د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

"هغه خبرونه چې له کابله راځي په ویرې او بیزارۍ پورې محدود نه دي"


نړېوالو ورځپاڼو د افغانستان د انتخاباتي لانجو او روانو حالاتو په اړه مطالب خپاره کړي دي

فارین پالیسي خپرونې په خپلې تازه ګڼې کې د افغانستان په اړه یو لیکنه کړې او په سرلیک کې یې وايي؛ ټول هغه خبرونه چې له کابله راځي په ویرې او بیزارۍ پورې محدود نه دي."

د خپرونې په باور دا سمه ده چې؛ د افغانستان انتخاباتي کړکیچ یو داسې پړاو ته رسیدلی چې؛ د منلو نه دی. دې کړکیچ د افغانستان اقتصاد ته دروند ګوزار ورکړی، طالبان یې زړور کړي چې، خپل بریدونه زیات کړي. له بلې خوا داسې خبرونه هم رارسیږي چې؛ امریکا په افغانستان کې د صفر پر انتخاب غور کوي چې؛ که تایید شي، نو ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي.

خپرونه زیاتوي دا سمه ده چې؛ یو افغانستان چې مشر ونه لري او ماتیدونکې نظامي ځواکونه ولري؛ کیدای شي چې، دا هیواد د قومي اختلافاتو خواته ولاړ شي. طبعاً دې خبرو د خلک احساسات پارولی او ټولو ته د خبرونو لوستل او اورېدل په زړه پورې دي.

خو د فارین پالیسي خپرونه زیاتوي؛ پر دې سربیره داسې هیلې هم شته چې؛ اوسنی په ټپه دریدلی حالت له مثبتو نتیجو سره پای ومومي؛ ځکه دواړه کاندیدان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله هغه تاوان درک کوي؛ چې اوسني وضیعت د افغانستان اقتصاد ته پېښ کړی دی او د بهرنیو مرستو د بندیدو په راتلونکې هم دواړه خبر دي.

دویم دا چې اشرف غني او عبدالله دواړو ژمنه کړې چې؛ له واشنګټن سره د امنیتي همکاریو تړون لاسلیک کوي؛ نو په داسې حالت که چېرې د صفر انتخاب مطرح وي؛ ولې امریکا د یو داسې تړون پر لاسلیک ټینګار کوي. پر دې سربیره د خپرونې په وینا لا هم کافي وخت شته چې؛ دواړه لوري بالاخره یوې نتیجې ته ورسیږي.

درېیم ټکی چې خپرونې ورته اشاره کړې؛ دا دی چې، هر څومره چې د افغانستان بحران اوږد شي؛ اقتصادي او سیاسي بحران هم په دې هیواد کې ژوریږي. دواړه کاندیدان په دې پوهیږي که په داسې یو وضیعت کې بیا دوی ګټونکي هم شي له لا ډیرو ستونزو سره به مخ وي. له همدې کبله هڅه کوي چې، د هواري لار پیدا کړي.

د خپرونې په باور، دې ستونزو ته په پام به اشرف غني او عبدالله ډیر ځان غوښتونکي وي چې؛ افغانستان دې په یو داسې وضیعت کې ګوري او دوی دې خپلو شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکوي او د افغانستان ملي ګټې دې له پامه غورځوي.

فارین پالیسي وايي، هیڅوک دا نه وايي، چې یو ښه پای ته رسیدل به اسانه کار وي؛ خو داسې امکان شته او د امریکا متحده ایالت کولای شي؛ له دواړو کاندیدانو سره په تماسونو په دې برخه کې د بریالیتوب امکان زیات کړي.

د ګلف نیوز په نوم خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼه د پاکستاني څیړونکي رحیم الله یوسفزي لیکنه خپره کړې؛ چې په کې نوموړی د ولسمشرۍ د څوکۍ له دواړو کاندیدانو سره د امریکا پر تماسونو ټینګار کوي.

رحیم الله یوسفزی هم په افغانستان کې روان کړکیچن حالت ته اشاره کوي او وايي، ښايي دا وضیعت د خلکو په ذهنونو کې داسې خطرونه ترسیم کړي چې؛ ګوندې افغانستان یو واربیا د کورنۍ جګړې خواته ځي او یا د پښتون، تاجک او نورو قومونو په نوم ویشل کیږي.

خو د رحیم الله یوسفزي په وینا، دا له امکانه لرې ده، ځکه افغانان وطندوسته دي او هیڅ کله به اجازه ورنه کړي چې؛ تاریخي کور یې وویشل شي. له بله پلوه ټول هغه کسان چې د اشرف غني او یا عبدالله په پلوۍ یې رايې ورکړي؛ چمتو نه دي چې د دوی په پلوی د یو بل په وړاندې ودریږي.

XS
SM
MD
LG