د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۱۰

نړۍ

ياڅينوک د اوکراين لپاره د روسيې د سولې وړانديزونه رد کړل

د اوکراين صدراعظم ارسيني ياڅينوک د اوکراين لپاره د روسيې د سولې وړانديزونه رد کړل، ويې ويل چې دا په ويلز کې د ناټو د سرمشريزې په درشل کې د لوېديځ د تېرايستلو او پر مسکو د نويو بنديزونو د مخنيوي لپاره هڅه ده.

ياڅينوک پرون همداراز وويل چې اوکراين له روسيې سره خپله پوله ټينګوي او غواړي چې د ناټو د ځانګړي شريک حيثيت ترلاسه کړي.

د اپريل له مياشتې څخه روسيې پلوه بېلتون غوښتونکي د اوکراين په ختيځ کې د حکومتي ځواکونو پرضد جنګېږي.

د اوکراين حکومت او لوېديځوال پر مسکو تور پوري کوي چې د ياغيانو د ملاتړ لپاره يې هغوي ته پوځيان او وسلې لېږلي دي خو مسکو دا تورونه ردوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ایران استخباراتو د ایت الله علي خامنه يي خورځه  فریده مرادخاني نیولې

د ایران بیرغ

د ایران د لوی مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي خورځه او مدني فعاله د ایران د پخوانۍ سلطنتي کورنۍ د یوه غړي د ستاینې په تور نیول شوې ده.

په امریکا کې ډېره د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس هرانا چې د ایران د اړوندو مسایلو په اړه راپورونه خپروي، وايي چې د ایران د استخباراتو د وزارت ایجنټانو فریده مرادخاني د تېرې جمعې په ورځ ونیوله او د نوموړې پر کور د برید پر مهال یې د هغې ځینې شخصي وسایل هم ضبط کړل.

هرانا اژانس خبر ورکوي چې مېرمن مرادخاني د تهران ایوین زندان ته انتقال شوې ده.

د فریدې مرادخاني ورور محمود مرادخاني په لندن کې ډېره د ایران انټرنشنل په نوم فارسي ژبي ټلوېزیوني چینل ته وویل چې د خپلې خور په خاطر خورا زیاته اندېښنه لري ځکه له هغې څخه هېڅ خبر نه لري او یوازې دومره پوهېږي چې د استخباراتو وزارت تر کنټرول لاندې ایوین زندان ته بیول شوې.

نوموړې پر ټولنیزو شبکو د هغې ویډیو له خپرېدو وروسته ونیول شوه چې دا د ایران د وروستي پاچا محمدرضا پهلوي د مېرمنې فرح دیبا ستاینه په کې کوي.

فریده مرادخاني د اعدام د سزا پرضد او د وګړو د مدني ازادیو د دفاع لپاره د فعالیت په خاطر په ایران کې مشهوره ده.

جنوبي کوریا: شمالي کوریا ۲ توغندي د سمندرګي پر لوري توغولي

ارشیف؛ د شمالي کوریا بالیستیک میزایل

د جنوبي کوریا پوځ وايي، شمالي کوریا نن دوشنبه لږ تر لږه دوه توغندي د سمندرګي پر لوري وتوغول چې شک کېږي بالیستیک توغندي به وي.

دا روانه میاشت د شمالي کوریا له خوا د توغندیو د ازمویلو څلورم اقدام ګڼل کېږي.

د جنوبي کوریا د لوی درستیزانو کمېټې ویلي چې د شمالي کوریا له خوا توغول شوي توغندي احتمالاً بالیستیک میزایل وو، خو دا یې نه دي ویلي چې څومره مزل یې کړی دی.

دا تازه توغونه داسې مهال کېږي، چې شمالي کوریا د جنورۍ پر پنځمه او یوولسمه نېټه د ادعا له مخې تر اواز د چټکو توغندیو غبرګې ازموینې وکړې.

دغه هېواد دغه راز د جمعې په ورځ هم له یوه رېلګاډي څخه بالستیک توغندي وتوغول.

اوکراین پر روسیې په یوه سایبري برید کې د لاس درلودلو تور پورې کړ

د اوکراین ۱۴ وېب سایټونه تخریب شوي

اوکراین پرون پر روسیه په یوه سایبري یا انټرنېټي حمله کې د لاس درلودلو تور پورې کړ.

په دې سایبري حمله کې د اوکراین دولتي وېب سایټونه له کاره لوېدلي وو چې د کیف په وینا مسکو د خپل ګاونډي په وړاندې مخ په زیاتېدونکي «څواړخیزه جګړه» پیل کړې ده.

تېره جمعه د اوکراین دولت د یوې سایبري حملې ښکار شو، چې زیات وېب سایټونه له دې جملې د بهرنیو چارو، انرژۍ او د ملکي خوندیتوب وزارتونو وېب سایټونه یې افلاین کېدلو ته مجبوره کړل.

د اوکراین د معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، له ټولو شواهدو څرګندېږي چې په دې انټرنېټي حمله کې روسیې لاس درلود، خو کرملین په دې مسئله کې خپل دخالت رد کړی دی.

په هند کې د یوې پړانګې مړینې ګڼ خلک خواشیني کړي

ارشیف؛ یوه هندۍ پرانګه

د یوې هندۍ پړانګې مړینې ګڼ خلک خواشیني کړي دي.

د هند د مَدیا پرادېش ایالت وزیر نَروتام میشرا پرون په خپل ټوېټر باندې د (کولاروالې پړانګې) د مړینې خبر ورکړی او خواشینی یې ښودلې.

دغه هندي چارواکي ویلي چې دې پړانګې شپاړس کاله عمر وکړ او ۲۹ بچیان یې راوړل.

عراق: د بلاروس-پولنډ، لیتوانیا-لاتویا ترمنځ ایسار عراقیان مو هېواد ته راوستل

د بلاروس-پولنډ پر پوله اعراقي کورنۍ 

د عراق د بهرنیو چارو وزیر وايي، په وروستیو اوونیو کې د بلاروس-پولنډ، لیتوانیا-لاتویا ترمنځ ایسار څلور زره عراقیان یې بېرته هېواد ته راوستي.

فواد حسین پرون د عراق په پلازمېنه بغداد کې د لیتوانیا د بهرنیو چارو له وزیر ګابریل لینډسبرګیس سره ګډ خبري کنفرانس ته وویل چې د عراق حکومت د ۲۰۲۱ کال د نومبر له ۱۸ مې د عراقي مهاجرینو د بېرته ستنولو لپاره له بغداده بلاروس ته لس الوتنې تنظیم کړي دي.

تر دې مخکې د عراق د بهرنیو چارو وزارت د فرانسې خبري اژانس ته ویلي و چې یو شمېر عراقي کډوال لا هم له بلاروس سره پر پوله بند پاتې دي، خو د سختې واورې او سړې هوا له امله عراق ته د هغوی ستنېدل ځنډېدلي دي.

اروپايي ټولنې د بلاروس مستبد مشر الکساندر لوکاشینکو تورن کړی چې په بلاروس باندې د لویدیځو بندیزونو په غچ کې یې په زرګونو کډوالو ته چې اکثره یې د منځنۍ اسیا دي، لیتوانیا، لاتویا او پولنډ ته د اوښتو لار ورکړې.

خو بلاروس دغه تورونه رد کړي او پر اروپايي ټولنې یې د پناه غوښتونکو د نه منلو له امله انتقاد کړی دی.

په اوکراین کې سر نننه د رسمي ژبې قانون عملي کیږي

په اوکراین کې سر له نن یکشنبه د ژبې په اړه هغه قانون عملي کېږي چې له مخې یې ټولو چاپي رسنیو غواړي په اوکرایني ژبه چې رسمي ده خپرونې وکړي.

د دې کار هدف د اوکراین په عمومي حوزه کې د روسۍ ژبې د کارونې د مخې ډب کول دي.

دغه قانون په ۲۰۱۹م کال کې تایید شوی و، خو په روسۍ ژبه یې نشرات نه وو منع کړي، بلکې سپارښتنه یې کړې وه چې په موازي ډول دې په اوکراینۍ ژبه هم مطالب چاپ شي.

دغه کار د چاپي رسنیو لپاره چې مارکیټ یې په خرابېدو دی، یو ګټور انتخاب نه ګڼل کېږي.

د دې نوي قانون ملاتړي وايي چې دا قانون یې ملي هویت پیاوړی کوی، خو انتقاد کوونکي استدلال کوي چې دغه قانون کولی شي هغه کسان له خپل حق څخه محروم کړي، چې مورنۍ ژبه یې روسي ده.

په اوکراین کې سر له نن یکشنبې د ژبې په اړه یو قانون عملي کېږي

د کییف یوه څنډه

په اوکراین کې سر له نن یکشنبې د ژبې په اړه یو قانون عملي کېږي چې له مخې یې ټولو چاپي رسنیو غواړي په اوکراینۍ ژبه چې رسمي ده خپرونې وکړي.

د دې کار هدف د اوکراین په عمومي حوزه کې د روسۍ ژبې د کارونې د مخې ډب کول دي.

دغه قانون په ۲۰۱۹م زیږدیز کال کې تایید شوی و، خو په روسۍ ژبه یې نشرات نه وو منع کړي، بلکې سپارښتنه یې کړې وه چې په موازي ډول دې په اوکراینۍ ژبه هم مطالب چاپ شي.

دغه کار د چاپي رسنیو لپاره چې مارکیټ یې په خرابېدو دی، یو ګټور انتخاب نه ګڼل کېږي.

د دې نوي قانون ملاتړي وايي چې دا قانون یې ملي هویت پیاوړی کوی، خو انتقاد کوونکي استدلال کوي چې دغه قانون کولی شي هغه کسان له خپل حقه محروم کړي، چې مورنۍ ژبه یې روسۍ ده.

د امریکا د ټکساس یوه عبادتځي کې برمته شوي کسان خوشې شول

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا د ټکساس ایالت د یهودانو په یوه عبادتځای یا کنیسې کې ټول برمته شوي کسان روغ رمټ خوشې شول.

راپورونه وايي، یوه سړي د برمته کړیو کسانو د خلاصون په بدل کې د یوې پاکستانۍ ښځې چې شک دی له القاعده شبکې سره اړیکې لري، د خوشې کېدو غوښتنه کوله.

برمته ګر په پیل کې ۴ تنه یرغمل کړي وو.

د ټکساس والي ګریګ اباټ پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا لانجه پای ته رسېدلې او ټول برمته شوي کسان روغ رمټ دي.

د پېښې د سیمې د پولیسو قوماندان په یوه خبري غونډه کې وویل چې برمته ګر وژل شوی دی.

قزاقستان: په وروستیو اعتراضونو کې ۲۲۵ تنه وژل شوي

قزاقستان کې وروستیو مظاهرو کې ۱۹ امنیتي ځواکونه هم وژل شوي.

د قزاقستان حکومت وايي چې د دغه هېواد په وروستیو اعتراضونو کې ۲۲۵ تنه وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۱۹ امنیتي ځواکونه دي.

د قزاقستان وروستي اعتراضونه د روسیې د پوځي ځواکونو په مرسته وځپل شول او د قزاقستان حکومت ادعا وکړه چې دا اعتراضونه په بهر پورې د تړلیو وسله والو ډلو له لوري د تاوتریخوالي سبب شول.

په قزاقستان کې د ګازو د بیې د دوه برابره کېدو په اعتراض کې سوله ییزې مظاهرې پیل شوې خو ډېر ژر تاوتریخوالی په کې رامنځته شو.

د قزاقستان حکومت په دغو اعتراضونو کې وژل شوي مظاهره چیان ترهګر بللي دي.

ټوېټر د ایراني رهبر علي خامنه اي یو حساب د تل لپاره ور وتاړه

د ایران د رهبر ایت الله علي خامنه د ټویټر یو حساب

ټوېټر شبکې د ایران د رهبر ایت الله علي خامنه اي یو حساب د تل لپاره ور وتاړه.

دا اقدام وروسته له هغه وشو چې د خامنه اي له ټوېټره د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژنې په تړاو یو انیمیشن خپور شو.

د ټوېټر چارواکو ویلي، د علي خامنه اي په نوم حساب یې د ځینو بندیزونو د سرغړونې په خاطر بند کړ.

د ایران د رهبر خبري مرکزي د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د وژل شوي قوماندان قاسم سلیماني د تلین په مناسبت یو انیمشین خپور کړ چې په کې د ډونالډ ټرمپ د فلورېډا هستوګنځی په ډرون ویشتل کېږي.

قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د جنورۍ په ۳مه د ډونالډ ټرمپ په امر د بغداد په هوايي ډګر کې په یوه ډرون برید سره ووژل شو.

ایراني چارواکو په وار- وار ویلي چې د دې برید غچ به له ټرمپ څخه اخلي.

جنوبي پاسفیک سمندرګي کې اورشیندنې سمندري توپان رامنځته کړی

د ټونګا ټاپو

په جنوبي پاسفیک سمندرګي کې تر اوبو لاندې یوه اورشیند/آتش فشان چاودنې له امله سمندري توپان یا سونامي رامنځته شوې.

د اورغورځونې پېښه د ټونګا ټاپو ته نږدې رامنځته شوې چې له امله یې د دې ټاپو ساحلو ته اوبه یو متر پورته شوي او خلک له خپلو هستوګنځایونو په تېښه دي.

د سمندري توپان ګواښونه ان د امریکا کالیفورنیا ایالت ته هم رسېدلي.

په امریکا کې مېشت د پاسفیک سمندر د سونامي/سمندري توپان د څار مرکز ویلي چې د امریکا ساماوو ټاپوګانې هم چې د اورشیند له مرکزه زر کیلومتره لېرې دي د اوبو څپو ځپلي دي.

په پاسفیک سمندر کې پراته اکثر ټاپوګان د دغسې سمندري توپانونو له امله د ډوبېدو له خطر سره مخ دي.

د پرونۍ سونامي له امله ان نیوزیلند کې هم چارواکو خبرداری ورکړی دی.

چین بیا پر ایران د امریکا له بندیزونو سره خپل مخالفت څرګند کړ  

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي

چین یو وار بیا پر ایران د امریکا د متحدو ایالاتونو له بندیزونو سره خپل مخالفت څرګند کړ.

پیکنګ په عین حال کې له تهران سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د همکاریو د ۲۵ کلنې موافقې د پیل خبر ورکړ.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، پرون په یوه کنفرانس کې د ۲۰۱۵م زیږدیز کال اټمي تړون د بیا برحاله کېدو لپاره د ایران او د نړۍ د پیاوړو قدرتونو د هڅو ملاتړ وکړ.

د وانګ يي او د هغه د ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان د کتنې په اړه جزییات نن د چین د بهرنیو چارو وزارت پر وېب پاڼه خپاره شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په لومړي ګام کې امریکا له ایران سره د روانو ستونزو مسووله ده چې په ۲۰۱۸م زیږدیز کال کې له اټمي تړونه په یواړخیز ډول ووتله.

د اټمي تړون له مخې ایران د اقتصادي بندیزونو کمېدو په بدل کې خپل اټمي پروګرام محدود کړی و.

ارام سمندرګي کې پروت هېواد ټونګا د  سونامي توپان د راتلو خبرداری ورکړ

اورشیندنه

په ارام سمندرګي کې پروت هېواد ټونګا نن د سمندر په تل کې تر یوې اورشیندنې یا اتشفشان وروسته د سونامي توپان د راتلو خبرداری ورکړ.

پر ټولنیزو شبکو په ویډیويي تصاویرو کې ښکاري چې لویو څپو ساحلي سیمې لاندې کړی دی.

د ټونګا د هوا پوهنې ادارې ویلي، په ټول هېواد کې د سونامي توپان د راتلو خبرداری خپور شوی دی.

پرون تر دې مخکې د ټونګا خبري اژانسونو راپور ورکړی و چې ساینس پوهانو د اورشیندنې ساحې ته څېرمه لویې چاودنې، تالنده او برېښنا تثبیت کړي دي.

امریکا د روسیې د یوه اقدام هرکلی وکړ

د امریکا او روسیې ګډ بیرغونه

د امریکا متحدو ایالاتونو د روسیې د هغه اقدام هرکلی وکړ چې د هککرانو د یوې بدنامې ډلې د غړو د نیولو لپاره یې کړی دی.

په دوی کې هغه کس هم شامل دی چې د امریکا د نللیکې پر عملیاتي برخې د تېرکال د باج اخیستنې په نیت په مشکوکه انټرنټي حمله تورن دی.

د امریکا د حکومت یوه جګپوړي چارواکي پرون وویل چې پر دغو ابتدايي اقداماتو خوشحاله شوي دي.

هغه غوښتنه وکړه، هغه کسان چې د انټرنټي حملې شک ورباندې کېږي د روسیې له خوا مجازات شي.

تردې څو ساعته مخکې د روسیې د امنیتي خدماتو فډرال ادارې اعلان وکړ چې د امریکا په درخواست یې د هککرانو د یوې بدنامې ډلې ۱۴ مشکوک غړي نیولي دي.

د چک جمهوریت: د غیرقانوني کډوالو شمېر زیات شوی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د چک جمهوریت پولیس وایي، پروسږکال دغه هېواد ته د غیرقانوني کډوالو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د چک پولیسو د جمعې په ورځ څرګنده که چې تېر کال یې تر ۱۱ زره ډېر کسان چک جمهوریت ته په ناقانونه توګه د ورتلو یا په کې د پاتېدو په خاطر نیولي دي.

د جرمني اژانس د راپور له مخې په همدې تور په ۲۰۲۰میلادي کال کې چک پولیسو شااوخوا څلور زره کسان نیولي وو.

په راپور کې راغلې دي چې تېر کال تر ټولو ډېر خلک د اوکراین او ورپسې د مالدووا نیول شوي دي.

د جرمني اژانس د راپور په استناد د چک جمهوریت پولیسو تر ۱۳۰۰ ډېر هغه کسان هم نیولي دي چې جرمني ته یې د تګ قصد درلود چې په دوی کې اکثر د افغانستان او سوریې اتباع دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG