د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۳۸

د انتخاباتي ټیمونو د پنجشنبې د ورځې د لیدو هڅې ناکامې شوې


د ملي وحدت د حکومت په اړه د بحث لپاره د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو د کتنې لپاره هڅې پرون ناکامې شوې.

د دواړو ټیمونو استازي دا تاییدوي چې؛ د ملګروملتونو او امریکايي چارواکو په استازیتوب پرونۍ هڅې بې نتیجې وې.

د عبدالله عبدالله ټیم وايي، دا هڅې د یوې نوې طرحې په اړه له سیال ټیم سره د خبرو لپاره پیل شوي خو د اشرف غني احمدزي ټیم وايي، د مقابل لوري له قانونه اوچتې غوښتنې د دې هڅو د ناکامۍ باعث شوې.

د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا او ملګروملتونو چارواکو یو ځل بیا هڅه وکړه چې د ولسمشرۍ دوه کاندیدان خبرو ته کېنوي څو د افغانستان د انتخاباتو لانجه حل کړي.

د عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وايي، د انتخاباتې لانجې د حل په مقصد پریوې نوې طرحې کار روان دی خو پرون په دې برخه کې وروستۍ موافقه ونه شوه مګر د اشرف غني احمدزي د تحول او تداوم ټیم دا هڅې ناکامې وبللې.

د تحول او تداوم د ډلې یوه ویاند طاهر زهیرله ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د دې هڅو د ناکامۍ پړه د اصلاحاتو او همپالنې پرسیال ټیم واچوله او ویې ویل:

″د دې پاتې راتلو عامل موږ نه یو. مقابل ټیم له قانونه د لوړو غوښتنو په طرح کولو سره هم لانجه رامنځ ته کوي او هم اعلان کوي چې له دې بهیره وتلي یو.

زما باور دا دی چې دوی له دې بهیره د هره ورځ وتلو پرځای باید پر خپلو غوښتنو له سره غور وکړي څو ټول مسایل د اساسي قانون په چوکاټ کې دننه حل شي.″

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د ګردسره یوې نوې طرحې خبره کوي.

د دې ډلې ویاند فضل الرحمن اوریا ازادۍ راډیو ته وویل، د دواړو مشرانو کتنه د همدې نوې طرحې په اړه د بحث لپاره په پام کې ده چې که دواړه ټیمونه پرې سلا شي نو بیا به د دواړو ټیمونو د مشرانو په کتنه کې بحث پرې وشي:

″له څو ورځو راپه دې خوا نړېوال دوستان تګ راتګ کوي او پر یوې نوې طرحې په غیر مستقیم ډول د نړېوالو دوستانو په مرسته کار کېږي اما د دې طرحې په اړه لا نهايي موافقه نه ده شوې. که نهايي موافقه پرې وشوه نو بیا به دواړه مشران ګډه ناسته ولري.″

ښاغلي اوریا د نوې طرحې په اړه د جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه او د هغو بهرنیانو په اړه یې هم جزییات څرګند نه کړل چې په دې برخه کې هڅې کوي خو د تحول او تداوم د ټیم ویاند ښاغلي زهیر په دې اړه بې پردې خبرې وکړې:

″د ملګروملتونو د سیاسي دفترمرستیال چې په افغانستان کې دی له دواړو کاندیدانو سره وکتل، همدا راز د متحدو ایالاتو سفیرله دواړو کاندیدانو سره جلا کتنې درلودې.

د افغانستان دې نړېوالو دوستانو هڅې پیل کړي چې د دواړو کاندیدانو د ناستې امکان برابرشي.″

د اصلاحاتو او همپالنې ټیم پرون خبرداری ورکړ، چې د تحول او تداوم د ټیم له ګډون پرته به په خپله د ملي یووالي حکومت جوړ کړي.

د دې ډلې ویاند فضل الرحمن اوریا ازادۍ راډیو ته وویل، چې د تحول او تدوام ټیم کولای شي د ملي یووالي په حکومت کې له دوی سره برخه واخلي کنه له سیاسي انزوا سره به مخامخ شي.

خو د تحول او تداوم د ټیم ویاند طاهرظهیر ازادي راډیو ته وویل چې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم دا خبرې له قانون سره په ټکر کې دي.

XS
SM
MD
LG