د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

"د پغمان ډله ییز تیری کوونکي باید علني اعدام شي"


د کابل ښار سلګونو اوسیدونکو او د مدني ټولنو یو شمیر فعالانو د یوې مظاهر په ترڅ کې د پغمان د وروستي جنایت عاملینو ته د علني اعدام غوښتنه وکړه.

په داسې حال کې چې د کابل ابتدایه محکمې د پغمان د پیښې په اړه نیول شويو مجرمینو ته د اعدام سزا اعلان کړه؛ د کابل ښار په یوه بله څنډه کې د مدني ټولنو یو شمیر فعالانو او د کابل سلګونو ښاریانو له حکومته وغوښتل چې دې کسانو ته د اعدام سزا ژر عملي شي.

مظاهره کوونکي چې د یکشنبې په ورځ هوایې ډګر ته په غځیدلي سړک د سترې محکمې مخې ته راټول شوي وو؛ په خپلو شعارونو کې د پغمان د پیښې جنایتکاران د ټول ملت په وړاندې مجرمین بلل او د هغوی د مرګ غوښتنه یې کوله.

په لاریون کې په لسګونو ښځو هم ګډون درلود او په خپلو شعارونو کې یې ویل چې؛ د پغمان د پیښې عاملینو ته محکمه باید علني وي تر څو په راتلونکي کې څوک داسې کړنو ته زړه ښه نه کړي.

د دوی له ډلې څخه حمیرا قادري د لاریون په پریکړه لیک کې د لاریون کونکو غوښتنې د سترې محکمې مخې ته داسې بیان کړې.

"موږ په خپلو خویندو بې رحمانه جنسي تیري د افغانستان په ملت او عزت جنسي تیری بولو.

د دې جنسي تیري عاملین باید په سختو سزاوو محکوم شي او د دې جنایتکارانو محکمه باید ډير ژر په علني ډول تر سره شي."

په ورته وخت کې لاریون کونکو له حکومت او د بشري حقونو له بنسټونو وغوښتل چې؛ د پغمان په پیښه کې د متضررو کورنیو ژوند ته پاملرنه ډيره او د دوی د روحي او فزیکي ډاډ لپاره دې کار وکړي.

د ځوانانو ملي جرګې د یوه بنسټ غړی د نه خوړو اعتصاب کړی
د ځوانانو ملي جرګې د یوه بنسټ غړی د نه خوړو اعتصاب کړی

په همدې ترڅ کې د کابل ښاره په یوه بله څنډه د زنبق په څلورلاري کې د افغانستان د سولې لپاره د ځوانانو ملي جرګې په نوم د یوه بنسټ غړو خیمه درولې او وایي چې، تر هغې به د نه خوړلو اعتصاب ته ادامه ورکړي؛ تر څو چې د پغمان د پیښې مجرمینو ته د اعدام سزا عملي نه شي.

په ورته وخت کې د ملي شورا غړي چې د اوړي د رخصتیو د پای ته رسیدو ورسته د یکشنبې په ورځ د یوې بلي کاري دورې لپاره سره ملي شورا کې راغونډ شوي وو؛ له حکومته وغوښتل چې، د پغمان د پیښې مجرمینو ته باید له اسلامي شریعت سره سم علني سزا ورکړي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي په دې اړه داسې وویل:

"د پغمان د ډله ییز جنسي تیري پیښه په سختو الفاظو غندو او د محمدي شریعت هر حکم چې د افغانستان له محکمو صادریږي باید په عام محضر کې عملي شي."

دا په داسې حال کې ده چې، جمهور رییس حامد کرزي او نورو جهادي مشرانو هم له عدلي او قضایې ارګانونو غوښتي؛ هر څومره ژر چې امکان ولري؛ د پغمان پیښې عاملین باید اعدام کړای شي.

ویل کیږي چې، د دې ناوړه پیښې اووه مجرمین چې شاوخوا لس ورځې وړاندې یې د کابل د پغمان په ولسوالۍ کې د ښځو سره ډله ییز جنسي تیري کړي وه او وروسته یې د دوی ګاڼې هم لوټلې وې؛ نیول شوي او د نورو د نیول کیدو هڅې روانې دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG