د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

په پاکستان کې وروستيو سيلابونو ٢ ميليونه وګړي بې کوره کړي


د پاکستان دولتي چارواکي وايي چې، په دې وروستيو کې د دې هېواد په بېلابېلو سيمو کې توپاني اورښتونو او سيلابونو، سلګونه کسان وژلي او زرګونه نور يې بې کوره کړي دي.

پاکستاني رسنۍ د دې هېواد له طبيعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې NDMA د وياند احمد کمال په حواله وايي؛ وروستيو سيلابونو د دې هېواد د پنجاب ايالت په ګډون، په کشمير او ګلګت بلتستان کې تر دې دمه ٢٨٠ کسان وژلي او شاوخوا ٢ ميليونو نور يې بې کوره کړي دي.

دې سيلاب د پاکستان په ډېرى سيمو کې پر ځاني زيان سربېره مالي زيان هم اړولى او د چارواکو په وينا، تر دې دمه يواځې په پنجاب کې د سيلاب له امله ګڼ شمېر کلي تر اوبو لاندې شوي او ولاړو فصلونو ته سخت زيان اوښتى دى او همداراز په ګلګت بلتستان او پاکستاني کشمير کې د ځمکښويېدنې له امله ډېرى سړکونه هم له منځه تللي دي.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف د شنبې په ورځ ناوخته د پنجاب ايالت په جنګ ښار کې د سيلاب ځپلو سيمو دوره وکړه او له خبريالانو سره يې په خبرو کې وروستى سيلاب د خپل هېواد لپاره طبيعي افت وباله او ژمنه يې وکړه، چې له سيلاب ځپليو کورنيو سره به هر ډول مرستې وکړي:

"موږ به تر هغې پورې له تاسو سره يو او ستاسو خدمت به کوو؛ ترڅو چې مو له تاسو دا مصيبت نه وي لرې کړى. دا پر تاسو زموږ احسان نه دى، بلکې دا زموږ قومي فرض دی؛ چې ستاسو خدمت وکړو."

له بلې خوا د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ په يوه خپور کړي بيان کې ويلي؛ چې د پنجاب ايالت په بېلابېلو سيمو کې يې مرستندويه عمليات روان دي؛ تر دې دمه يې سلګونه کسان د هليکوپټرونو له لارې خوندي ځايونو ته لېږدولي او په سيلاب ځپلو سيمو کې يې ګرځنده کلينکونه جوړ کړي دی؛ چې بې کوره شويو خلکو ته لومړنۍ روغتيايي مرستې ورکوي.

پاکستان په دې وروستيو کلونو کې د شديدو توپاني موسمي بارانونو او سېلابونو شاهد و؛ چې ګڼو وګړيو يې په کې ژوند له لاسه ورکړى دى.

د ٢٠١٠م کال سېلابونه د دې هېواد تر ټولو بد سيلابونه ګڼل کېږي؛ چې د خيبر پښتونخوا په ګډون يې په پنجاب، سند او بلوچستان ايالت کې زرګونه کسان وژلي وو.

د يادونې وړ ده، چې د پنجاب ايالت په سيالکوټ، ګوجرانواله، ملتان او يو شمېر نورو کې اوس هم اوبه ولاړې دي، چې د خلکو ورځنى ژوند يې په ټپه درولى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG