د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ د پاکستان شارژدافیر ته یې د پنجابي طالبانو د څرګندونو په اړه د افغان حکومت اعتراض په بڼه وړاندې کړ.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل؛ سید معظم شاه ته په سپارلي اعتراض لیک کې غوښتنه شوې چې؛ د ورته څرګندونو مخه ونیسي:

"په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر سیدمعظم شاه د پنجابي طالبانو تروریستي د وروستیو څرګندونو په اړه احضار شو. پاکستان ته مو په دې سپارلي اعتراض لیک کې د ورته څرګندونو او حرکتونو د مخنیوي غوښتنه وکړه او ورته څرګنده مو کړه چې؛ دا د ښه ګاونډیتوب په خلاف کار دی."

په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پنجاب مشر عصمت الله معاویه په یوه ویډیويي پيغام کې څرګنده کړه چې؛ پنجابي طالبان به له دې وروسته په افغانستان کې خپلو وسله والو جګړو ته زور ورکړي.

د پنجابي طالبانو پر دې څرګندونو د افغانستان په ملي امنیت شورا کې هم بحث وشو.

د دې شورا په اعلامیه کې راغلي چې؛ د پنجابي طالبانو دا اعلان په افغانستان کې د جګړې د لمن د پراخولو او د دې هیواد په چارو کې د پاکستان د استخباراتي سازمان ښکاره لاسوهنه په ډاګه کوي.

له بلې خوا د افغانستان د ملي شورا ځینې غړي وايي؛ دا ټولې څرګندونې د پاکستان د استخباراتي سازمان له خوا کیږي او غواړي له دې لارې افغان دولت تر فشار لاندې راولي.

سناتور محمد داوود اساس او په ولسي جرګه کې د خلکو استازي غلام فاروق مجروح په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"۱- دا د پاکستان د طالبانو وینا نه ده. دا د پاکستان د [آی. اس. آی] وینا ده چې؛ دوی یې کوي چې، په افغانستان کې دوی جګړې ته زور ورکړي. دا باید نړیواله ټولنه وڅیړي چې، دوی ولې داسې ویناګانې پنجابي طالبان یا آی اس آی کوي. دا په خلکو کې ویره اچوي چې؛ په دې نوم غواړي د افغانستان په حکومت فشارونه راوړي.

۲-په حقیقت کې د پاکستان په خاوره کې له اسلام نه یوه پيړۍ نه تیریږي؛ هغوی اوس د افغان مسلمانانو د وژلو فتوا صادروي؛ ښه ده چې، افغاني طالبان دا مساله درک کړي او پرېنږدي چې پاکستاني طالبان دې هیواد ته راشي."

افغان امنیتي چارواکو بیا ډاډ ورکړی چې؛ پر افغانستان د هر ډول حملو او ترویستي پلانونو د مخنیوي لپاره تیار دي.

د کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي چې؛ دا ډول ګواښونه د اندیښنې وړ نه دي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG