د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

پر ملالې یوسفزۍ په برید کې ښکېل کسان ونیول شول


پاکستان پوځ وايي پر ملالې يوسفزۍ او د هغې پر ملګرو په برید کې ککړ واړه تورن کسان یې نیولي دي.


د پنجاب صوبې په پنډۍ ښار کې یوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال د پاکستان پوځ مطبوعاتوڅانګې مشر «ډي جي ای اېس پي ار» مېجر جنرل عاصم سليم باجوه وویل، چې څه موده وړاندې یې د شورا په نامه یوه لس کسیزه ډله په سوات کې نیولې چې پر ملالې يوسفزۍ او د هغې پر ملګرو کائنات او شازيه په حمله کې ککړ ول.

په ۲۰۱۲م کال په هاغه برید کې درې واړه نجونه ژوبلې شوې خو ملاله ډېره سخته ژوبله وه چې بیا یې د بریتانیا په برمنګم ښار کې د کوپړۍ لوی عملیات وشول. هغه اوس جوړه ده او د ماشومانو زدکړو حقونو لپاره جهاني مبارزه کوه.


د پوځ وياند په خبره د دغې ډلې مشر ظفر اقبال وو چې د ملا فضل الله په امر یې پر ملاله یوسفزۍ او د هغې پر دوو نورو ملګرو له خپله ښوونځي و کور ته په یو ګاړي کې د تلو پر مهال برید کړی وو.


عاصم سليم باجوه زياته کړه چې په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات په کاميابۍ سره روان دي او د وروستي وسله وال تر ختميدو به په ارامه نه کښېني.

XS
SM
MD
LG