د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

"د افغانستان لپاره یوازینی انتخاب پاته دی"


فارن بالیسي خپرونې او ان بي سي نیوز د افغانستان د لانجمنو انتخاباتو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

فارن پالیسي نشریې خپلې یوې مقالې ته داسې نوم ورکړی؛ "د افغانستان لپاره یوازینی انتخاب پاته دی".

دغه نشریه لیکي چې، د امریکا ادارې په وار وار ویلي چې؛ تر هغو پورې چې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی د ملي وحدت حکومت د جوړېدو پر یوه چوکاټ توافق ونه کړي؛ نو د افغانستان لپاره به د امریکا مالي مرستي په ناڅاپي ډول ودریږي.

د فارن پالیسي په لیکنه په انتخاباتو کې د ګټونکي او بایلونکي پرته لیدل کیږي چې؛ د افغانستان د حکومت مشروعیت زیان لیدلی دی.

د مقالې لیکوال زیاتوي، د انتخاباتو بحران باید ډیر ژر پای ته ورسیږي؛ ځکه د انتخاباتي بهیر د اوږدېدو په نتیجه کې په افغانستان کې امنیتي او اقتصادي بې ثباتي رامنځته شوې ده.

فارن پالیسي لیکي، د ملي وحدت حکومت د جوړېدو لپاره بحثونه دوام لري؛ خو وایي، د افغانستان وضعیت لانور هم خراب شوی دی.

د دې تر څنګ، د انتخاباتي پروسې له اوږدیدو سره د افغانستان اقتصادي وضعیت هم ډیر ستونزمن ګڼل شوی دی.

نشریه د نړیوال بانک په حواله لیکي چې؛ د افغانستان سیاسي مسایلو د دغه هیواد اقتصادي پرمختګ له خنډونو سره مخامخ کړی او افغانستان یې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې د نړیوال بانک په فهرست کې له ۱۶۴ مقام څخه ۱۸۹ ته رسولی دی.

دغه نشریه لیکي، په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو په اړه ذهنیتونه خپاره شوي؛ خو وايي، داسې حکومت تر ډېره د منلو وړ نه دی؛ نو ځکه د نشریې په باور دواړه کاندیدان باید د خپلو اړیکو پر پیاوړتیا تمرکز وکړي او د دواړو ټیمونو تر ټولو ښه کسان غوره شي؛ تر څو د ټولو راپورته شویو ستونزو سره په ښه وجه مبارزه وشي.

د "ان. بي. سي" نیوز خبري شبکه هم د افغانستان د انتخاباتي بهیر اوږدیدو او لانجمنیدو ته اشاره کړې ده او هغه یې داسې ستونزه بللې چې څو میاشتې په ټپه ولاړه ده.

د دغې شبکې په باور، د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو خپل هیواد ناکامۍ ته ورنژدې کړی دی؛ په سیاسي بې ثباتۍ سره یې د عادي افغانانو ژوند له خطرونو سره مخامخ کړی دی او د بیکارۍ او جرایمو ګراف یې لوړ کړی دی.

ان بي سي نیوز دغه راز لیکي؛ د وسله والو طالبانو د بیا منسجم کیدو ویره هم لږه نه ده او خلک له دې اړخه اندیښنه لري.

دغه شبکه د افغانستان د مشرانو جرګې د یوه غړي نثار حارث هغه څرګندونو ته اشاره کړې چې؛ وايي، افغانستان تقریباً د تیرو کلونو کورنیو جګړو ته ورګرځیدلی دی.

د حارث په خبره د دغه هېواد وضعیت هره ورځ بدتره کیږي.

ان بي سي نیوز د ډیر شمیر هغو افغانانو څرګندونې خپرې کړې چې؛ د انتخاباتي بحران له کبله یې په اقتصادي برخه کې زیان لیدلی دی.

د دغو افغانانو په وینا، یوازې یو میلیون وګړي په کابل کې د انتخاباتو د بهیر د اوږدیدو له کبله زیانمن شوي دي.

رحیم شیرزاد یو له دغو کسانو دی او د ان بي سي خبري شبکې ته یې ویلي چې؛ ډیر پوروړی شوی او د اقتصادي مجبوریتونو له کبله یې په تیرو څو میاشتو کې د خپلې میرمني زر پلورلي دي.

ان بي سي نیوز لیکي، تحلیلګران او چارواکي اندیښمن دي چې؛ روان سیاسي کړکیچ، وسله وال طالبان پیاوړي کوي چې؛ خپل بریدونه لا ډیر کړي او هغوی ته دا چانس ورکوي چې؛ ځانونه د افغان سیاستوالو مناسب بدیل وګڼي.

XS
SM
MD
LG