د کورنيو چارو وزارت وايي چې؛ سيمه ييزو پوليسو د دولت وسله والو مخالفانو ته سخت ګوزارونه ورکړي او دا وزارت تيار دي چې د سيمه ييزو پوليسو ستونزې حل کړي.
د کورنيو چارو وزارت ويندوې صديق صديقي ازادۍ راډيو ته وويل، چې حاضردمه د افغانستان د خاورې د ۱۴ فيصده امنيت سيمه ييز پوليس ساتي او دا ځواک د دولت د وسله والو مخالفانو د حملو په شنډولو کې اغېزمن ثابت شوي دي.
له ښاغلي صديقي سره عصمت څاروان مرکه کړې ده: