش په اړه مو وروستۍ پریکړه انتخاباتو کمیسیون ته واستوله"


د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د جمهوري ریاست د دوهم پړاو انتخاباتو د رایو د تفتیش په اړه خپله وروستۍ پریکړه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته واستوله.

د دغه کمیسیون رییس عبدالستار سعادت د پنجشنبې په ورځ په یوې غونډې کې وویل، چې که د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په دې اړه کوم اعتراض ونه لري نو مکلف دی چې د انتخاباتو وروستۍ نتیجه اعلان کړي.

نوموړي دغه راز وویل، د دواړو کمیسیونونو هغه کارکوونکي به په تورلست کې شامل او عدلي او قضایې ارګانونو ته به یي معرفي کړي، چې په درغلیو کې لاس ولري.

په داسې حال کې چې، د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو ترمنځ د ملي وحدت حکومت د جوړیدو پرسربحثونه دوام لري، د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د رایو د تفتیش په اړه خپله وروستۍ پریکړه د انتخاباتو کمیسیون ته ولیږله.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون رییس عبدالستار سعادت د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون حق لري څو د څلورویشتو ساعتونو په ترڅ کې د دوې د پریکړې په اړه اعتراض وکړي.

ښاغلي سعادت زیاته کړه، چې که د انتخاباتو کمیسیون کوم اعتراض ونه کړ، نو باید چې د انتخاباتو وروستۍ نتیجه اعلان کړي:

″موږ د ولسمشریزو انتخاباتو په اړه نهایې فیصله کړې، اوس یې لیږو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته.

د انتخاباتو کمیسیون او د انتخاباتو قانون صلاحیت لري چې په څلورویشتو ساعتونو کې پرې اعتراض وکړي.

که اعتراض ونه کړي، سکوت وکړي یا یې ومني، نو مکلف دی چې ګټونکي کاندید ته وثیقه ورکړي او د افغانستان د ولسمشر په توګه یې اعلان کړي.″

نوموړی وایي، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د شاوخوا زرو باطل شویو محلونو څخه اته ویشت محلونه د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له څیړنو وروسته بیرته د اعتبار وړ وبلل شول.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون رییس عبدالستار سعادت دغه راز وویل، د هغو کسانو د پيژندلو لپاره چې په انتخاباتو کې یې درغلي کړې، یوه کمیټه رامنځ ته کړې.

ښاغلي سعادت وویل، چې د دواړو کمیسیونونو د کار کوونکو په ګډون د دواړو انتخاباتي ډلو ځينو استازو او یو شمېر حکومتي کارکونکو د انتخاباتو په بهیرکې درغلۍ کړي دي:

″د شکایاتو کمیسیون پریکړه وکړه، چې د انتخاباتو د کمیسیون ټول هغه موقت کارکونکي په تورلست کې شاملیږي چې په درغلیو کې دخیل اوسي.

د دې معیار په دې شکل دی، چې کوم محلونه چې رایې یې باطلي شوې، یعنې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا بې اعتباره شوي او موږ هم تایید کړي وي یا مونږ هغه محلونه علاوه کړي وي.

دا ټول کارکونکي به په تور لست کې شاملیږي او نور به د افغانستان په انتخاباتي نظامونو کې دوی ونډه نه لري.″

نوموړي زیاته کړه، د تقلب کوونکو معرفي کول به د دې لامل وګرځي چې په راتلونکو انتخاباتو کې کوم څوک په درغلیو لاس پورې نه کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له دې نه مخکې ویلي وه، کله چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون پریکړه دوي ته ورسیږي نو د انتخاباتو وروستۍ نتیجه به اعلان کړي او په دې برخه کې به د کاندیدانو تر منځ سیاسي توافق ته انتظار و نکړي.

XS
SM
MD
LG