د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

د خوست د استناف څارنوال صادقانه خدمت وستایل شو


که یو نظام د ډېرې پرمختللې ټکنالوژۍ څخه برخمن وي او په اقتصادي لحاظ څومره هم پر ځان بسیا وي، خو چې په دا نظام کې عدالت او دقانون تطبیق نه وي، هغه پایښت نه موموي او رانسکوریږي.

دغه څرګندونې د پنجشنبې ورځې ناوخته په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو منتخب استازي همایون همایون د خوست د مدني فعالانو، د ټولنیزو سازمانونو غړو او قومي مشرانو په هغه ناسته کې وکړې، چې د یاد ولایت د استناف څارنوال له خوا د فساد پر ضد د کلکې مبارزې د ستاینې او قدرداني په موخه رابلل شوې وه.

همایون همایون وویل، چې د څارنوال شعیب ثابت د ستاینې او تقدیرولو اوسنۍ ناسته د هغو خلکو په غوښتنه رابلل شوې، چې دوی په یاده اداره کې نه دي ځورول شوي او رشوت ورځینې نه دی اخیستل شوی:

″کله چې په یوه نظام کې عدالت موجود نه وي، هغه نظام که خورا ډېر توپونه او ټانکونه ولري، که اتوم بمونه ولري او د دنیا پیسې ورسره وي، هغه نظام نسکوریږي، ځکه چې عدالت په کې نشته، دا تقدیرنامه د مدني فعالانو د زړه د احساساتو ښکارندویه ده، دا د هغو خلکو په خاطر دي، چې دوی په څارنوالۍ کې په تکلیف شوي نه دي، او دې ارګان کې ورځینې رشوت نه دی اخېستل شوی.″

د خوست د استناف څارنوال شعیب ثابت د نږدې دوو کالونو راهیسې په دې پست دنده ترسره کوي او د خوست خلک او مدني فعالان یې له دې کبله د تقدیر وړ بولي، چې د فساد او رشوت پر ضد يې رښتینې مبارزه کړې او په ټولیز ډول يې په جزايي مسائیلو کې د قانون تطبیق ته لاره هواره کړې ده.

مدني فعال نصیراحمد روښان مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د دې نمانځغونډې جوړول د دې ښکارندويي کوي، چې د خوست ولسونه د هغو کسانو ملاتړ کوي، چې د عدالت او د قانون پلي کیدنې له پاره يې مبارزه رښتونې وي:

″ښاغلی ثابت د خوست په کچه یو د هغو څارنوالو څخه دی، چې د عدالت د تامین، د خلکو د حقوقو د ساتنې او په عین حال کې يې د فساد پر وړاندې پراخه مبارزه کړې، ده ته په غونډه کې په علني توګه وویل شول، چې د خوست خلک د عدالت غوښتونکي دي او هر هغه څوک چې د عدالت د تامین، د خلکو د حقوقو د ساتنې او د فساد د مخنیوي له پاره کلکه مبارزه کوي، ولس ورسره ملاتړی دی او پخوا کې يې ولاړ دی.″

د خوست د استناف څارنوالۍ رئیس شعیب ثابت په خپلو خبرو کې له دې کبله چې په ولس کې دا بیداري پیدا شوې، چې د خپلو خدمتګارانو ستاینه او نمانځنه کوي، خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې په افغانستان کې د ټولو ستونزو او مشکلاتو اساسي لامل په ښه ډول د قانون نه پلي کیدنه ده:

″دا یو حقیقت دی او هېڅوک ورباندې سترګې نه شي پټولای چې افغانستان په اداري فساد کې لومړی یا دویم مقام ګټلی دی، دا هم یقیني خبره ده، چې افغانستان وران دی، د فساد دلاسه وران دی، که چیرې په دې هېواد کې قانون تطبیق شي لکه څرنګه چې قانون او شریعت وايي، نو نه به موږ مخالفین ولرو، نه به داسې څوک پیدا شي، چې په دې هېواد کې لاسوهنې ته زړه ښه کړي.

ستاسو دغه ملاتو زما له پاره با ارزښترینه تحفه ده، د فساد په مقابل کې زما لس کاله کیږي، چې مبارزه مې شروع کړې ده، خو په دې لسو کالونو کې دا لومړی ځل دی، چې ولس دا احساس وکړ، چې داسې څوک شته چې د فساد مخه نیسي او تاسو ورځینې ملاتړ کوئ.″

کتونکي د خلکو او مدني ټولنو له خوا د دا ډول ناستو او نمانځغونډو جوړول له دې کبله ګټور او اغېزمن بولي، چې دا کار د هغو خلکو د هڅونې لامل ګرځي، چې خپلو ورسپارل شوې دندې په ښه ډول اجراء کوي، همدارنګه هغه کسان هم خپلو مسوولیتونو ته متوجه کوي، چې په خپلو چارو کې غافله او بې پرواء دي او د مسوولیت احساس نه کوي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG