د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

"عبدالله به د ټاکنو پایلې ومني، خو ځینې ملګري به یې معترض پاتې شي"


د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات او د افغانستان په سرحدي سیمو کې د پاکستان له خوا د موانعو جوړول د کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې عمده مطالب جوړوي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په یوه مطلب کې د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي خبرې نقل کړي؛ چې وايي، د ټولو رایو د بیا شمیرنې او څیړنې بهیر په نړیوالو معیارونو تر سره شوی.

د ورځپاڼې په لیکنه، بان کې مون له دواړو کاندیدانو غوښتي چې؛ د ملي وحدت حکومت د جوړولو په اړه په خپلو ژمنو و دریږې.

سرنوشت:

سرنوشت آزادې ورځپاڼې هم په دې اړه یو مطلب لیکلی او په کې له ولسمشر حامد کرزي سره د ښاغلي مون خبرې نقل شوي چې؛ ویلي یې دي، ملګري ملتونه به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

محور:

محور غیر دولتي ورځپاڼه په خپل یو بل مطلب کې له دواړو کاندیدانو څخه په کابل کې د امریکا د سفیر غوښتنو ته اشاره کوي.

د ورځپاڼې په لیکنه، جیمز کننګهم وايي افغانستان د لومړي ځل لپاره په ډیموکراټیکه توګه د واک د لیږد په درشل کې دی او په وینا یې دغه لاسته راوړنه د قربانیو په بدل کې ترلاسه شوې چې باید هیرې نشي.

سرنوشت:

د جیمز کننګهم د څرګندونو په اړه سرنوشت ورځپاڼه د خپل مطلب په یوه برخه کې لیکي؛ چې وايي، د افغانستان سیاسي مشران باید د هغو میلیونونو افغانانو هیلو ته درناوی ولري چې؛ د خپل ژوند په خطر کې اچولو سره یې د خپلې ښې راتلونکې لپاره رایې ورکړې.

محور:

محور ورځپاڼې هم د انتخاباتو په اړه یو مطلب لیکلی؛ چې عنوان یې دی، "عبدالله عبدالله به د انتخاباتو پایلې ومني، خو ځینې ملګري به یې معترض پاتې شي".

په دغه مطلب کې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم یوه غړي عطا محمد نور وروستیو څرګندونو ته اشاره شوې چې؛ د ورځپاڼې په لیکنه دا څرګندونې یوازې تر خبرو محدودې بلل شوي دي.

د محور ورځپاڼې د یو بل مطلب عنوان دی، د ډیورنډ کرښې ته څیرمه د خندق کیندل ادامه لري.

د ورځپاڼې په لیکنه، پاکستان په بلوچستان ایالت کې له افغانستان سره پر پوله د څلور سوه اتیا کیلومتره په اوږدوالې د یوه خندق د ایستلو کار پيل کړی دی او لامل یې د شمالي وزیرستان له عملیاتو څخه افغانستان ته تښتیدلو وسله والو د بیرته راګرځیدو مخنیوی یاد کړی.

سرنوشت:

سرنوشت بیا په دې اړه د جنوبي پښتونخوا د سیاستوالو غبرګون راخیستی چې؛ د پاکستان د حکومت دا کار یې د پښتنو د بیلولو لپاره د پنجاب دسیسه بللې ده.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د شانګهای په غونډه کې د ولسمشر حامد کرزي د څرګندونو په اړه لیکلي.

ورځپاڼه د ښاغلي کرزي په حواله لیکي؛ چې ایې، د ټروریزم او افراطیت ریښې له افغانستانه دباندې دي او د بهرني سیاست تر نامه لاندې له تروریزمه ګټه اخیستل د هیچا په ګټه نه دي.

د ورځپاڼې په لیکنه ولسمشر حامد کرزي دغه راز تروریزم د ټولې سیمې لپاره ګواښ بللی او پر خلاف یې د ګډې مبارزې غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG