د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۰۴

ناټو باید حقونه محدود نه کړي


زیات شمېرلویدیځو ورځپاڼو په بریتانیا کې د ناټو مشریزې غونډې ته پام اړولې او ځینو په خپلو لیکنو کې له ناټو مشرانو غوښتي چې په افغانستان کې د امنیتي مسالو او سیاسي جوړ جاړي په څنګ کې دي د ښځو حقونو ته جدي پام وکړي او دا حقونه باید په سیاسي تړونونو او معاملو کې ترپښو لاندې نه شي.

د بشري حقونو د څارنې سازمان خپرونې: ناټو باید حقونه محدود نه کړي– ترسرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي لیکي:

د شمالي اتلنتیک تړون سازمان (ناټو) غړي هېوادونه باید له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې قوې او پخې ژمنې وکړي.

خپرونې د بشري حقونو د سازمان د اسیایي برخې د مرستیال فیلیم کاین هغوڅرګندونو ته اشاره کړې چې ناټو مشریزې غونډې ته یي د وړاندیز په توګه لیکلي دي:

په تیروڅوکلونو کې د افغانستان سیاسي او پوځي شخړو په دې هېواد کې د بشري حقونو لپاره د نړېوال تعهد د تازه کېدو اړتیا رامنځ ته کړې ده.

د ناټو غړي هېوادونه باید په افغانستان کې د ښې حکومت دارۍ او د قانون د حاکمیت پراساس د بشري حقونو د ساتنې لپاره پخې ژمنې وکړي.

د بشري حقونو سازمان خپرونې لیکلي:

د ناټو غړي هېوادونه باید په افغانستان کې له نوي حکومته وغواړي چې د بندیانو د شکنجه کېدو او ناوړه چلند د ادعاو د څیړنې په اړه باید یو خپلواک او باصلاحیته میکانیزم جوړ کړي او په دغه میکانیزم کې باید د افغان امنیتي ځواکونو د چلند په اړه د خلکو د شکایتونو د اوریدو او څیړنې سیستم هم فعال شي.

د ناټو غړي هېوادونه باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي، د لږعمراو جبري ودونو د مخنیوي مسالو ته جدي پام وکړي او د بیان د ازادۍ ډاډ باید حاصل کړي.

وال سټریټ ژورنال:

امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په افغانستان کې د مدني ټولنو بنسټونو او سوله ییزې راتلونکې ته د افغانانو د هیلو په اړه یو مضمون خپور کړی او په پیل کې یي لیکي:

افغانان هیله من وو چې د روان کال اوړي کې به په تاریخ کې د لومړې ځل لپاره د قدرت د انتقال شاهدان وي چې حامد کرزی به بل منتخب جمهوررئیس ته واک وسپاري.

د افغانانو دا هیلې د کاندیدانو ترمنځ د انتخاباتي لانجې له امله تراوسه نه دې پوره شوی او په مقابل کې یي د طالبانو حملې دوام لري.

وال سټریت ژورنال ورځپاڼه لیکي:

افغانان په همداسې یوه حالت کې په بنیادي ډول د سولې او ثبات لپاره اساسي افزار او وسیلې لري.

په دې هېواد کې دا مهال شاوخوا ۴۸۰۰ غیر حکومتي او ټولنیز سازمانونه فعالیت لري او د دې ترڅنګ افغانستان عنعنوي، دیني او قومې شبکې او جوړښتونه لري چې د تاریخ په اوږدوکې یي د مدنې ټولنې اساس ایښی دی.

د وال سټریټ ژورنال د مضمون لیکوالان لیکي:

د افغانستان د شمال، جنوب، ختیځ او لویدیځو ولایتونو شاوخوا ۳۵ ښارونو ته یي سفرونه وکړل او د بېلابېلو قومونو او سیمه ییزو خلکو سره له خبرو او ناستې ولاړې وروسته ورته څرګنده شوه چې قومي مشرانو د خپلو خلکو په ملاتړ په تیرو څو لسیزو کې له بنسټ پالنې سره جګړه کړې، شخړې یي رد کړي او له ناویلو داستانونو څخه یي څرګندیږي چې افغانان څومره د خپلې سوله ییزې راتلونکې د جوړولو هلې ځلې کوي.

وال سټریټ ژورنال په هرات، جلال اباد او نورو برخو کې د دیني علماو شوراګانو او د ملایانو غونډو او پریکړو ته اشاره کوي او لیکي چې دوي د سیمه ییزو خلکو ستونزې مخکې له هغې چې په یوې سترې ماجرا یا نزاع بدلې شي، حلوي او پریکړې یي د ټولنیزو او دیني اصولو پراساس دي.

ورځپاڼه لیکي:

افغاني سازمانونه په عین حال کې په هېواد کې د یوه بل د زغم او تحمل اود مذهبي یا فرقه یي شخړو د مخنیوي په مقصد د سنیانو او شیعه ګانو د ورورګلوۍ شورا په نامه یوه ستره ټولنه جوړوي چې له سلو زیات عالمان او پوهان به په کې د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه ګډون وکړي او د ګډ ژوند د اساساتو د لا ټینګښت پر مسلو به بحثونه وکړي.

وال سټریت ژورنال د تحلیل په وروستیو کرښو کې لیکي، دا چې افغانستان د انتقال په لسیزه کې دی، په دې هېواد کې دوام داره سوله د ټولنې له تل څخه راپورته کېدای شي.

په دې معنی، یو ډموکراټیک حکومت او فعال امنیتي ځواک د هېواد عمومي چوکاټ جوړوي، خو د قومي او دیني مشرانو په ګډون، مدنې ټولنې چې تل له سیاسي عملیې څخه لري ساتل شوي، د ملي پخلاینې په کار کې ډیرې اغیزناکې دي.

XS
SM
MD
LG