د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

ابدالي: د تروریستانو اساسي هدف د ټولې سیمې بې ثباته کول دي


فارن پالیسي:

فارن پالیسي خپرونې په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفیر شیدا ابدالي یوه مقاله خپره کړې ده.

ښاغلی ابدالي لیکلي، افغانستان او هند له یوې اوږدې مودې راهیسې د هغو سخت دریځو او تروریستانو هدف ګرځیدلی چې په پاکستان کې میشت دي.

که څه هم چې دا ډلې تر مختلفو نومونو لاندې فعالیت کوي؛ خو ګډ او اساسي هدف يې د افغانستان، هند او ټولې سیمې بې ثباته کول دي.

ښاغلي ابدالي فارن پالیسي ته په خپله مقاله کې لیکلي؛ له تیرو ۱۳ کلونو راهیسې مختلفې وسله واله ډلې چې د طالبانو په نوم د چتر لاندې فعالیت کوي؛ د ځانوژونکو بریدونو، چاودونو او نورو بریدونو په واسطه د افغانستان خلک او سرتیري وژني او غواړي چې، د افغانستان د تیرې یوې لسیزې لاسته راوړنې له مینځه یوسي.

فارن پالیسي په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفیر په حواله وايي؛ که وسله والو ته د فعالیت دغه شان زمینه برابره وي؛ نو لرې نه ده چې، افغانستان بیا د نړیوالو سخت دریځو په پنا ګاه بدل شي او له دې ځایه به پر نړیوالو د تروریستي بریدونو پلانونه عملي کیږي.

شیدا محمد ابدالي فارن پالیسي ته لیکلي؛ افغانان له کلونو راهیسې نړیوالو ته د هغو وسله والو په اړه خبرداری ورکړي چې؛ په باکستان کې خوندي پنا ځایونه لري او په مستقیمه توګه د پاکستان د حکومتي ادارو له خوا يې تمویل او لارښونه کیږي.

د نوموړي په وینا، افغانستان له خپلو ګاوندیانو په ځانګړي ډول هند؛ چین او روسيي غواړي چې، د افغانانو دا خبرداری عادي ونه ګڼي؛ ځکه دا اوس یوازې افغانستان ته نه بلکې ټولې سیمې او نړی ته یو ګواښ دی.

فایننشیل ټایمز:

فایننشیل ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی؛ چې عنوان يې دی "په افغانستان کې د ناټو ځواکونو کمښت د بګرام ښار اقتصادي وضعیت له ګواښ سره مخامخ کړی دی"

ورځپاڼه لیکي: په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د نړیوالې ټولنې د مرستو په نتیجه کې د افغانستان اقتصاد په ستره اندازه وده وکړه.

خو د فایننشیل ټایمز په وینا، د تیرې یوې لسیزې د پرمختګونو سره سره بیا هم افغانستان ناداره او پر نړیوالو مرستو ولاړ هېواد دی.

د کابل شمال ته د بګرام د ښارګوټي اوسیدونکی حاجي عنایت الله فایننشیل ټایمز ته ویلي؛ کلونو مخکې چې دی هلک و بګرام له څو خټینو کورونو جوړه یوه سیمه وه چې؛ یو روغتون او یو ښونځي يې درلود.

خو عنایت الله چې اوس ۳۸ کلن دی وايي؛ د بګرام نفوس اوس دوه لکه کسانو ته لوړ شوی، پینځه څلویښت ښونځي په کې جوړ شوي او ۱۰ روغتونونه لري.

نوموړي ورځپاڼې ته ویلي دلته چې هر څه وینی دا وروسته له هغې پیدا او جوړ شول چې امریکايي او برتانوي ځواکونو د بګرام هوايي اډه خپله اساسي او مهمه قرارګاه وګرځوله.

فایننشیل ټایمز وړاندې لیکي اوس چې نړیوال ځواکونه په وتو دي په بګرام او نورو دغه شان سیمو کې د خلکو اندیښنې مخ په زیاتید دي او هغه ځکه چې ددې سیمې د اوسیدونکو زیاته تکیه د امریکايي او متحدانو د ځواکونو پر لښګتونو او پانګونې وه.

ورځپاڼه د بګرام د یو شمیر اوسیدونکو په حواله لیکي: له کله نه چې دغلته د نړیوالو ځواکونو د کمیدو بهیر پیل شوی او د خلکو اقتصاد له ګواښ سره مخامخ شوی ،په بګرام کې د جرمونو ګراف لوړ شوی دی.

د بګرام یو شمیر اوسیدونکي اندیښنه لري چې د کار روزګار د نشتوالي په صورت کې به ځوانان یا جرمونو ته مخه کړي او یا به له طالبانو سره یو ځای شي.

XS
SM
MD
LG