د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

"اوباما ولې د داعش ډلې د ماتې خبرې کوي او د طالبانو د ماتولو په اړه څه نه وایي؟"


امریکا چاپ، فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼه کې؛ "جمهور رییس اوباما ولې د اسلامي دولت ډلې د ماتې خبرې کوي او د طالبانو د ماتولو په اړه څه نه وایي؟" تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړي او په یوه برخه کي یي راغلي:

جمهور ريیس بارک اوباما د خپل کار په لومړیو ورځو کي د طالبانو په اړه په احتیاط سره خبرې کولې. ده د ۲۰۰۹م کال مارچ میاشت کې ویلي وو؛ چې د آسیا په جنوب کې د امریکایي ځواکونو د عملیاتو اصلي هدف په افغانستان او پاکستان کې د القاعده شبکې ماتول دي او د همدې کال په ډسمبر میاشت کې افغانستان ته د سفر پرمهال یې خپله خبره تکرار کړه.

خپرونه زیاتوي، جمهور رییس بارک اوباما د ۲۰۰۹م کال مارچ میاشت کي دا هم ویلې و چې د طالبانو یوه نه پخلاکیدونکي ډله شته چې پوځې چلند باید ورسره وشي او د طالبانو د حرکت مخه باید ونیوله شي.

فارین پالیسي وړاندې لیکي، د ۲۰۱۱م کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا جمهور رییس څرګنده کړه چې القاعده شبکې ته باید ماتې ورکړه شي؛ ترڅو طالبان یو ځل بیا واک ته ونه رسیږي.

د خپرونې په باور، جمهور رییس بارک اوباما کولای شول؛ ساده جملې یا الفاظ استعمال کړي او ووایي؛ چې القاعده او طالبانو ته باید ماتې ورکړی شي؛ خو بیایي هم طالبان جلا کړل.

فارین پالیسي لیکي، په تیرو دیارلسو کلونو کې د طالبانو پر وړاندې د امریکا دریځ دا و؛ که چېرې طالبان له القاعده څخه ځانونه لري کړي؛ کولای شي چې، د افغانستان سیاسي پروسې کې شامل او بېرته ټولنې ته داخل شي.

مګر طالبان له القاعده شبکې سره د دوستۍ اوږده سابقه لري او هیڅکله یې د افغان حکومت او امریکا وړاندیزونه نه دي منلي.

اټلنټک خپرونې په وروستۍ ګڼه کې د افغانانو د ژوند یوې ټولنیزې برخې ته اشاره کړې او لیکي چې؛ "ولې افغانې نجونې د هلکانو جامې اغوندې؟"

خپرونه لیکي، په یوې ټولنه کې چې تل په کې هلکان پر نجونو ارجحیت یا برتري ولري؛ له همدې امله به ځینې نجونې د هلکانو جامې اغوندي.

اټلنټک خپرونه وړاندې لیکي، د افغانستان په ښوونځیو او ادارو او حتی د خلکو په منځ کې د هلکانو د جامو اغوستونکې اصطلاح مروجه ده. هلکان په آسانۍ سره کولای شي چې؛ له کوره بهر وګرځې، امنیت یې زیات ستونزمن نه دی، په آسانۍ سره کار پیدا کولای شي او کومې کورنۍ چې زیاتې لوڼې لري؛ ځینو لوڼو ته د هلکانو جامې وراغوندي او د هلکانو په توګه یې معرفي کوي.

خپرونې په دي اړه زیات مثالونه بیان کړي او د دې ډول نجونو له کورنیو او ښوونکو سره یې مرکې کړي دي.

اټلنټک خپرونه زیاتوي، کله چې په افغانې ټولنه کې له نارینه و څخه وپوښتۍ چې د ښځې او نارینه ترمنځ توپیر څه دی؟ دوی وایي، ښځې تر نارینه وو زیاتې با احساسه، زړه سواندې او په جسمې لحاظ له سړیو نه کمزوري دي؛ خو کله چې له ښځو څخه که فقیري او یا مالداره وي، بې سواده وي او که سواد لرونکي، همدا پوښتنه وکړئ؛ هغوی به درته په ځواب کې ووایي، د ښځې او نارینه ترمنځ ستر توپير په یوې کلمه کې یعنې "آزادۍ" کې دی.

XS
SM
MD
LG