د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۴۲

ذکي: دواړه ټيمونه پر درېيو مسايلو بحث کوي


د جمهوري ریاست کاندیدانو د سې شنبې په ورځ یو وارې بیا خپلو کې سره وکتل څو د ملي وحدت حکومت د جوړیدو په اړه موجود اختلافات حل کړي.

د تحول او تداوم د ټیم ویاند فیض الله ذکي د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې درې ټکي دي چې لاهم ورباندې د دواړو ټيمونو له خوا بحثونه دوام لري.

سره له دې چې دواړه انتخاباتي ټیمونه وایي چې؛ ډيرژربه د جمهوري ریاست کاندیدان د ملي وحدت حکومت د جوړیدو په اړه وروستي توافق ته ورسیږي، خو لا هم ځیني اختلاف د دغې موافقې مخې ته پراته دي.

د تحول او تداوم ټیم په ځانګړي توګه دریو ټکو ته اشاره کوي.

لومړۍ دا چې ایا کابینه د دواړو ټيمونو تر منځ په مساویانه توګه وویشل شي او که داسي فرمول رامنځ ته شي چې له مخې یې نور کسان هم د وړتیا له مخې پکې لاره وموندي.

دویم اختلاف د انتخاباتو د نتایجو د اعلان د څرنګوالې په اړه دی چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وایې دغه نتایج باید تر سیاسي موافقې وروسته رامنځ ته شي، خو سیال ټيم یې د انتخاباتو د نتایجو پر ژر اعلانیدو ټينګار کوي او د اختلاف دریم ټکی د اجرایوي رییس د صلاحیتونو په اړه دی.

د تحول او تداوم د ټیم غړي فیض الله ذکي د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې؛ که کاندیدان د نن ورځې په غونډه کې موافقې ته و نه رسیږي نو ښایې سبا ته بیا هم پر همدې مسایلو و غږیږي:

″موږ هیله من یو چې یا نن او که ونشو نو سبا ته دواړه کاندیدان سره وګوري او دغو مسایلو ته د پای ټکی کښیږدي.″

ښاغلي ذکي دغه راز له ازادی راډیو سره په مرکه کې وویل، چې پر یو لړ اختلافي مواردو ځينې بدیلې طرحې هم رامنځ ته شوي، خو په اړه یې جزیات ورنکړل.

تر دې یوه ورځ مخکې د دوشنبې په ورځ هم دواړو کاندیدانو له ولسمشر حامد کرزي او دغه راز خپلو کې سره و کتل.

د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي آزادی راډیو ته وویل، چې په دغه لیدنه کې پر دې موافقه و شوه چې د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان به ډیر ژر ترلاسه شوي توافقات د ولسمشر حامد کرزي او نورو مخورو شخصیتونو په حضور کې په یوه سند کې لاس لیک کړي.

و مو غوښتل په دې اړه د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم نظر هم و لرو، خو ویاندویانو یې له پر له پسې اړیکو سره سره ځواب رانه کړ.

XS
SM
MD
LG