د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

"افغانستان باید د پاکستان پرضد د م.م امنیت شورا ته شکایت وکړي"


په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د خندوقونو له کیندنې خبر ورکړی او ویلي یې چې د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې یې د تروریستانو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره دا کار کړي؛ خو په افغانستان کې دننه خلک په دې باور دي چې؛ باید افغان حکومت د دې کار مخنیوی وکړي.

احمد سعیدي چې په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلوماټ و؛ وایي چې، باید افغان حکومت په درېیو اونیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د دغه مسالې په اړه شکایت وکړي او کنه نو ملګري ملتونه به بیا دغه کرښه په رسمیت وپیژني.

په دې اړه په کابل کې زموږ همکارې حمیده هارون عثمان له احمد سعیدي سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتنه کړې چې؛ د دغه خندقونو له کیندلو د پاکستان هدف څه دی چې؛ احمد سعیدي یې په ځواب کې ویلي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:47 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG