د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۶

ناټو: نړېواله ټولنه د افغان ځواکونو لپاره ۴.۱میلیارد ډالره مرستې ته ژمنه ده


د ناټو عمومي د ناټو د افغانستان د ولسمشرۍ له کاندیدانو وغوښتل چې د انتخاباتو لانجه سمدستي حل کړي.

اندرېس فوګ رسموسېن وویل چې وخت کم دی او د انتخاباتو لانجه باید حل شي څو نوی ولسمشر له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي او په نتیجه کې نړیوال ځواکونه د روان کال له پای ته رسېدو وروسته وکولای شي چې په افغانستان کې پاتې شي.

د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام یوه بله مهمه موضوع وه چې د ناټو عمومي منشي د ناټو د سرمشریزې په پای کې په خپله خبري غونډه کې اشاره ورته وکړه.

رسموسين وویل چې نړېواله ټولنه به د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز لپاره په کال کې څلور اعشاریه یو میلیارد ډالره مرسته کوي خو د افغانستان دفاع وزیر بسم الله محمدي دا مرسته تردې هم لوړه بولي.

احمدتکل په دې اړه د نورو معلوماتو لپاره د آزادۍ راډیو د کابل د دفتر له مشر حمیدمومند سره چې د انګلستان د وېلز ښار په نیوپورت کې د ناټو غونډې ته تللی، مرکه کړې.

حمیدمومند د مرکې په پیل کې د ناټو د عمومي منشي اندرېس فوګ رسموسین د مرستو د ژمنو یادونه وکړه:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:07 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG