د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۱۱

سرنوشت:دناټو د مرستې دوام دجګړې د دوام لپاره


د شنبې په ورځ د کابل چاپ ګڼشمېر ورځپاڼو خپل مطالب له افغان ځواکونو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د زیاتېدو او د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو د رایو د تفتیش مسالې ته ځانګړې کړي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې، "د ناټو د مرستې دوام د جګړې د دوام لپاره" تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی.

په سرمقاله کې راغلي، ناټو په داسې حال کې له افغانستان سره د خپلو مرستو دوام ته ژمن دی، چې غواړي په دې هېواد کې خپل پوځي ماموریت ته د پای ټکی کېږدي.

لیکوالي لیکي، چې لا هم په افغانستان کې جګړه روانه ده او د حل لپاره یې هیڅ ډول تعهد نشته.

د لیکوال په باور، په داسې حالت کې په دې هېواد کې یواځې د ناټو لپاره جګړه پای ته رسېدلې. خو د افغانانو لپاره دوام لري.

او ویلي یې دي چې د بریټانیا په ویلز کې د ناټو په سرمشریزه کې له افغانستان سره د مرستو زیاتوالی له امریکا متحده ایالتونو سره د امنیتي او دفاعي تړون په لاسلیک، د مرسته کیدونکو پیسو د شفافه لګښت او پر سر یې د څار پر مسالې تړلی بلل شوی.

ورځپاڼې د دفاع وزیر بسم الله محمدي له قوله ویلي چې؛ ناټو په دې سرمشریزه کې له افغان پوځیانو سره د خپلو مرستو اندازه له څلور اعشاریه یو میلیارد ډالرو نه پنځه اعشاریه یو میلیارد ډالرو ته پورته وړې.

محور:

محور هم د بریټانیې په ویلز کې د ناټو په سرمشریزه کې له افغان پوځیانو سره د مرستو د زیاتیدو مساله څیړلې.

ورځپاڼه لیکي، د دې لپاره چې افغان پوځیان په راتلونکي کې د وسلو او تجهیزاتو له کموالي سره مخ نه شي په کار ده چې د یادو مرستو د لګښت لپاره سم مدیریت وشي او په شفافه توګه ولګول شي.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼې ناټو افغانستان یواځې نه پریږدي تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی او ویلي یې دي چې ناټو د مرستو په زیاتولو سره د افغانستان اوږدمهاله ملاتړ اعلان کړ.

د ورځپاڼې په باور ناټو په دې ملاتړ سره له افغانستان غوښتنه کړې چې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي څو له مخې یې یاد سازمان له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې خپل ماموریت پیل کړي.

ورځپاڼې دې ټکي ته هم اشاره کړې چې د یو میلیارد ډالرو د مرستې په زیاتیدو سره به هغه انديښنې له منځه لاړې شي کومې چې د افغانستان د مالیې وزیر له خوا د پوځي بودیجې د کمښت لپاره ښودل شوې وې.

د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو د رایو د تفتیش پای ته رسیدل او په کاندیدانو باندې د انتخاباتو د نتایجو د منلو ټینګار بله مسله ده چې ګڼشمیرورځپاڼو مطالب پرې لیکلي.

سرنوشت:

سرنوشت لیکلي که څه هم تمه وه د تفتیش پروسه په دریو اونیو کې تمامه شي خو دغه پروسه د دواړو کاندیدانو د استازو تر منځ د نظرونو د اختلاف او فزیکي شخړو له امله په وار وار وځنډیده چې شاوخوا اوو اوونۍ پرې واوښتې.

له بلې خوا ورځپاڼې د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم د ویاند طاهرزهیر او د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د غړي محمدناطقي له قوله لیکلي چې دواړه انتخاباتي ټیمونه د ملي وحدت د حکومت د رامنځته کولو لپاره د اجرایوي رییس د واکونو پر سر له کمو اختلافونو پرته نورې ټولې خبرې د یو بل په موافقه پاي ته رسولي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې لیکلي د انتخاباتو د دویم دور د رایو تفتیش د کورنیو او بهرنیو څارونکو په حضور کې ترسره شو نو باید نور د خلکو انتظار ته د پای ټکی کیښودل شي.

ورځپاڼې لیکلي دا چې د دواړو کاندیدانو انتخاباتي ټیمونو د رایو د تفتیش پروسه تر پنځه اویا فیصده له نږدې وڅارله دا به له منطقه لرې خبر وي چې پایلې یې ونه منی.

XS
SM
MD
LG