د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۷

د بلخ چارواكي د خبریالې ″توخي″ د قتل د انګېزې په اړه چوپ پاتي


په بلخ كې د مدني ټولنې استازو او د پلوشې توخي د كورنۍ غړو د دې ولايت امنيتي چارواكي د افغان خبريالې د قتل د انګيزې د څرنګوالي په برخه كې په بې پامی تورنوي.

دوى وايي چې؛ په تېرو دوو مياشتو كې په مزارشريف ښار كې دوه تنه خبريالان په مرموز ډول وژل شوي چې لا هم د امنيتي ارګانونو لخوا د دوى د وژنې د څرنګوالي په برخه كې له رسنيو سره معلومات ندي شريک شوي.

د افغان خبريالې پلوشې توخي د وژنې څخه درې ورځې تېريږي، خو لا هم د دې خبريالې د قتل د څرنګوالي په برخه كې د بلخ امنيې قومندانۍ چارواكو چوپتيا غوره كړې او هېڅ هم نه وايي.

په بلخ كې د مدني بنسټونو استازي او د پلوشې توخي كورنۍ غړي د دې ولايت امنيتي چارواكي د پلوشې د وژنې دوسيې ته د رسيدګي په برخه كې په بې پامی تورنوي.

پلوشه توخي ميران زۍ ۲۶ كلنه خبرياله وه چې؛ په تازه ګۍ سره يې د حقوقو او سياسي علومو په برخه كې له ټايلنډه ماسټرې اخستې او هېواد ته راستنه شوې وه.

پلوشه چې د بيان شمال په نامه يي له يوې رسنۍ سره كاركړى وه، درې ورځې دمخه د نامعلوم كس له خوا په مزارشريف كې د دې ښار دريمې امنيتي حوزې ته څېرمه په خپل كوركې د چاړې په وسيله ووژل شوه.

د دې خبريالې پلار وايي چې؛ لور يې په مرموز ډول وژل شوې او تر دې پخوا يې هم له چا سره دښمني نه درلوده.

هغه د خپل لورد وژنې دوسيې ته د رسيدګۍ په برخه كې ازادۍ راډيو ته وويل چې؛ امنیتی ځواكونه دې په دې برخه كې ژرترژره څېړنې پيل كړي:

"پخوا مو له چا سره دښمني نه درلوده او په دې برخه كې له امنيتي ځواكونو څخه غواړو ترڅو دې ژرترژره په دې برخه كې پلټنې پيل كړي."

دې پلوشې وژنې د هغې ملګرې متاثره كړي او ورته يې په كاري برخه كې وېره پيدا كړې ده.

مبينه ساعي په مزارشريف كې د رابعې بلخي ( د مېرمنو ځانكړې راديو) مسووله ده، هغه وايي؛ په مرموز ډول د پلوشې وژل كېدو په بلخ كې د خبريالو ښځو پركاري فعاليت منفي تاثير كړى او دوى ته يې وېره پيدا كړې ده.

په عين وخت كې په شمال زون كې د ازادو رسينو څخه د ملاتړي دفتريا نۍ مشرنوراغا شريفي هم په دې اند دى، چې په مرموز ډول د پلوشې وژل كېدل او د امنيتي ارګانونو له خوا يادې دوسېې ته نه رسيدګي سبب شوې ترڅو د خبريالانو فعاليت له ستونزو سره مخ كړي:

"یادې دوسيې ته نه رسيدګي او په مرموز ډول په دوو مياشتو كې د دوو ځوان خبريالانو وژل كېدل سبب شوي ترڅو رسنيز فعاليت په بلخ كې له ستونزو او ننګونو سره مخ كړي."

په عين وخت كې بلخ كې مېشت خبريالان وايي چې؛ ترډېره ښايي چې پلوشه د خپلو رسنيزو فعاليتونو قرباني شوي وي.

دوى وايي؛ د روان كال په ترڅ كې د خبريالانو په وړاندې ۸ مورده تاوتريخوالى ترسره شوى چې دوه مورده يې د خبريالانو وژنې دي او شپږ مورده نور وهل ټكول دي.

د دوى په انده چې تر دمه د خبريالانو په وړاندې د ترسره شويو تاوتريخوالو يوې پېښې ته هم رسيدګي نه ده شوې او د امنيتي چارواكو لخوا دا پېښې ندي څېړل شوي.

په بلخ كې د خبريالانو د كور مشر ګلاب شاه باور آزادۍ راډيو ته وويل چې؛ امنيتي چارواكي پدې ولايت كې په موقع سره د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښو ته رسيدګي نه كوي او د معلوماتو له شريكولو څخه يې په ټولو مواردو كې ډډه كړې ده:

" ستونزه دا ده چې امنيتي چارواكي په بلخ ولايت كې د معلوماتو له شريكولو څخه ډډه كوي، دوى په موقع سره رسنيو ته معلومات نه وركوي او تردمه كوم كسان چې وژل شوي او يا وهل شوي دي، امنيتي چارواكو هېڅ تحرك پدې برخه كې ندى درلودلى."

د آزادۍ راډيو د پرله پسې هڅو سره، بيا هم د بلخ د امنيې قومندانۍ چارواكي پدې اړه د جزيياتو له شريكولو څخه ډډه وكړه او چپ پاتې شول.

دا پداسې حال كې ده چې؛ تر دې دمخه هم د بلخ مدني ټولونو استازو د دې ولايت د امنيې قومندانۍ چارواكي په موقع سره خبريالانو ته د معلوماتو په نه شريكولو تورن دي. او ويلې دي چې؛ تر دمه يې د خبريالانو د وژنې د انګېزې د څرنګوالي په برخه كې هېڅ كار ندى ترسره كړى.

مجيب الرحمن حبيب زى

XS
SM
MD
LG