ولډ پالټیکس ریویو خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په ګډون د مختلفو هېوادونو امنیتي سرتیرو ته د امریکا د پوځي روزنې په اړه یو مطلب خپور کړی دی.
خپرونه لیکي:
دا سمه ده چې امریکا د نورو هېوادونو د سرتیرو په روزولو سره د خپلو ځواکونو مرګ ژوبله کموي خو دې سیاست کومه د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې.
ولډ پالیټیکس ریویو لیکلي:
د امریکا له خوا د پوځي روزنې د پروګرام ښه مثال افغانستان دی چې د مطلب د لیکونکي په خبره هیڅوک دا وړاندوینه نه شي کولای چې افغان ځواکونه به د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته د خپل هېواد امنیت هغه شان چې لازمه ده ټنیګ کړي او کنه.
خپرونه زیاتوي:
په افغانستان کې د امریکا د مرستو د څار د ادارې سرمفتش وايي، د متحده ایالاتو له خوا د افغان ځواکونو د تجهیز او روزنې په پروسه کې ډیرې زیاتې پیسې د اداري فساد له امله ضایع شوي دي.
ولډ پالیټیکس ریویو وړاندې لیکي:
که هغو ډلو ته روزنه ورکړل شي چې؛ دولت او نظام ته وفاداره نه وي نو کیداي شي چې پایلې يي خطرناکه وي.
د بخښنې د نړېوال سازمان یا امنسټي انترنشل خپرونې په کونړولایت کې د ناټو ځواکونو په بمبارۍ کې د ملکي وګړو د وژل کیدو د راپورونو په اړه یوه مقاله لیکلي:
د دغه شان حملو په باب باید سمدستي او دقیقه پلټنه وشي.
امنستي انترنشنل خپرونه وايي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د حساب نه ورکولو موضوع د دې هیواد خلکو ته دا پیغام ورکوي چې نړیوال ځواکونه د عامو خلکو ژوند ته هیڅ اهمیت نه ورکوي او د جګړې هرډول اصول تر پښو لاندې کوي.
د عفوې نړېوال سازمان وايي، په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو دمرګژوبلې په اړه نه کره معلومات ثبت شوي او که پلټنه هم شوي وي هغه هم ښايي په دیرو کمو مواردو کې وي.
امنستي انترنشل وړاندې لیکي:
له ۲۰۰۹ کاله تراوسه پورې متحده ایالاتو د ۶ پیښو په اړه چې امریکايي سرتیري په کې د افغان ملکیانو په وژلو تورن شوي دي، د ترسره شوو محاکمو جزئیات خپاره کړي دي.