د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۳۳

نړۍ

امريکا تاييد کړه چې په عراق کې يې هوايي حملې پيل کړي

د امريکا دفاع وزير چک هېګل وايي؛ متحده ايالاتو د عراق ستراتيژيک بند حديثه ته نژدې هوايي حملې پيل کړې.

دغۀ بند ته له جون مياشتې راهيسې د اسلامي دولت يا داعش د سخت دريځو وسله والو له خوا ګواښ متوجه و.

د امريکا دفاع وزير وايي، دغه حملې چې د اسلامي دولت يا داعش د سخت دريځو وسله والو پرضد د امريکا د مبارزې د پراخوالي معنى لري؛ نن د عراق حکومت په غوښتنه شوي دي.

ښاغلى هېګل وايي، د اوبو دغه بند د عراق له مهمو تاسيساتو دى.

د ده په خبره که چېرې حديثه بند د داعش لاس ته ورشي د جدي ويجاړۍ او لوى خطر سبب به شي او په عراق کې به د امريکا ګټو ته هم ګواښ پېښ کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اوکراین: روسیې د بېلتون غوښتونکو له تشکیلاتو خپل پوځي ملاتړ پراخ کړی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د اوکراین پوځي استخبارات وايي، روسیې په وروستیو اوونیو کې د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو له تشکیلاتو خپل پوځي ملاتړ پراخ کړی دی.

د دې استخباراتي ادارې په وینا په عین حال کې په روسیه کې د اجیرانو فعاله ګمارنه چټکه شوې ده.

د اوکراین پوځي استخباراتو پرون د خپل فېسبوک پر پاڼه لیکلي، په وروستیو اوونیو کې له روسیې تر ۷۰۰۰ ټُنه سونګ توکي، ټانکونه، توپونه او نور پوځي تجهیزات اوکراین ته لېږدول شوي دي.

مسکو د اوکراین په ختیځ کې په جګړه کې خپل پوځي دخالت رد کړی دی، خو بیا هم قانع کوونکي شواهد شته چې ښيي، په ۲۰۱۴م کال کې د جګړې له پیله روسیې د اوکراین د لوهانسک او دونیڅک په هغو ساحو کې چې د بېلتونپانو په ولکه کې دي، د دوی پوځي، اقتصادي او سیاسي ملاتړ کړی دی.

د اوکراین د پوځي استخباراتو اعلامیه وايي، د اوکراین په ختیځ کې د جګړې لپاره روسیې د اجیرانو د ګمارنې هڅې هم پراخې کړي دي.

په یمن کې د ۷۰ تنو وژنه؛ امریکا دلته د شخړو د کمېدو غوښتنه وکړه

د یمن هغه سیمه چې حوثیانو پرې برید کړی

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د یمن د شخړو د کمېدو غوښتنه وکړه.

انتوني بلېنکن وروسته تردې دا خبره وکړه چې د سعودي په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په یمن کې د حوثي یاغیانو د توقیف یو مرکز په نښه کړ.

د دې برید په ترڅ کې لږ تر لږه اویا تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

انتوني بلېنکن په یوه بیان کې وویل، په جګړه کې زیاتوالی یوازې بشري بحران ژوروي او د یمن د خلکو کړاو پسې زیاتوي.

د سعودي په مشرۍ ایتلافي ځواکونه وایي، حوثیانو ملګروملتونو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته مخکې راپور نه و ورکړی چې دا ځای دې له هوایي بریدونو خوندي وي.

په یمن کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ویاند بشیر عمر وایي، ژغورونکي د یمن په شمال کې د صعده په ښار کې د توقیف په دې مرکز کې لا هم د ژوندي پاتې شوېو لټه کوي.

د ماشومانو د ژغورلو نړیوال سازمان ویلي دي چې په صعده کې د توقیف په دې مرکز کې کډوال ساتل کېدل.

تر دې هوایي برید څو ساعته مخکې د الحدیدة په ښار کې د مخابراتو یو مرکز په نښه شو چې یمن کې له دې حملې سره انټرنیټي خدمات ودرېدل او پلازمېنې صنعا ته څېرمه هم هوایي بریدونه وشول.

دا هوایي بریدونه درې ورځې وروسته تردې وشول چې ایراني پلوه حوثي یاغیانو د متحد عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو برید وکړ چې یو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

استونیا، لاتویا او لېتوانیا اوکراین ته د الوتکو ضد توغندي ورکوي

آرشیف- د اوکراین ځواکونه

استونیا، لاتویا او لېتوانیا اعلان وکړ چې دوی به اوکراین ته د الوتکو ضد او ضد زرې توغندي ورکړي، څو پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید پرمهال له دې هېواد سره مرسته وشي.

د بالتیک دغه درې هېوادونه چې د ناټو غړي دي، په یوه ګډ بیان کې یې پرون دا خبر ورکړ.

په دې بیان کې راغلي دي چې د اوکراین په شااوخوا سیمو کې د روسیې د پوځي فشار د زیاتوالي په رڼا کې، بالتیک هېوادونو پرېکړه کړې چې د اوکراین اړتیاوو ته ځواب ووایي او اضافي دفاعي مرستې چمتو کړي چې دا مرستې به پر اوکراین د احتمالي یرغل په صورت کې د دغه هېواد دفاعي وړتیا زیاته کړي.

رویټرز اژانس د درېیو سرچینو په وینا چې له موضوع خبر دي، راپور ورکړچې د بالتیک دغو درېیو هېوادونو اوکراین ته د دې وسلو د لېږلو اجازه نژدې اوونۍ مخکې له واشنګټنه واخېسته.

قزاقستان کې د یوه خبریال د وژنې د امر په تور ځینې کسان نیول شوي

ارشیف، د قزاقستان پولیس

په قزاقستان کې یو شمېر کسان او یو چارواکی د دې هېواد په جنوب کې د یوه خبریال د وژنې د امر ورکولو په تور نیول شوي دي.

د ازادي راډیو د قزاقي څانګې د راپور له مخې پولیسو پرون- د جنوري په ۲۱مه وویل، د یوې خپلواکې ورځپاڼې پر مسوول مدیر جان امان ګیلدي بتیر بېکوف د وژونکي برید د قضیې په تړاو پنځه کسان نیول شوي دي.

دا خبریال اوس مهال ژوندی دی، خو رسنیو راپور ورکړی چې د ترکستان ولایت د سریاګاش سیمې د پوهنې د ادارې رییس باویر جان میریخوف نیول شوی دی.

د قزاقستان یو حکومتي چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي خپل هویت افشا کړي، د آزادې اروپا/ آزادۍ راډیو ته تایید کړه چې میریخوف نیول شوی دی.

خبریال بتیربیکوف ویلي چې د ده د وژنې په هدف دا حمله ظاهرا د ترکستان د یوې اړوندې سیمې په وړکتون کې د فساد په اړه د یوه آنلاین مطلب له خپرېدو وروسته پلان شوې وه، ځکه په راپور کې د پوهنې د رییس نوم یاد شوی و.

کرونا وېروس؛ پاکستان کې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ۷۶۰۰ پېښو ثبت شوي

پاکستاني چارواکي وايي، ډېری ناروغان د کرونا په اومېکرون بڼه اخته شوي.

پاکستان وايي، د کرونا وبا له پیله یې پرون جمعه(د سلواغې ۱) د لومړي ځل لپاره په کووېؤ-۱۹ناروغۍ د اخته کسانو تر ټولو لوړه شمېره ثبت کړې ده.

د رسمي ارقامو له مخې پرون د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې له ۷۶۰۰ د زیاتو مثبتو پېښو راپور ورکړل شو.

د روغتیايي خدماتو په چارو کې د صدراعظم ځانګړي استازي فیصل سلطان د کرونا د مثبتو پېښو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه: "موږ د کرونا د وبا په پنځمه څپه کې یو. په لویو ښارونو کې د کرونا مثبت موارد په زیاتېدو دي. مثبت موارد یوازې په کراچۍ ښار کې په سلو کې ۴۰ زیات شوي. د لاهور، اسلام آباد او حیدرآباد په څېر په یو شمېر نورو ښارونو کې هم مثبت موارد په زیاتېدو دي."

پاکستاني چارواکي وايي، ډېری ناروغان د کرونا په اومېکرون بڼه اخته شوي.

په پاکستان کې د کرونا ضد واکسین د تطبیق بهیر سوکه پرمخ ځي او تر اوسه د دې هېواد په سلو کې یوازې څلوېښت وګړي واکسین شوي دي.

بلېنکن او لاوروف د ایران د اټمي موافقې د راژوندي کولو په هدف وغږېدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن "چپ" له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي چې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په پرونۍ (جمعه-د سلواغې ۱)کتنه کې یې د ایران د اټمي موافقې د را ژوندي کولو په هدف پر نړیوالو هڅو خبرې وکړې.

بلېنکن پرون په جنیوا کې له لاوروف سره تر کتنې وروسته رسنیو ته وویل، د دې موافقې د احیا لپاره ډپلوماتیکې هڅې هغه مثال دی چې ښيي واشنګټن او مسکو کولی شي پر امنیتي مسایلو په ګډه کار وکړي.

له دې مخکې ځینو لویدیځو هېوادونو اندېښنې ښودلې وې چې وخت رالنډېږي خو له ایران سره موافقه نه ده ترلاسه شوې.

اروپايي هېوادونو تراوسه له ایران سره په څو پړاوونو کې خبرې کړي، څو له ۶ پیاوړو قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقه راژوندۍ کړي، خو دې مذاکراتو تراوسه نتیجه نه ده ورکړې.

د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له دې موافقې ووت او پر ایران یې نور بندیزونه ولګول.

د قزاقستان ولسمشر په دې هېواد کې د اعتراضونو لاملونه څرګند کړل

قزافستان کې مظاهرې

د قزاقستان ولسمشر وايي، د شتمنو او بې وزلو ترمنځ 'د نه منلو خلا' په دغه هېواد کې د حکومت ضد خونړیو اعتراضونو سبب شوه.

قاسم ژومارت توقایف د مخکښو کار و بارونو له استازو سره نن په کتنه کې وویل، د ځینو معترضانو له خوا د ایجادو شوېو ستونزو د حل لپاره، واقعي اصلاحاتو او په ټولنیزو جوړښتونو کې ژور بدلون ته اړتیا لیدل کېږي.

په قزاقستان کې د جنورۍ په لومړیو کې د تېلو د بیو لوړېدو له کبله اعتراضونه پیل شول چې وروسته د لوی ښار الماتې په ګډون نورو ښارونو ته پراخ شول.

چارواکي وايي، د اعتراضونو پرمهال په تاوتریخوالي کې د ۱۹ پوځیانو په ګډون ۲۲۷ کسان مړه شوي او ۱۲زره نور نیول شوي دي.

انتوني بلېنکن سرګي لاوروف سره پر اوکراین وغږېد

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او سرګي لاوروف

د امریکا د متحدو ایالاتونو او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین په مساله کې د ولاړ شوي کړکېچ کمېدو لپاره په جنیوا کې خپلې خبرې پیل کړې.

د دغو خبرو هدف د څو اوونیو هغه کړکېچ ته حللار موندل دي چې پر اوکراین د روسیې د احتمالي یرغل په تړاو ولاړ شوی دی.

غربي چارواکو خبرداری ورکړی چې مسکو به د دغسې یوه اقدام په صورت کې له عواقبو سره مخامخ شي.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو، انتوني بلینکن او سرګي لاوروف په اروپا کې د احتمالي جګړې د مخنیوي لپاره نن خپلې خبرې پیل کړې.

وروسته له هغې چې روسیې خپل شااوخوا لس زره سرتېري د اوکراین پولې ته څېرمه ځای پر ځای کړل، ګڼو غربي هېوادونو خبرداری ورکړ چې روسیه د اوکراین پر وړاندې نور پوځي اقدام ته په چمتووالي بوخته ده، خو مسکو دغه تور رد کړی دی.

وروستیو اوونیو کې په ډپلوماټیک ډګر کې تر کړکېچ وروسته د امریکا او روسیې د جګ پوړو ډپلوماټانو ترمنځ په سویس کې خبرې شوي، خو په ختیځه اروپا کې د امنیتي مسالو په اړه د لویدیځ د ډپلوماټانو او مسکو ترمنځ د ژور واټن د کمېدو لپاره یې پرمختګ نه درلود.

انتوني بلېنکن جنیوا ته تر سفر مخکې ویلي و چې دی په خبرو کې د کوم لوی پرمختګ اټکل نه کوي.

ایران، چین او روسیې خپل درېیم پوځي سمندري تمرینونه پیل کړل

د ایران، چین او روسیې ګډ تمرینونه

ایران، چین او روسیې نن د هند په سمندر کې خپل درېیم پوځي سمندري تمرینونه پیل کړل.

دا تمرینونه داسې مهال پیلېږي چې درې واړه هېوادونه د امریکا له متحدو ایالاتونو سره د سیمې په سطحه له تقابل سره مخامخ دي.

د ایران د سمندري ځواکونو ویاند مصطفی تاج الدیني د دغه هېواد دولتي ټلوېزیون ته وویل چې د دوی وسله والو ځواکونو او سپاه پاسداران انقلاب نن 'د ۲۰۲۲م زیږدیز کال د امنیتي- سمندري کمربند" په نوم پوځي تمرینونو کې له وړو کښتو او څرخي الوتکو سره برخه واخیسته.

په دغو تمرینونو کې بېلابېل تاکتیکونه له دې جملې په اور د سوځېدونکې کښتۍ ژغورنه، د غلا شوې کښتۍ خوشې کول او د شپې پر مهال پر هوايي اهدافو انداختونه شامل دي.

ایران، چین او روسیې په ۲۰۱۹م زیږدیز کال کې هم د هند په سمندر او عمان سمندرګي کې ګډ پوځي تمرینونه کړي وو.

له کله چې د ایران تُندلاری ولسمشر، ابراهیم رئیسي په تېره جون میاشت کې واک ته ورسېد، له مسکو او پېکیکنګ سره یې د اړیکو د پیاوړتیا پالیسي غوره کړې ده.

۴بېلاروسي چارواکي د راین ایر الوتکې د اجباري ناستې په توطیې تورن شول

د راین ایر یوه الوتکه

د امریکا د متحدو ایالاتونو عدلیې وزارت د بېلاروس څلور حکومتي چارواکي په ۲۰۲۱م زیږدیز کال د یوه مخالف خبریال د نیولو لپاره په مېنسک کې د راین ایر هوايي شرکت د یوې الوتکې د اجباري ناستې په توطیه تورن کړل.

په تورنو کسانو کې دوه د بېلاروس د هوایي چلند د ادارې او دوه نور هم د بېلاروس د دولتي امنیت د خدماتو افسران دي.

د بېلاروس دغه څلور چارواکي تورن دي چې د دوی د سازش په پایله کې د بېلاروس امنیتي ادارو یو مخالف خبریال ونیوه.

پرون د نیویارک په فدرالي محکمه کې په ثبت شوي اتهام­لیک کې څارنوالانو وویل چې دغو بېلاروسي چارواکو د بمي چاودنې جعلي خبرداری ورکړی و او یوه مسافر وړونکې الوتکه یې د تېرکال د مې میاشتې پر ۲۳ مه د مېنسک هوايي ډګر کې جبري ناستې ته مجبوره کړه.

دې الوتکې د بېلاروس پر فضا له یونانه د لیتوانیا په خوا یو عادي پرواز درلود.

د څارنوالانو په وینا، د توطیې هدف د بېلاروسي ژورنالېست او د اپوزیسیون د فعال رامان پر تاسوویچ نیول وو چې د مېنسک پر هوایي ډګر د خپلې ملګرې سوفیا ساپګا سره نیول شوی و.

د اتریش پارلمان د کرونا ضد واکسین د جبري کیدو لایحه تصویب کړه

د اتریش پارلمان

د اتریش پارلمان هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې له راتلونکې میاشتې څخه د لویانو لپاره د کرونا ویروس ضد واکسین جبري کېږي.

له دې سره به اتریش لومړنی اروپايي هېواد وي چې د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف له اعتراضونو سره-سره واکسین جبري کوي.

د اتریش د وګړو په سلو کې ۷۲ تراوسه پورې په بشپړ ډول د کرونا پر وړاندې واکسین شوي. د اروپايي ټولنې په نورو غړو هېوادونو کې هم د واکسین شوېو وګړو اوسط په سلو کې شااوخوا اویا دی.

په اتریش کې د کرونا د مخنیوي لپاره د واکسین د تطبیق په هدف د حکومت د تدابیرو پر وړاندې چې په نوومبر میاشت کې اعلان شول لسګونه زره کسانو د اوونۍ په پای کې اعتراضونه کول.

د واکسین د جبري کولو لپاره په پارلمان کې د پرونۍ رایې اخیستنې پر مهال د ښي اړخو له افراطي ګوند پرته نورو سیاسي ګوندونو د دې طرحې ملاتړ وکړ او دا لایحه په ۱۳۷ موافقو او ۳۳ مخالفو رایو سره تصویب شوه.

د مالدووا پارلمان په دې هېواد کې د بېړني حالت اعلان تصویب کړ

د مالدووا پارلمان

د روسیې له ګازپروم شرکت سره د ګاز د بیې پر سر له لانجې وروسته د مالدووا پارلمان په دې هېواد کې د شپېتو ورځو لپاره د بېړني حالت اعلان تصویب کړ.

د مالدووا صدراعظمې ناتالیا ګاوريلیتا پرون پنجشنبې پارلمان ته د وینا پر مهال وویل، وروسته له دې چې د روسیې د ګاز د صادراتو ستر شرکت ګازپروم د ګاز د بیو د پرې کولو طرح رد کړه، یوه نوي رژیم ته اړتیا لیدل کېږي.

له دې څرګندونو وروسته پرون ناوخته د مالدووا د ګاز شرکت وویل، ګازپروم ته یې د جنوري میاشتې پیسې مخکې له مخکې ورکړې دي.

مېرمن ګاوریلیتا وویل، بېړنی حالت به کابینې ته اضافي صلاحیت ورکړي چې له صنعتي برخې د استوګنې کورونو ته ګاز د لېږد او د دولت له بودجې د ګاز د پیسو د ورکولو په څېر د انرژۍ د برخې اړوندې چارې سمبال کړي.

د پاکستان په لاهور کې چاودنه؛ دوه کسان وژل شوي

لاهور کې چاودنه شوې

د پاکستان د پنجاب ایالت د مرکز لاهور ښار په یوه ګڼه ګوڼه مېنه کې چاودنې لږترلږه ۲ تنه وژلي او ګڼ نور ژوبل کړي دي.

د راپورونو له مخې، چاودنه په یوه موټرسایکل کې د اېښودل شوي بم په نتیجه کې په انارکلي سیمه کې شوې چې د لاهور تر ټولو له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده.

د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې، یوه سیمه ییز چارواکي محمدعثمان یونس وویل چې روغتون ته د ماشومانو په شمول ۲۶ ټپیان رسول شوي دي.

خو د لاهور د پولیسو یوه چارواکي د ټپیانو شمېر ۲۲ تنه وښود.

د بلوچ ملتپال پوځ په نوم بېلتون غوښتونکي ډلې ویاندوی په یه ټویټ کې د دې برید مسؤلیت منلی دی.

انتوني بلېنکن اروپايي متحدانو سره د خبرو لپاره برلین ته ورسېد 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپلو اروپايي متحدانو سره د بل پړاو خبرو لپاره برلین ته ورسېد.

بلېنکن په داسې حال کې له خپلو اروپايي متحدانو سره خبرې کوي چې د اوکراین او روسیې په پوله کې د روسي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو له کبله رامنځته شوی دی.

بلېنکن به نن مخکې تر دې چې جنیوا ته روان شي او هلته د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره خبرې وکړي، په برلین کې د جرمني، بریتانیا او فرانسې له بهرنیو چارو وزیرانو سره وویني.

بایډن وایي، د ده په باور روسیه ښایي پر اوکراین برید وکړي

د روسیې او اوکراین ګډ بیرغونه

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، د ده په باور روسیه ښایي پر اوکراین برید وکړي خو د ده په خبره روسي ساري یې ولادیمیر پوتین تراوسه د دغه برید په اړه پرېکړه نه ده کړې.

بایډن چې پرون یې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر په توګه د دندې د یوه کال د پوره کېدو په لومړني خبري کنفرانس کې څرګندونې کولې، دغه راز څرګنده کړه چې که روسیه دغه برید وکړي نو له سختو اقتصادي پایلو سره به مخامخ شي.

بایډن زیاته کړه، پر اوکراین برید به د روسیې لپاره یو ناورین وي چې مسکو ته به ډېر ځاني، اقتصادي او سیاسي زیانونه واړوي.

د لویډیځ او روسیې ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شوی چې روسیې شااوخوا سل زره پوځیان له اوکراین پولې سره ځای پرځای کړل.

مسکو پر اوکراین د برید احتمال رد کړی، خو کیف د روسیې پر وړاندې له لویدیځه د وسلو د مرستې غوښتنه کړې ده.

په دې ترڅ کې د بریتانیا مرستې د تېرې شنبې په ورځ کیف ته ورسېدې.

روسیې په ۲۰۱۴ کال د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه جلا او له خپلې خاورې سره ملحق کړه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG