د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۰:۲۷

پاکستان: له افغان خاورې څخه مو د وسله والو د بريدونو له امله افغان دولت ته احتجاج کړى


پاکستان يو ځل بيا افغان دولت ته له دې امله احتجاج کړى، چې وايي چې سلګونو وسله والو د سه شنبې په ورځ د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې، له افغان خاورې څخه پر پاکستانيو ځواکونو بريد کړى، چې په ترڅ کې يې دوى ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د يوې خبرپاڼې خپرولو په ترڅ کې ويلي:

" موږ له افغان خاورې څخه په شمالي وزيرستان کې د خپلو ځواکونو پر امنيتي پوستې وسله وال بريد غندوو. نزدې ١٠٠ وسله والو د افغانستان په خوست ولايت کې له خپلو خوندي مرکزونو څخه زموږ پر امنيتي پوستې بريد کړى، چې په ترڅ کې يې زموږ څلور سرتېري وژل شوي دي."

پاکستان له افغان خاورې څخه د وسله وال بريد تور په داسې وخت کې لګوي، چې په دې وروستيو کې د پنجابي وسله والو طالبانو مشر عصمت الله معاويه په ښکاره په افغانستان کې د ترورېستي فعاليتونو اعلان کړى او همداراز يې پر خپلو ملګرو غږ کړى، چې نور دې په پاکستان کې جګړه نه کوي.

خو پاکستان بيا ټينګار کوي، چې خپله خاوره به د ګاونډيو هېوادونو پرضد کارېدو ته پرېنږدي او چاته به اجازه ورنه کړي چې اساسي قانون يې تر پښو لاندې کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه کاږي، چې هېواد يې افغان دولت ته د افغانستان په خوست او پکتيکا ولايتونو کې د هغو وسله والو مرکزونو او پټنځايونو په اړه شديد اعتراض کړى، چې له هغه ځايه پر پاکستان بريدونه کوي او دې هېواد ته امنيتي لانجې جوړوي.

" په داسې حال کې چې پاکستان په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو د ځپلو په هدف د ضرب عضب په نامه پرېکنده پوځي عمليات پيل کړي، موږ له افغان لوري هم ورته همکاري غواړو. افغان دولت بايد هرومرو پر خپله خاوره د سخت دريځه وسله والو مرکزونه او خوندي ځالې له منځه يوسي."

پاکستان د جون له ١٥مې نېټې راهيسې په شمالي وزيرستان کې پراخ پوځي عمليات پيل کړي او ادعا کوي، چې په دې عملياتو کې د پاکستانيو وسله والو طالبانو په ګډون، د حقاني او القاعدې شبکې غړي هم په نښه کوي.

خو افغان دولت بيا په افغانستان کې وروستيو ترورېستي بريدونو ته په کتو، د پاکستانيو ځواکونو دا ادعا ردوي او وايي، چې په دې عملياتو کې يواځې هغه وسله وال نښۀ کېږي، چې په پاکستان کې دننه ترورېستي بريدونه کوي.

د پاکستان د سياسي چارو ځينې څارونکي هم په دې باور دي او وايي، چې تراوسه پورې لا دا نه ده څرګنده چې آيا پاکستانيو ځواکونو په روانو عملياتو کې د القاعدې او حقاني شبکې د غړيو په ګډون هغه وسله وال په نښه کړي، چې په افغانستان کې ترورېستي بريدونه کوي.

د سياسي چارو څارونکي شميم شاهد له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

" پاکستان خپله پاليسي بدله کړه که بدله نه کړه، بهر حال پاکستاني چارواکي دعوه کوي، چې دوى خپله د دېرش کالو زړه پاليسي بدله کړې ده. خو ددې دعوو حقيقت به هغه مهال معلومېږي، چې کله عمليات ختم شي او وګورو چې تر کومه پورې حقاني نېټ ورک ختم شوى او تر کومه پورې هغې باندې عمليات شوي دي."

شميم شاهد زياته کړه، چې د پاکستانيو پوځيانو د ادعاوو حقيقيت به هغه مهال څرګند شي، چې د شمالي وزيرستان بې کوره شوي خلک خپلو سيمو ته ستانه شي.

د يادونې وړ ده، چې پاکستان په داسې حال کې له افغان خاورې څخه پر خپلو امنيتي پوستو د بريد تور لګوي، چې افغان دولت د روانې اوونۍ په پيل کې د پنجابي طالبانو تر اعلان وروسته ويلي وو، چې پاکستان د افغانستان په روانه جګړه کې لاس لري او دې هېواد ته وسله وال مخالفين ورلېږي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG