د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۶

په پاکستان کې سيلابونو زرګونه خلک بې کوره کړي‎


د پاکستان دولتي چارواکي وايي چې، په دې وروستيو کې د دې هېواد په بېلابېلو سيمو کې توپاني اورښتونو او سيلابونو؛ سلګونه کسان وژلي او زرګونه نور يې بې کوره کړي دي.

د پاکستان دولتي ټلويزيون، له طبيعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې NDMAد چارواکيو په حواله وايي؛ وروستيو سيلابونو د دې هېواد د پنجاب ايالت په ګډون، په کشمير او ګلګت بلتستان کې تر ټولو زيات ځاني او مالي زيانونه اړولي؛ چې په ترڅ کې يې يواځې د پنجاب ايالت په بېلابېلو سيمو کې ١٥٦ کسان وژل شوي؛ سلګونه نور ټبيان شوي او تر پېنځو لکو زيات بې کوره شوي دي.

همداراز د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې سيلابونو تر دې دمه ٦٤ او په ګلګت بلتستان کې ١١ کسان وژلي دي او تر ٣٠ زرو زيات بې کوره کړي دي.

دې سيلاب د پاکستان په ټولو سيمو کې پر ځاني زيان سربېره مالي زيان هم اړولى او د چارواکيو په وينا؛ تر دې دمه يواځې په پنجاب کې د سيلاب له امله تر زرو ډېرې ودانۍ نړېدلي دي او همداراز په ګلګت بلستان او کشمير کې د ځمکښويدنې له امله ډېرى سړکونه هم له منځه تللي.

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان ملي پارلمان ته د وينا پر مهال؛ اوسنى سيلاب د پاکستان د ځينو سيمو لپاره د تاريخ تر ټولو بد سيلاب وباله.

نوموړي وويل، چې دغو سيلابونو د پنجاب په بېلابېلو سيمو کې ولاړو فصلونو ته سخت زيان اړولى، چې دا يې د پاکستان د اقتصاد لپاره دروند ګوزار وباله:

" سږني سيلابونه د پاکستان د ځينو سيمو لپاره د تاريخ تر ټولو بد سيلابونه دي. دغو سيلابونو په ځانګړې توګه د پنجاب ايالت سيالکوټ، ګوجرانواله او يو شمېر نورې سيمې تر ټولو زياتې ځپلي او ډېرو خلکو په همدې سيمو کې خپل ژوند له لاسه ورکړى. د وروستيو سيلابونو له امله د پنجاب او کشمير زرګونه خلک بې کوره شوي هم دي. "

له بلې خوا د پاکستان حکومت او پوځ په سيلاب ځپلو سيمو کې مرستندويه عمليات پيل کړي او د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر وايي، د پنجاب او ګلګت بلتستان په ګډون يې زيانمنو شويو سيمو ته مرستندويه ټيمونه لېږلي او زياتوي، چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف د سه شنبې په ورځ په پنجاب ايالت کې د سېلاب ځپلو سيمو دوره هم وکړه.

پاکستان په دې وروستيو کلونو کې د شديدو توپاني موسمي بارانونو او سېلابونو شاهد و، چې ګڼو وګړيو يې پکې ژوند له لاسه ورکړى دى.

د ٢٠١٠م کال سېلابونه ددې هېواد تر ټولو بد سيلابونه ګڼل کېږي، چې د خيبر پښتونخوا په ګډون يې په پنجاب، سند او بلوچستان ايالت کې زرګونه کسان وژلي وو.

د يادونې وړ ده، چې د پنجاب ايالت په مرکزي ښار لاهور، سيالکوټ، ګوجرانواله او يو شمېر نورو سيمو کې اوس هم اوبه ولاړې دي، چې د خلکو ورځنى ژوند يې په ټپه درولى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG