د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۵۸

نړۍ

د اروپايي ټولنې او اوکراین ترمنځ د ازادې سوداګرۍ تړون وځنډول شو

اروپایې ټولنې او اوکرایین په خپلو کې د هر اړخیزي آزادې سوداګرۍ د تړون غوښتنه د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر یو دیرشمې نیټې ته وځنډوله.

د اروپایې ټولنې د سوداګرۍ چارو کمشنر کارل دې ګوټ پرون ویلي چې لا هم د اروپا مارکیټونه د اوکرایین د توکو پر مخ تر هغو خلاص دي؛ چې دغه تړون عملي کیږي.

نوموړي په بروکسل کې د اوکرایین د بهرنیو چارو له وزیر "پاولو کلیم کین" او د روسیې د اقتصادي پراختیا "الکسي یولیوکیف" سره تر خبرو وروسته دا څرګندونې وکړې.

دې ګوشت وویل، د دې پریکړې دلیل د اوکرایین ډیر نازک اقتصادي وضعیت دی.

هغه زیاته کړه، دا پنځلس میاشتنی ځنډ به درې سره لورو ته دا وخت ورکړي چې؛ د نورو نظریو او وړاندیزونو سره راشي.

روسیې په پرله پسې ډول د هغه اغیز په اړه اندیښنه ښودلې ده؛ ښایي دغه تړون یې د دوی د اقتصاد لپاره ولري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا یو ځل بیا روسیې ته وویل چې خپل پوځیان د اوکراین له پولې وباسي

د روسیې-اوکراین پوله

د امریکا متحدو ایالاتونو یو وار بیا له روسیې غوښتنه وکړه چې د اوکراین له سرحده خپل پوځیان وباسي.

دا غوښتنه داسې مهال وشوه چې وېره کېږي مسکو ښايي د جګړې نه کولو له ډاډ ورکولو سره- سره پر اوکراین یرغل ته ځان چمتو کړي.

د مسکو لپاره د امریکا سفیر جان سالیوال نن جمعه وویل، چې واشنګټن اوس دې ته انتظار دی چې له روسیې د اوکراین د بحران د ډیپلوماتیک حل لپاره د لیکلو پېشنهادونو ځواب ترلاسه کړي.

ده هیله وښوده چې له دې سره به د امریکايي او روسي ډیپلوماتانو ترمنځ کتنې ته زمینه برابره شي.

د مسکو لپاره د امریکا سفیر د روان کړکېچ د حل لپاره ډیپلوماسي یوازنۍ لار بللې خو خبرداری یې ورکړی، دا کار هغه وخت کېدی شي که روسیه د اوکراین پولې ته څېرمه خپل پوځي استحکامات لېرې کړي.

وروسته له هغې چې روسیې خپل څه باندې یولک پوځیان د اوکراین پولې ته څېرمه پر ځای کړل، ګڼو غربي چارواکو خبرداری ورکړ چې روسیه پر اوکراین پوځي اقدام ته ځان چمتو کوي، خو مسکو دا تور رد کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د نرګس محمدي لپاره تازه اعلان شوې سزا وغندله

د ایران یوه محکمه

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ایران د بشري حقونو د یوې مخکښې مدافع لپاره تازه اعلان شوې سزا وغندله.

دغه سازمان له تهرانه د نرګس محمدي د ژر او له قید او شرط پرته خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د بشري حقونو د څار په نړیوال سازمان کې د ایران د برخې څېړونکې تارا سپهري­فر د مېرمن محمدي بیا نیول کېدو او محاکمې ته په اشاره نن په یوه اعلامیه کې ویلي:" ایراني چارواکي د بشري حقونو د دې مدافع د بند د ناعادلانه حکم په اضافه کولو سره، په هره بڼه چې وې د هغې د ځپلو او غلې کولو هڅه کوي."

د نرګس محمدي مېړه، تقي رحماني د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ته ویلي چې په ایران کې یوې محکمې د هغه مېرمنه د ملي امنیت پر خلاف د خلکو ټولونې په تور په ۶ کلونو بند او د عامه نظم د اخلال او د ملي امنیت خلاف د اقدام په تور په دوو کلونو بند او ۷۴ دُرو وهلو محکومه کړې ده.

بلېنکن له بلاروسه غوښتي چې سیاسي بندیانو، له قید و شرط پرته خوشې کړي

انتوني بلېنکن

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن د بلاروس حکومته د سیاسي بندیانو، له قید و شرط پرته خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

دغه کسان د دې لپاره بندیان شوي چې د زورواکي الکساندر لوکاشینکو پر خلاف یې په ډله ییزو اعتراضونو کې برخه اخیستې ده.

بلېنکن په هغه اعلامیه کې چې پرون خپره شوې ویلي، د ۲۰۲۰کال د اګست میاشتې د ولسمشرۍ له درغلیو ډکو ټاکنو پر مهال په بلاروس کې تر ۱۰۰۰ زیات سیاسي کسان په بند کې دي او د بلاروس په لسګونو زره نورو بې ګناه وګړو هم په بند کې وخت تېر کړی دی.

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د ۲۰۲۰کال له اګست میاشتې راهیسې امریکا له خپلو شریکانو او همکارانو سره په همغږۍ د لوکاشینکو د جابر رژیم پر چارواکو او ملاتړو پنځه پړاوه بندیزونه لګولي دي.

په بلاروس کې د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو په تړاو چې په نتیجه کې یې لوکاشینکو ځان ګټونکی اعلان کړ، د بلاروس ګڼو وګړو په ډله ییزو اعتراضونو کې د ګډون له کبله محاکمه شوي دي.

ځینې غربي حکومتونه وايي، په هغو ټاکنو کې درغلي شوې، خو د بلاروس چارواکي دا تور نه مني.

د بلوچستان په کېچ سیمه کې ۱۰ پوځیان د وسله والو په بريد کې وژل شوي 

ارشیف؛ بلوچستان

د پاکستان پوځ وايي چې د بلوچستان په کېچ سیمه کې د دوی پر يوه امنيتي پوسته د وسله والو په بريد کې۱۰ سرتېري وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې ای اس پي ار پرون په يو بيان کې ويلي چې دا بريد د سې شنبې او چهارشنبې په منځنۍ شپه وشو چې د ډزو په تبادله کې يو وسله وال هم ووژل شو او يوشمېر نور ژوبل شول.

بيان زياتوي چې امنيتي ځواکونو د وسله والو پرضد د لټون عمليات پيل کړي او تر دې دمه يې درې وسله وال نيولي دي.

بل خوا د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ناقانونه ګرځول شوې ډلې "بلوچستان لبرېشن فرنټ" په يو خپور کړي بيان کې د دې بريد مسؤلیت منلی او د ۱۷ امنيتي سرتېرو د وژلو ادعا يې کړې ده.

د تاجکستان او قرغزستان سرحدي سیمو کې په اوربند هوکړه وشوه

د تاجکستان او قرغزستان چارواکي

د تاجکستان او قرغزستان چارواکو په سرحدي سیمو کې تر یوې جګړې وروسته پر اوربند موافقه وکړه.

د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې ویلي، په نښتو کې لږ تر لږه دوه ملکیان وژل شوي، د امنیتي ځواکونو د ۶ غړو په ګډون ۱۰ کسان ټپیان شوي.

بل خوا د قرغزستان روغتیا وزارت ویلي چې لږ تر لږه ۱۲ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د قرغزستان د اضطراري حالاتو وزارت ویلي چې د قرغزستان ۲۴۰۰ وګړي د شخړې له ساحې ایستل شوي دي.

د پنجشنبې ورځې نښتې له تېر کال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو سخت تاوتریخوالی و.

تېر کال هم په ورته نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي وو.

دواړو خواوو پر یو بل تور ولګاوه چې پولې ته غځېدلې لارې یې بندې کړي او ډزې یې پیل کړې دي.

روسیه: د امنیتي اندېښنو په اړه مو د امریکا "مثبت ځواب" نه دی ترلاسه کړی

اوکرایني ځواکونو سره د امریکا مرسته

روسیه وايي، د اوکراین پر سر د خپلو امنیتي اندېښنو په اړه یې د امریکا له لوري "مثبت ځواب" نه دی ترلاسه کړی.

خو وايي چې په یو شمیر مسئلو د خبرو د دوام امکان شته.

لکه څنګه چې تمه کېده، متحده ایالاتو او ناټو د چهارشنبې په ورځ په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په مخ د دروازو د تړلو لپاره د مسکو غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې په ختیځه اروپا کې د متحدو ځواکونو او پوځي تجهیزاتو په اړه خبرې نه کوي.

مسکو ته په یوه لیک کې متحده ایالاتو هغه څه تشریح کړل چې د اوکراین کړکیچ د حل لپاره "جدي ډیپلوماتیکه لاره" بولي.

اوس تمرکز پر دې دی چې ولسمشر پوتین به د امریکا وړاندیز ته څه ډول ځواب ووايي.

بلېنکن: که روسیه پر اوکراین  یرغل وکړي له سختو عواقبو سره به مخ شي

اوکرایني او امریکایي سرتېري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، که روسیه پر اوکراین د یرغل لاره غوره وګڼي نو له سختو عواقبو سره به مخامخ شي.

ښاغلي بلېنکن دا څرګندونې پرون له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

بلېنکن پر مسکو غږ وکړ چې له اوکراین او لوېدیځ سره د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماسۍ ته مخه کړي.

نوموړي وویل:" موږ په خورا اګاهانه ډول عمل کوو. او هر لازم اقدام به وکړو څو مسکو ته دا روښانه کړو چې دوه لارې لري: یا د ډيپلوماسۍ او ډیالوګ لاره چې اختلافونه له سوله ییزې لارې حل شي او یا د یرغل لار چې په دې صورت کې به له سختو عواقبو سره به مخامخ شي."

بلېنکن دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې واشنګټن د روسیې د تېرې میاشتې د اولتیماتومونو په ځواب کې خپل رسمي لیکلی دریځ اعلان کړ.

ښاغلي بلېنکن وویل، واشنګټن لاهم نه پوهېږي چې د اوکراین په اړه او د اروپا د امنیتي جوړښت د بدلون په برخه کې به د کریملېن وروستۍ پرېکړه څه وي.

د مسکو غوښتنه دا ده چې ناټو دې د اوکراین او ګرجستان په څېر د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو ته غړیتوب نه ورکوي او د اروپا له ختیځه دې خپل ځواکونه او وسلې د ختیځې اروپا هغو سیمو ته په شا کړي چې په ۱۹۹۹ کال کې د ناټو له پراختیا مخکې ځای پرځای شوي وو.

روسیې ته د لوېدیځ خبرداری؛ د بالتیک سمندرګي د ګاز نل لیکه په نښه کوو

د بالتیک سمندرګي ته نږدې نظامي تمرینات

جرمني او متحدایالاتو خبرداری ورکړی چې که روسیه اوکراین اشغال کړي نو دوی به د بالتیک سمندرګي په تل کې د روسیې د ګاز نل لیکه په نښه کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بایربوک پرون د سلواغې په اوومه پارلمان ته په وینا کې وویل چې حکومت له لوېدیځو متحدانو سره په ګډه د بندیزونو پر یوه لویه او هر اړخیزه کڅوړه کار کوي چې د نارد سټریم دوه په نوم د ګاز دا نل لیکه هم په کې شامله ده.

هغې ژمنه وکړه چې که روسیه پر اوکراین برید وکړي نو له سختو عواقبو سره به مخامخ شي.

د نارډ سټریم دوه نل لیکې چې ۱۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري او د روسیې ګاز به تر جرمني پورې رسوي، فعالېدو ته چمتو ده خو قانوني مراحل یې پاتې دي.

دا پروژه جرمني ته د روسيې د ګاز صادرات دوه ځلې زیاتوي خو نه د اوکراین له دودیزې لارې بلکې د بالتیک سمندرګي له لارې.

بل خوا په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې ویکتوریا نولانډ پرون خبریالانو ته وویل چې که روسیه پر اوکراین حمله وکړي نو د دې نل لیکې چارې به پرمخ ولاړې نه شي.

د قرغزستان او تاجکستان د سرحدي ځواکونو په نښتو کې ۱ ملکي وژل شوی

د تاجکستان-قرغزستان پولې ته نږدې سیمه

د قرغزستان او تاجکستان د سرحدي ځواکونو له خوا په لانجمن سرحد کې په تازه نښتو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د تاجکستان امنیتي چارواکو پرون ازادۍ راډیو ته وویل، د دې هېواد یو ملکي وګړی په دې نښتو کې وژل شوی او د سرحدي ساتونکو او ملکیانو په ګډون ۱۷ نور تپیان شوي دي.

دواړو لوریو د سرحدي سیمې د یوه سړک د بندولو او د نښتو د پیل پړه پر یوبل اچولې ده.

د قرغزستان د روغتیا وزارت د سیمې د یوه روغتیايي چارواکي په حواله وویل چې د دې هېواد ۴ سرتېري په چرو له لګېدو وروسته روغتون ته بیول شوي او د بېړنیو چارو وزارت وویل چې د دې سرحدي سیمې خلک له خپلو مېنو وځي.

د تاجکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دې هېواد د اړوندې سرحدي سیمې خلک هم له دې ځایه ایستل شوي دي.

د ډله ییز امنیت د تړون سازمان چې تاجکستان، قرغزستان یې غړي دي، ویلي دي چې د دې سازمان سکرتر جنرال د دواړو هېوادونو له پوځي چارواکو سره د نښتو د پای ته رسولو په اړه خبرې کړې دي.

شمالي کوریا ۲ مشکوک بالسټیک توغندي د سمندر پر لوري توغولي

آرشیف، د شمالي کوریا له لوري یو توغول شوی توغندی

شمالي کوریا دوه مشکوک بالسټیک توغندي د سمندر پر لوري توغولي چې په دې سره د هغو وسلو شمېر چې دې هېواد روانه میاشت ازمویلي، شپږو ته ورسېد.

د جنوبي کوریا پوځ پرون چهارشنبې (د سلواغې ۶مه) دا لنډ واټن ویشتونکي توغندي یاد کړل چې په خبره یې تر شل کیلو مترو پورې لوړ شوي او د ۱۹۰ کیلو مترو واټن له وهلو وروسته په ختیځ یا د جاپان په سمندرګې را پریوتي دي.

پر شمالي کوریا د بندیزونو له مخې دا هېواد د اټمي وسلو او لېرې واټن ویشتونکو توغندیو له ازموینو منع کړای شوی دی، خو یو شمېر کارپوهان وایي، پیونګ یانګ د نوېو توغندیو په ازموینې سره هڅه کوي چې د امریکا له متحدو ایالاتونو او جنوبي کوریا سره په راتلونکې خبرو کې یو برلاسی دریځ ولري.

د امریکا ساحلي ګارډ: ښايي د فلوریډا سواحلو کې ۳۹ کډوال وژل شوي وي

د فلوریډا په سواحلو کې یوه ډوبه شوې کښتۍ

د امریکا ساحلي ګارډ وایي، د دې وېره شته چې د فلورېډا سواحلو ته نژدې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې به چې غیر قانوني کډوال یې لېږدول، تر ۳۹ پورې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

ساحلي ګارډ ته وړمه ورځ وروسته له هغې خبرداری ورکړل شو چې یوې تجارتي کښتۍ یو کس چې د ډوبې شوې کښتۍ په یوې ټوټې پورې نښتی و، ژوندی وموند.

دغه ژغورل شوي کس ویلي، په کښتۍ کې نور ۳۹ تنه سپاره وو او هېڅ یوه هم د ژغورنې واسکټې نه درلودې.

د ساحلي ګارډ یوې افسرې جو ان بورډیان Jo-Ann Burdian خبریالانو ته وویل، دغې کښتۍ د جنوري په ۲۲مه نېټه له باهاماس څخه حرکت پیل کړی و او د سمندر په سختو څپو کې ډوبه شوه.

ساحلي ګارډ د دې پېښې په احتمالي ژوندي پاتې شوېو کسانو پسې د الوتکو او کښتیو په ذریعه د لټون عملیات پیل کړي دي.

جېمز وېب فضايي ټیلسکوپ د لمر په مدار کې خپل وروستي منزل ته ورسېد

جېمز وېب فضايي ټیلسکوپ له لمر سره نږدې

جېمز وېب فضايي ټیلسکوپ چې یوه میاشت وړاندې فضا ته استول شوی و، له ځمکې کابو یو میلیون او ۶ لکه کیلومتره لېرې د لمر په مدار کې خپل وروستي منزل ته ورسېد.

د ناسا د څېړونکو په وینا، دا ټیلسکوپ د خپل کوچني انجن په مرسته په وروستیو پنځو دقیقو کې په هغه ځای کې دېره شو چې د لمر په مدار کې د حرکت لپاره د جاذبې لازم تعادل لري.

دا ټیلسکوپ د امریکا په بالتیمور کې د دې ماموریت د کنټرول د مرکز د انجینرانو له لوري هدایت کېږي.

دوی وايي، دې مرکز ته یو شمېر راډیويي پیغامونه رسېدلي چې له هغو څخه څرګندېږي چې جېمز وېب ټیلسکوپ د لاکرانج ۲ په نوم ځای ته نژدې موقعیت غوره کړی دی.

د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوګ متحده عربي اماراتو ته ځي

د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوګ

ټاکل شوې ده چې د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوګ راتلونکې اوونۍ متحده عربي اماراتو ته په دوه ورځني سفر لاړ شي.

دا سفر چې تاریخي بلل شوی، د دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو له عادي کېدو وروسته کېږي.

د ولسمشر هرتزوګ دفتر په یوه بیان کې ویلي چې متحده عربي اماراتو ته د ولسمشر هرتزوګ سفر به د دوو هېوادونو ترمنځ یو نوی تاریخي باب پرانېزي.

په پام کې ده چې د اسراییل ولسمشر د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د کتنو ترڅنګ په دوبۍ کې یو نندارتون هم وګوري.

د اسراییل او متحده عربي اماراتو ترمنځ کابو ۱۶ میاشتې پخوا اړیکې ټینګې شوې.

جرمني په دې غور کوي چې پر'ټیلګرام' اپلېکېشن بندیز ولګوي

ټیلګرام

د جرمني حکومت په دې غور کوي چې د ټیلګرام پر پیغام رسوونکي اپلېکېشن بندیز ولګوي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، له ټیلګرام څخه په ځلونو د کرونا ضد واکسین په اړه د دسیسې د تیورۍ د خپروونکي چاینل او ان د وژلو د ګواښونو په توګه کار اخیستل شوی دی.

د فرانس پرېس پر اساس، ټیلګرام اپلېکېشن د کووېډ- ۱۹ د مخنیوي لپاره د جرمني د حکومت له پالیسۍ سره په مخالفت کې د یو شمېر تاوتریخجنو اعتراضونو په ترتیبولو کې هم مهم رول لرلی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر وړاندیز کړی، که ټیلګرام د غیر قانوني چلندونو د پای ته رسولو په هلو ځلو کې همکاري ونه کړي، حکومت به دا اپلېکېشن بشپړ منع کړي.

هند کې ځینې کسان پاریدلي وو چې د رېلګاډي ډبو ته یې اور ورته کړ

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د هند په ختیځ کې یو شمېر پارېدلیو خلکو پرون چهارشنبې(د سلواغې ۶مه) په کاري فرصتونو کې د عدالت د نه رعایتېدو په اعتراض کې د رېلګاډي ډبو ته اور ورته کړ.

پولیسو له ډنډو او اوښکې بهیوونکي ګاز څخه په کار اخیستو اعتراض کوونکي تیت پرک کړل.

د روانې اوونۍ له پیله په بیهار ایالت کې د دې ادعا په خاطر چې د رېل په دولتي برخه کې د کارموندنې ازموینه عادلانه نه ده اخیستل شوې، له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه کېږي.

په هند کې له ډېرو کلونو راهیسې بې روزګاري یوه لویه ستونزه ده او د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، تر ۱۰ میلیونه ډېرو کسانو په وروستۍ ازموینه کې چې د ۳۵ زره دندو لپاره واخېستل شوه، ګډون کړی وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG